تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د کلک زړه زیانونه او علاج
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  January 2, 2022
  0

ليکوال :مولوي عصمت الله عزام  

  بسم الله الرحمن الرحيم

نحمده ونصلی علی رسوله الکريم امابعد:

 که موږ خپلو حالاتو او ځانونه ته فکر وکړو، راته څرگنده به شي  چي زموږ په ډېرو کارونو کي ډېر نقصانونه  او کمي شته . 

 

لکه د بېلگي په توگه په لمانځه کي موخشوع او عاجزي نشته، د قرآن کريم د تلاوت په وخت کي له قرآن کريم څخه اثراخيستل په موږ کي کم دی، ژړا نه وي، په کاروبار کي له شبهاتو څخه د ځان د ژغورني د هڅو نه شتون، د نورو خلگو پر حقونو تېری او ظلم کول په موږ کي شته، د وروڼو په منځ کي د بد گمانۍ شتون او په کورنيو کي اختلافات او جنجالونه.

 له د غوټولو نښو څخه جوتېږي چي په موږ کي يو خطرناک مرض موجود دی چي هغه د زړونو کلکېدل دي.

 

 د زړه کلکېدل يو ډېر ناوړه مرض دی چي په مخکنیو بې لاري شويو امتونو کي راڅر گند شوی وو او الله پاک د دوی ددې ناوړه صفت له امله بد ويلي او مؤمنانو ته يې حکم کړی چي د دوی له ورته والي څخه ځان وساتئ او له دې ناوړې ناروغۍ څخه ځان لېري وساتئ!

 الله جل جلاله فرمايلي دي:

 وَلَا يَكُونُوا كَالَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ مِنْ قَبْلُ فَطَالَ عَلَيْهِمُ الْأَمَدُ فَقَسَتْ قُلُوبُهُمْ وَكَثِيرٌ مِنْهُمْ فَاسِقُونَ.(سورة الحديد۱۶)

ترجمه:اوچي (مومنان دي) د هغو کسانو په شان نه کېږي چي له دې مخکي کتاب ورکول شوی ؤ،چي اوږده زمانه پرې تېره شوه، زړونه يې کلک شول،اوله هغوی څخه زياتره فاسقان وو.

 

 يعني بايد مؤمنان د مخکينوکتابيانو له مشابهت څخه ځان وساتي ځکه د هغوی زړونه سخت شوي وو، نو نه يې وعظ  قبلوی او نه د دين طرف ته بېرته راگرځېدل، له هغوی څخه اکثره فاسقان وو: يعني د زړه کلکوالی په ټولو کي وو،خو ځينو کسانو توبې وايستلې خو زياترو يې توبې هم ونه ايستلې.

 

 په حديث کي راغلي دي: وان ابعد الناس من الله القلب القاسي. (رواه الترمذي ص۶۶ج۲رياض الصالحين ص۴۴۶)

يقينا له الله پاک څخه په خلگوکي ډېر لري کلک زړه دي.

 

 سخت زړی انسان د حق او باطل ترمنځ توپيرنه شي کولای، له نصيحت څخه گټه نه اخلي او نصيحت نه قبلوي، حق ته غوږ نه نيسي او د الله تعالی عبادت خوند نه ورکوي.

 

 اسلام زړه ته د پام وړ پاملرنه کړې او انسان يې هڅولی  چي بايد په بدن کي ددې مهم غړي د علاج لپاره  ډېري هلي ځلي وکړي. د اسلام د مبين دين سترلارښود جناب محمد رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايلي دي:

 ألا وإن فى الجسد لمضغة إذا صلحت صلح الجسد كله واذا فسدت فسد الجسد كله ألا وهى القلب. متفق عليه.

ترجمه:خبرشئ! د انسان په بدن کي يوه ټوټه غوښه ده، کله چي هغه سمه شي ټول بدن سميږي او کله چي هغه ټوټه خرابه شي  ټول بدن خرابيږي خبرشئ! هغه زړه دی!!

 

 د زړه د کلکوالی د ختمېدلو لپاره څو علاجونه شته چي د هغو په اختيارولو سره به ان شاءالله په زړه کي نرمي پيداشي.

 

 د زړه د کلکوالي علاجونه :

 ۱: له الله پاک څخه هدايت غوښتل اودُعاگاني کول.

 ۲: مسکينانوته خوراک ورکول.

 ۳: پريتيمانوشفقت او ترحم کول،

 وعن ابي هريرة رضی الله عنه ان رجلا شکی الی النبي صلی الله عليه وسلم قسوة قلبه قال امسح راس اليتيم واطعم المسکين(رواه احمدمشکاة المصابيح ص۴۲۵ج۲)

له حضرت ابوهريره  رضی الله عنه روايت دی چي يوه سړي رسول الله صلی الله عليه وسلم  ته د زړه له کلکوالي  شکايت وکړ، رسول الله صلی الله عليه وسلم  ورته وفرمايل: د يتيم پر سر لاس تېروه او مسکينانو ته ډوډۍ ورکوه.

 

 له حضرت ابوالدراء رضی الله عنه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم  ته يو سړئ راغی او د خپل زړه  له سختوالي يې شکايت وکړ. رسول الله صلی الله عليه وسلم  ورته وفرمايل: ته غواړي چي ستا زړه نرم او خپل مقصد ترلاسه کړې؟ پر يتيم رحم کوه، پر سر يې لاس تېروه، له  خپله خوراکه هغه ته هم خوراک ورکوه ستا زړه به نرم او خپل حاجت به ترلاسه کړې.

 

 ۴: د فرضي لمونځونو پابندي کول

 ۵: د حلال  کسب هڅه کول او دامانت اداءکول

۶: نفلي لمونځونه او نورعبادتونه زيات کول

۷: د زړه د نرمېدلو لپاره لوی سبب د الله جل جلاله ذکر کول دي

 د الله تعالی ذکر چي کوم انسان کوي د هغه زړه به نه سختيږي، څوک چي څومره د الله تعالی له بندګی او ذکره غافل شي  هغومره به يې زړه سختيږي .

 

 ۸:د خبرو کمول دا هم د زړه په نرمېدلو کي ډېر مؤثرعمل دی .

۹: مسخرې او ګپ شپ پرېښودل، له دې امله له رسول الله صلی الله عليه وسلم  څخه په ټول عمر کي يوازي شل ځله مزاح رانقل شوې دي، سره ددې چي د پيغمبر صلی الله عليه وسلم ګپ هم حق وي.

 

۱۰: د مرگ يادول: د مرگ ياد انسان له ټولو گناهونو څخه راگرزوي او د انسان په زړه کي له دې امله ډېره نرمي پيدا کېږي.

 

 ۱۱:د قبرونو زيارت کول. د قبرونو زيارت کول دا د انسان زړه نرموي ځکه چي د قبرونو د زيارت په مشروعيت کي غرض دا دی چي انسان ته آخرت ور په ياد شي او له دُنيا سره يې مينه کمه شي . کله چي دانسان د دُنيا سره مينه کمه او آخرت ته توجه زياته شي نو په زړه کي يې نرمي پخپله راځي.

 

۱۲: جنازي  ته حاضرېدل

۱۳: سخاوت او د خلگوسره نېکي کول

۱۴: توبې او استغفار زياتول او پر گناه باندي له اصرار کولو څخه ډډه کول.

۱۵: د ديني علم او د ذکر په مجلسونو کي گډون کول.

۱۶:د نېکانو خلگو سره مجلس او دعلماوو سيرت ته پام کول.

۱۷: له دُنيا سره مينه کمول، د دُنيوي ژوندانه په کموالي کي، د حالاتو په بدلېدلو کي يې فکر کول او الله پاک چي کوم نعمتونه نېکانوته تيارکړي دي د هغو  سره مينه او رغبت کول.

۱۸: د مريضانو، مصيبت وهليو او مرگ ته نږدې کسانو زيارت کول او د دوی له حال څخه نصيحت اخيستل .

۱۹: د قرآن تلاوت د فکر او سوچ سره زيات کول.

 

 د زړه د کلکوالي اسباب دادي:

 ۱: له قرآن کريم او د الله پاک له ذکر څخه اعراض اومخ گرزول

 ۲: د فرائضو د اداء کولو په هکله کمزوري کول

 ۳: حرام مال خوړل

 ۴: گناهونه کول

 ۵: په جهالت او ناپوهۍ  سره راضي کېدل او د علم د زدکړي پرېښودل

 ۶: تکبر او لويي.

 ۷: بحثونه او مناظري ډېري کول.

 ۷: بداخلاقي.

 ۸: ډېر خوراک.

 ۹: ډېرخوب.

 ۱۰: ډېري خبري.

 

 وعن ابن عمررضی الله عنهما قال: قال رسول الله صلی الله عليه وسلم: لا تکثر الکلام بغير ذکرالله، فان کثرة الکلام بغير ذکر الله قسوة للقلب، وان ابعدالناس من الله القلب القاسي.(رواه الترمذي ص۶۶ج۲)

 له حضرت ابن عمررضی الله عنهماڅخه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم  وفرمايل: د الله پاک له ذکر پرته خبري مه ډېروه!ځکه د الله تعالی له ذکر پرته د خبرو ډېرول د زړه لپاره کلکوالی  دی او يقينا له الله پاک څخه په خلگوکي ډېرلري کلک زړه دی!!

 

 ۱۱: د خلگو سره ډېرتعلق او گډون

 ابن قيم رحمه الله  ليکلي دي چي زړه د څلورو شيانو له امله سختيږي  کله چي  تر خپلي اندازې واوړي: خوراک، خوب، خبري او اختلاط (دخلگوسره ډېرتعلق اوگډون). (الفوائد ص۱۶۷)

 

 ۱۲: اميدونه.

 ۱۳: د غيرالله  سره تعلق

 ابن قيم جوزی رحمه الله  ليکي: زړه پنځه شيان خرابوي : ډېراختلاط (د خلگو سره ډېره ناسته او گډون) اميدونه، له الله پرته د بل چا سره تعلق، موړوالی (په ډک نس خوراک کول) او(ډېر) خوب. (مدارج السالکين ص۳۴۳ج۱)

 

 وروسته ابن قيم رحمه الله په خپل کتاب کي ددې شيانو تفصيل اولاملونه ليکلي دي .

 

 نو که څوک د زړه د کلکوالي له دغو اسبابوڅخه ځان وژغوري نوان شاءالله زړه به يې نه کلکېږي .

 

 الله  پاک دي زموږزړونه سالم زړونه کړي.

 وصلی الله علی نبينا محمد وعلی آله واصحابه اجمعين  

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته