تازه سرليکونه
د (روژه مبارکه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د روژې بازار
  تعلیم الاسلام راډیو
  May 18, 2018
  0
تاسو به ليدلي وي چي په ځينو سيمو کي په کال ، مياشت يا هفته کي يو ځاى بازار جوړېږي په دې بازار کي خلګ د ګټي لپاره دوکانونه  پرانيزي خپل تجارتي توکي هلته پلوري ښايي ډېر پلورونکي د همدې بازارونو د ګټي څخه خبروي چي په دې بازارونو کي د يوې افغانۍ شى په څو افغانيو ګټه خرڅېدلاى سي ايا د روژې د بازار  په اړه څه معلومات لري چي په دې ښکلي بازار کي د يوې افغانۍ صدقه په څو افغانۍ ګټه  ورکول کيږي
 
 مسلمانه  وروره!  د روژې ډېر ښکلى بازار دى و دې بازار ته د انسانانو د ايمان غل شيطان ور تلاى نه سي ځکه هغه په ځنځيرونو تړل سوى دى و دې بازار ته د جهنم د اورونو ګرمي لمبې او ناوړه  دودونه  او بد بوى نه رسيږي ځکه د جهنم دروازې تړل سوي دي دا بازار د الله جل جلاله د رحمتونو په څراغانو ځليږي ځکه د الله جل جلاله رحمتونه پکښي اورېږي دا بازار  د جنت په عطرونو  معطر او خوشبويه دى ځکه د جنتونو دروازې پکښي  را خلاصيږي عبادت په ثواب تبادله او خرڅيږي په  دې بازار کي يو فرض عبادت د نورو  مياشتو  د  اوياوو  فرضو د ثواب په بدل کي منل کيږي.  نبي  کريم صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي :
 
من تقرب فيه من الخير کان لمن ادي فريضة فيما سواه. (الحديث)
 
 نو بېړه وکړئ د همت ليڅي  را ونغاړئ او د روژې په بازارکي  د ګټي د طلائى موقع څخه ګټه واخلئ. څه معلومه ده چي بل ځل به و دې بازار ته د بيا راتګ وخت ولرئ او که به د قبر د خاورو پر بستر پراته او د تاسف سترګي سره اړوو.
 
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۴ ګڼه
 
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته