تازه سرليکونه
په املاء او إنشاء کي دقت
  تعلیم الاسلام
  July 23, 2014
  0
 
 
د تعلیم الاسلام مجلې ۱۱ ګڼې څخه
 
د ليکنو هغه اصول چي د ليکلو پر وخت اړين دي :
 
- د انسان د حسابولو لپاره د تن يا نفر ليکل حتمي دي لکه درې تنه راغلل يا څلور نفره ولاړل  .
 
- د چارپايانوپه شمېرلو کي د راس يا سر اصطلاح کاريږي لکه دوه راسه پسونه ، يا شپږ راسه غوايې ، اته راسه آسونه ، لس راسه بزې او نور .
 
- د څو اوښانو لپاره قطار او کله کله مهار ذکر کيدل لازمي وي لکه : نن درې قطاره اوښان تېر سول .
 
- د تورې ، چاقو ، چاړې ، تو پک او ږيري لپاره د قبضې اصطلاح کاريږي .لکه : درې قبضې چاقو ګان ، اووه قبضې توري ، يوه قبضه چاړه .
 
- د توپ او ټانګ لپاره د عرادې او چاين اصطلاح کاريږي لکه: دوې عرادې توپونه  يا څلور عرادې ټانګونه .
 
- د کښتۍ او طيارې لپاره د فروند اصطلاح کاريږي لکه يو فروند کښتۍ يا درې فرونده طيارې .
 
- د انګشترۍ ، سلوشن ، قلف ، او څاه لپاره د حلقې اصطلاح کاريږي لکه دوې حلقې انګشترۍ يا پنځه حلقې سلوشنونه يا درې حلقې قلفونه او يا دوې حلقې څاګان .
 
- د فيل لپاره د ځنځېر اصطلاح کاريږي لکه يو ځنځير فيل .
 
- د مسي آلاتو او چيني لوښو  لپاره د عدد کلمه کاريږي لکه :دوه عدده مسي غابونه يا پنځه عدده مسي کاسې   يا شپږ عدده ماست خورۍ .
 
- د موټر ، موټر سيکل او بايسکل لپاره د عرادې اصطلاح کاريږي  لکه:  دوې عرادې موټرونه ، درې عرادې بایسکلونه ، اووه عرادې موټر سيکلونه .
 
- د تليفون ، ساعت او اتومات شيانو لپاره د دستګاه کلمه کاریږي لکه : يوه دستګاه تليفون او نور .
 
- د فرش ، تلتک ، توس ، ناليچکي ، پټواو نورو لپاره د تخت کلمه کاريږي لکه: دوې تختې فرشونه ، درې تختې توسان .
 
- دکتاب او کتابچې لپاره د جلد اصطلاح کاريږي .
 
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۱۱ ګڼه
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته