تازه سرليکونه
د (نيکمرغه مېرمن) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
حضرت هاجره علیها السلام
 
  June 11, 2014
  0
مشهور مستند عالم مولانا اشرف علي تهانوي رحمة الله علیه په خپل مشهور کتاب بهشتي زېور کي د مسلمانانو ښځو د دیني تربیت لپاره د نیکانو ښځو واقعات را اخیستي او بیا یې د هغو فواید بیان کړي دي چي په دې لیکنه کي د حضرت حوا علیها السلام د ژوند لنډه واقعه را اخلو:
 
حضرت هاجره علیها السلام

اوس په مخکنی قصه کښي دا بیان تیر سو چي حضرت ساره رضی الله تعالی عنها ته حضرت هاجره رضی الله تعالی عنها دغه ظالم بادشاه د خدمت دپاره ورکړه کومه چي ده په زور د ځان دپاره مینځه ګرځولې وه نو دې چي راوسته خپل خاوند حضرت ابراهیم علیه السلام ته یې ورکړه او ددې څخه حضرت اسماعیل علیه السلام پیدا سوو.

تر اوسه لا حضرت اسماعیل علیه السلام شیدې رودلې د تي څخه نه و پرې سوی چي خدای پاک ته منظور سوه چي مکه شریفه د حضرت اسماعیل علیه السلام په اولاد سره اباده کړي، په دغه وخت کښي دغه ځای ځنګل وو او کعبه شریفه هم نه وه جوړه سوې الله پاک حضرت ابراهیم علیه السلام ته حکم وکړی چي حضرت اسماعیل علیه السلام او دده مور هاجره رضی الله تعالی عنها په دغه میدان کښي پرېږده زه د دوی نګهبان یم. د الله تعالی د حکم موافق حضرت ابراهیم علیه السلام مور او کوچنی دواړه یو وړه په هغه ځنګل او بیابان کي چي اوس هلته مکه اباده ده پرې ښوول او د دوی سره یې یو کوچنی د اوبو ژی او یوه کڅوړه د خورما کښېښوله.

 کله چي ابراهیم علیه السلام و دغه دښت ته ورسېدۍ نو بېرته را روان سو نو حضرت هاجره رضی الله تعالی عنها دده په وروسته پسي ور روانه سوه او پوښتنه یې ځني وکړه چي اوس موږ دلته یوازي پرېږدې؟ حضرت ابراهیم علیه السلام هیڅ جواب ورنه کړی بیا دې مبارکي پوښتنه ځني وکړه چي الله تعالی تا ته ددغه حکم درکړی دی؟ نو حضرت ابراهیم علیه السلام جواب ورکړ چي هو ، نو دې مبارکي وفرمایل، بس هیڅ غم نسته بس صرف الله تعالی زموږ د حال خبر اخلي او په اینده حال مو هم خبریږي او خپل ځای ته ولاړه کښېنسته او خورماوي یې وخوړلې اوبه یې پسي وچښلې او حضرت اسماعېل علیه السلام ته یې تی ورکاوه.

 کله چي د ژي اوبه ختمي سوې پر مور او زوی تنده غالبه سوه او د حضرت اسماعيل علیه السلام خو داسي حال خراب سو چي د ډيري تندي څخه لټ پر لټ اوښتۍ مور په داسي حال کي چي پر زوئ یې سترګي نه سوای

 روڼولای او ورته کتلای یې نه سوای او د اوبو د پیدا کېدو لپاره د صفا پر غره وخته او څلور طرفه یې وکتل چي شاید یو ځای به اوبه ووینم نو کله چي یې هیڅ ځای اوبه ونه لیدلې نو ددغه غره څخه راکښته سوه بل غره ته چي مروا یې نوم دی روانه سوه چي پر هغه وخیژي شاوخوا وګوري ددې دواړو غرو په منځ کي یو لږ څه ژور ځای وو نو چي دا به پر هواره مځکه تلله خپل زوی به یې لیدۍ او چي دغه ژور ځای ته به ورغله خپل زوی به یې نه لیدۍ نو په دغه ځای کي به دا په ځغاسته تلله ،غرض دا چي بل غره ته به وخته شا و خوا یې وکتل هلته یې هم اوبه په نظر نه ورغلې او بیا ددغه مروا غونډۍ څخه راکښته سوه صفا ته روانه سوه.
 
غرض دا چي اووه واره د صفا او مروا غونډیو ته وختله او راکښته سوله او دغه مابین (ژور) یې په ځغاسته پرېکاوه دغه عمل او کار د الله پاک دومره خوښ سو چي حاجیانو ته یې د همېشه لپاره دغسي حکم وکړ چي د دواړو غونډیو په منځ کي به اووه پیرې لګوي او دغه ټکره مځکه به چي ژوره وه او اوس هغه هم برابره مځکه سوېده په ځغاسته او چابکتیا سره پرې کوي په اخیره پیره کښي حضرت هاجره علیها السلام د مروا پر غره وه چي ددې وغوږو ته یو اواز غوندي شی راغلۍ. ددغه اواز و طرف ته یې غوږ ونیوۍ ودرېده هغه اواز یې بیا و غوږ ته راغلۍ لیکن اواز کوونکۍ هیڅوک نه ویني حضرت هاجرې ناره وکړه ویې ویل چي ما اواز واورېدۍ که یو څوک کومک کولای سي نو کومک دي وکړي.

هغه وخت کوم چي اوس د زمزم د اوبو څاه دی یوه ملکه ښکاره سوه او خپل بازو یې پر مځکه ووهۍ او ددغه ځایه څخه اوبه راوغورځېدې، دې د څلورو طرفو څخه د خاورو موړې ورته جوړ کړې اوبه یې بندي کړې او ژی یې ځني ډک کړ خپله یې هم وچښلې او خپل زوی ته یې هم ورکړې. ملکي ورته وویل چي هیڅ فکر

 او غم مه کوه پر دغه ځای د الله تعالی کور یعني کعبه ده، دغه هلک به د خپل پلار سره ملګری سي او کعبه به جوړ وي او دلته ابادي جوړيږي لکه چي په لږو ورځو کي د ټولو شیانو ظهور وسو نو یو څو ورځي پس یوه قافله پر دغه طرف راغله هغوی چي اوبه ولیدې نو پاته سوه او پر دغه ځای اباد سوه او د حضرت اسماعیل علیه السلام واده وسو او بیا حضرت ابراهیم علیه السلام د الله تعالی په امر او حکم سره تشریف راوړی، پلار او زوی په ګډه سره کعبه جوړه کړه او د زمزم اوبه په هغه وخت کښي لاندي و مځکي ته شوه سوي وې نو ددغه سببه یو څه مده وروسته پر دغه ځای څاه جوړسو. 

فایده: وګورئ! د حضرت هاجرې رضی الله تعالی عنها پر الله پاک څومره او څرنګه زورور توکل وو، هر وخت چي دې ته معلومه سوه دا خبره چي په دښت کي اوسېدل د الله تعالی په حکم سره دي بېا څرنګه بې فکره سوه او بیا ددغه توکل کولو څرنګه برکتونه ښکاره سول! بي بي ګانو ستاسي لپاره همدغسي توکل پر الله پاک باندي په کار دی انشاالله بیا به ستاسی ټول کارونه په خپله برابریږي او ګورئ! دهغې بزرګۍ او شرافت ته چي ځغاستي يې د اوبو د پیدا کولو لپاره وې او د الله پاک په دربار کښي دغه ځغاستي څومره محبوبي او څومره یې خوښي سوې چي د حاجېانو لپاره یې دغه ځغاستي مقرري کړې. څوک چي خدای تعالی ته مقبول وي د هغوئ معامله او کار بل شان وي، بل قسم کیږي.
 
 
 
بي بي ګانو! کوښښ وکړئ چي د الله تعالی حکم ومنئ، ددې لپاره چي تاسي هم مقبولي سی او بیا ستاسي د دنیا کار هم په دین کي شامل سي لکه ددې رضی الله تعالی عنها کار چي په دین کي شامل سو.   

ماخذ: بهشتي زېور، دوهم جلد، صفحه: ۱۴
--------------------------------
د خوندو لپاره مستقله څانګه دلته لیدلای سی: نېکمرغه مېرمن
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته