تازه سرليکونه
د (انبیاء علیهم السلام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د حضرت یعقوب علیه السلام ژوند لیک
 
  March 31, 2014
  0
وَهَبْنَا لَهُ إِسْحَاقَ وَيَعْقُوبَ وَكُلًّا جَعَلْنَا نَبِيًّا (49) وَوَهَبْنَا لَهُمْ مِنْ رَحْمَتِنَا وَجَعَلْنَا لَهُمْ لِسَانَ صِدْقٍ عَلِيًّا. سورة مريم الايتان ٤٩ ٥٩

ژباړه : موږ ابراهيم علیه السلام  ته اسحاق او يعقوب علیه السلام  وبخښل . هريو ددوى څخه موږ نبي وګرځاوه ، موږ دوى ته يو څه وبخښل دخپل رحمت څخه او موږ دوى لوړه رښتيني ژبه ورکړه.

د يعقوب علیه السلام  نسب

يعقوب علیه السلام  داسحاق علیه السلام  زوى ، اسحاق علیه السلام  دابراهيم علیه السلام  زوى دئ . دمور نوم يې رفقة ده چي دبتوئيل لور ده بتوئيل دناحور زوى دئ ، ناحور دآزر زوى دئ چي مؤرخين يې دتارح په نوم يادوي . ناحور دابراهيم علیه السلام  ورور وو.

يعقوب علیه السلام  ديهوديانو ددوولسو قومونو پلار دئ بلکي دبني اسرائيلو ټول قومونه او ټبرونه دده لوري ته منسوبيږي . يعقوب علیه السلام  داسرائيل په نوم هم  ياديږي لکه چي الله جل جلاله  فرمايي:

كُلُّ الطَّعَامِ كَانَ حِلًّا لِبَنِي إِسْرَائِيلَ إِلَّا مَا حَرَّمَ إٍسْرَائِيلُ عَلَى نَفْسِهِ مِنْ قَبْلِ أَنْ تُنَزَّلَ التَّوْرَاةُ. سورة آل عمران الاية ٩٣
 
ژباړه : ټول خواړه بني اسرائيلو ته حلال وه مګر نه هغه خواړه چي اسرائيل (يعقوب علیه السلام ) پر ځان حرام کړي وه دتورات ترنازلېدو وړاندي.


اهل کتاب په دې باور دي چي الله جل جلاله  يعقوب علیه السلام  په اسرائيل سره نومولى دئ . داسرائيل معنا په
 عربي ژبه کي روح الله ده يعني دالله جل جلاله  روح .په هر صورت زما هدف دادئ چي څرګنده کړم چي ديعقوب علیه السلام  نوم اسرائيل دئ او ټول بني اسرائيل دده لوري ته منسوبيږي.

د يعقوب علیه السلام  ژوند

مؤرخين ليکي:يعقوب علیه السلام  دکنعانيانوپه مځکه کي پيدا سو چي دفلسطين په  سيمه کي يې موقعيت درلودئ او دخپل پلار تر سيوري لاندي لوى او ځوان سو. ديعقوب علیه السلام  مور رفقة   ده ته وويلي وه چي دخپل ماما لوري ته ولاړ سي او دخپل ماما سره پاته ژوند ترسره کړي دده ماما په (الابان) کي اوسېدى دغه ځاى په (فدان ارام) کي واقع دئ چي په عراق کي دبابل په ښار کي موقعيت لري ځکه مور يې بېرېدل چي دده ورور عيص پر ده باندي حمله ونه کړي او هغه ده ته اخطار هم ورکړى وو . يعقوب علیه السلام  دمور ددغه امر سره سم دماماګانو خواته روان سو پر لاري يې يوځاى شپه سوه دشپې په خوب کي ويني چي يوه لويه ډله ملائکي داسمان دلوري څخه ده ته راغلې او په خوب کي يې الله جل جلاله  وليدئ چي ده ته يې ويل: ژر به زه تا خپل دوست وګرځوم ، تاته به زيات اولادونه درکړم ا و ددې مځکي خلافت به تا او تر وروسته پاته کسانو ته ورکړم.

يعقوب علیه السلام  چي کله راويښ سو نو ددې خوب په ليدلو سره ډېر خوشاله سو پر ځان يې نذر ومانى چي دى به پر دغه ځاى دالله جل جلاله  دعبادت لپاره يو معبد جوړوي ، هغه ځاى يې نښاني کړى ،ډبري يې پرکښېښودې په غوړو يې غوړ کړى چي بيا دده څخه ورک نه سي . دغه ځاى په (بيت ايل) سره ياديږي يعني دالله جل جلاله  بيته چي اوسنى بيت المقدس دئ ځکه وروسته بيا يعقوب علیه السلام  هغه ځاى جوړ کړى.

تردې وروسته يعقوب علیه السلام  خپل سفر ته دوام وکړ،ترداسي بريده چي په عراق کي خپل ماما ته ورسېدئ . هلته چي ورورسېدئ نو ده وليدل چي ماما يې دوې لوڼي درلودې مشر لور يې (ليئت) نومېده چي دوى (ليا) ورته ويل او کشره لور يې (راحيل) نومېده . يعقوب علیه السلام  دخپل ماما څخه وغوښته چي ده ته دغه کشره لور راحيل په نکاح ورکړي ، دغه کشره لور يې ډېره ښکلي او ښايسته وه . ماما يې دده دغه غوښتنه ومنل او ورته وې ويل چي زه خپل لور په نکاح درکوم په دې شرط چي ته به زما پسونه اوه کاله څروې . يعقوب علیه السلام  موافقه ورسره وکړه اوه کلونه يې پسونه وڅرول کله چي اوه کاله پوره سوه ماما يې ډوډۍ تياره کړه مېلمانه يې راغوښتل واده يې جوړ کړى کله چي ماښام سو ماما يې خپل لور ده ته ور واستول يعقوب علیه السلام  چي وليدل هغه ډېره بدرنګه او په سترګو ضعيفه ده . سهار چي سو يعقوب علیه السلام  ماما ته وويل چي تا ولي زما سره خيانت وکړى ما تاته ويلي وه چي راحيل ماته په نکاح راکړه دا خو ستا مشره لور ليئت ده ؟ ماما يې په جواب کي ورته وويل چي دا زموږ په رواج کي نسته چي مشره دي ناسته وي کشره دي واده کړو نو که ته دکشري هوا لرې نو زما پسونه اوه کاله نور وڅروه . يعقوب علیه السلام  ورسره خوښه کړه بيايې  اوه کاله دخپل ماما پسونه وڅرول تر اوو کالو وروسته ماما خپله کشره لور راحيل ده ته په نکاح ورکړه . يعقوب علیه السلام  دوې خوندي يوځاى په نکاح کي واخيستې ځکه په هغه دين کي دوې خوندي په يوار په نکاح اخيستل روا وه وروسته بيا په تورات کي دغه حکم نسخه سو او دوې خوندي په يووار په نکاح اخيستل حرام سو.

ديعقوب علیه السلام  ماما لايان نومېده خپلي هري لور ته يې يوه يوه مينځه دخدمت لپاره ورکړه دزلفي په نوم يې مينځه مشر لوري ليئة ته ورکړه او د بلها په نوم  يې مينځه کشري لور راحيل ته ورکړه. ديعقوب مېرمنو خپلي دغه دوې مينځيان يعقوب علیه السلام  ته وبخښلې يعقوب علیه السلام  نکاح ورسره وکړه او دوولس زامن يې دخپلو مېرمنو څخه وزېږېدل چي داسباط په نوم ياديږي.

دمشري مېرمني ليئت څخه يې شپږ زامن وزېږېدل چي نومونه يې په لاندي ډول دي:

١ : روبيل ، ٢ : شمعون ، ٣ : لاوي ، ٤ : يهوذا ، ٥ : ايساخر ، ٦ : ذوبيل . 

روبيل ديعقوب علیه السلام  مشر زوى وو. او دلاوي دنسله څخه موسي علیه السلام  پيدا سوى دئ . يهودو ته  ځکه يهود ويل کيږي چي ديهود لفظ ديهوذا څخه راغلى دئ چي ديعقوب علیه السلام  زوى وو.

د يعقوب علیه السلام  ددوهمي مېرمني راحيل څخه دوه زامن وزېږېدل چي نومونه يې په لاندي ډول دي:

١ : يوسف صديق علیه السلام  ، ٢ : بنيامين.

دراحيل مينځه چي بليها نومېده ديعقوب علیه السلام  دوه زامن ځني وزېږېده چي نومه يې په لاندي دول دي:

١ : دان ، ٢ : نفتالي.

دليئت مينځه چي زلفي نومېده ديعقوب علیه السلام  دوه زامن ځني وزېږېده چي نومونه يې په لاندي ډول دي:
١ : جاد ، ٢ : اشير.

په دې ترتيب ديعقوب علیه السلام  زامن دوولسو تنو ته رسيږي چي شپږ زامن يې دليئت څخه ، دوه زامن د راحيل څخه ، دوه زامن دبليها څخه ، دوه زامن دزلفي څخه وزېږېده. داټول ديوسف علیه السلام  وروڼه وه چي ده په خوب کي ليدلي وه چي يوولس ستورو ده ته سجده وکړه چي ډېر ژر به يې بيان راسي ان شاء الله.

ديعقوب علیه السلام  هر زوى دبني اسرائيلو د يوه قوم پلار دئ او بني اسرائيل هم دوولس قومه وه.

مؤرخين ليکي : ديعقوب علیه السلام  ټول زامن دده دماما په وطن کي پيدا سوي دي چي هغه مهال ده دخپل ماما پسونه څرول يوازي بنيامين په فلسطين کي هغه وخت پيدا سو چي يعقوب علیه السلام  بېرته خپل وطن ته ستون سو.

د يعقوب علیه السلام وفات

څرنګه چي ديوسف علیه السلام  وروڼو ديوسف علیه السلام  سره چل او فريب وکړ ،  يوسف علیه السلام  يې دخپله پلاره څخه ليري کړى نو پر يعقوب علیه السلام  باندي ډېر غمونه او کړاوونه راغلل چي بيخي په سترګو ړوند سو مګر الله جل جلاله  دډېر وخت وروسته دده څخه غمونه ليري کړه او يوسف علیه السلام  يې په مصر کي ورسره يوځاى کړى دده سترګي بېرته بينا سوې لکه چي الله جل جلاله  فرمايي:

فَلَمَّا أَنْ جَاءَ الْبَشِيرُ أَلْقَاهُ عَلَى وَجْهِهِ فَارْتَدَّ بَصِيرًا . سورة يوسف الاية ٩٦
 ژباړه : کله چي يعقوب علیه السلام  ته زېرى ورکونکى راغلى نو ده ديوسف علیه السلام  قميص پر سترګو وموږى چي قاصد راوړى وو ، بېرته بينا وګرځېدئ.

يعقوب علیه السلام  تردې وروسته  د ١٤٧کالو په عمر وفات سو. ديعقوب علیه السلام  وفات ١٧ کاله تردې وروسته وسو چي دى دخپل محبوب زوى يوسف علیه السلام  سره يوځاى سو.

يعقوب علیه السلام  خپل زوى يوسف علیه السلام  ته وصيت وکړى چي دى دخپل پلار اسحاق علیه السلام  سره يوځاى دفن کړي ، کله چي وفات سو نو يوسف علیه السلام  دوصيت سره سم فلسطين ته يو وړى او داسحاق علیه السلام  دقبر وڅنګته يې په مغاره کي وخاورو ته وسپارى.

صلوات الله عليهم اجمعين
 
ماخذ: د نبوت او انبیاوو علیهم السلام تاریخ
 

 

 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته