تازه سرليکونه
د (نکاح) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د ښځي نفقه
 
  March 15, 2017
  0
نفقه خرڅ ته وايي خو دلته د نفقې څخه مراد د ښځي د خوراکې ، جامو او د هستوګن ځاى خرڅ دى .

د ښځي نفقه پر خپل مېړه باندي واجب ده ، ځکه لکه څه ډول چي د قرابت يا ملکيت لکبله د يوه نفقه پر بل باندي لازميږي ، همداسي د ازدواج لکبله هم د يوه نفقه پر بل باندي لازميږي ، واده ، خپلوي او څښتنتوب درې واړه د نفقې لازمونکي دي . 

ښځه چي ځان خپل مېړه ته د هغه په کور کي وسپاري نو د خوراکې ، جامو او هستوګن ځاى خرڅ يې پر مېړه لازميږي ، البته د مُفتَى بِهِ (۱) قول پر بنسټ د ښځي نفقه پر مېړه باندي د نکاح د وخت څخه لازميږي که څه هم ښځه د پلار پر کور ناسته وي ، تر اوسه لا راواده سوې نه وي ، تر څو چي مېړه يې د راواده ولو غوښتنه کړې نه وي .

----------------------
(۱): مُفتَى بِهِ هغه قول ته وايي چي په هغه فتوا ورکول کيږي .
 
ماخذ: فقه المبتدي، دوهم ټوک- نکاح
مؤلف: مولوي محمد عمر خطابي
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته