تازه سرليکونه
د (اسلام او ساينس) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د نوکانو په اړه ساینسي معلومات
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  April 23, 2022
  0

 په دې لیکنه کي لاندي په زړه پوري علمي مضامین لولی:

د غټونو کانو تاوانونه په ساينس کي
د نوکانو خوړل او چيچل په ساينس کي
نوکان ستاسو ناروغې درته وایي
 
لیکنه: استاذ عبدالغفار جبیر / تعلیم الاسلام ویب پاڼه 
 
 

 

د غټونو کانو تاوانونه په ساينس کي

 

 

 
کله چي نوکان غټ پرېښودل شي ددې نوکانو لاندی جراثیم ځای نیسی او دنو کانو لاندی برخه د جراثیمو لپاره یوه ښه ځاله ده، چې دا جراثیم د محرکې (ټایفایډ)، اسهال (ډایریا)، پیچس او د کولمو د مختلفو چنچیانو او نور ناوړو ناروغیو سبب ګرځي؛ کله چې نوکان د بغل، زیرناف، او نورو ځایونو سره نښلی همدانو کان بیا د بدن د نورو برخو د سکابیز(Scabies) سبب ګرځي، سکابیز یوه جلدي ساري ناروغې ده چې د (Sarcoptes Scabiei) څخه منځته راځي- ددې مایټونو ښځینه جنس د پوستکی په تقرني طبقه کي تونلونه منځ ته راوړی او هلته هګۍ اچوي- دا چاره د شدید خارښت او د خارښت له کبله د اګزما د رابرسیره کیدو لامل ګرځي.
 
ټولو هغو ښځو چې غټ نوکان یی پرې ایښي دی هغه په خارښت باندی مبتلا شوی دی، دا ځکه چې غټ نوکان جراثیم له یوه ځای څخه وبل ځای ته انتقالوي، ډاکتران په دې آند دی چې هغه زخم چې نوکان ورسره په تماس کي شی هغه خرابیږی، او یاکله هم د پوستکی د سرطان سبب وګرځي، اوسنی ساینس دا هم ثابته کړیده چې غټ نوکان په ګوتو کي وینه کموي، او ګوتې کمزوری کیږی نوکان رنګ اړوی او د نوکانو خپله اصلي ځلاله منځه ځي.
 
هغه کسان چې په قصابیو کي کار کوي، په ذبح خانو کی کار کوی، د کور کار کوي او داسی نور... او غټ نوکان ولری نو د دوی د چاپیریال، د حیواناتو ټول نه لیدونکی جراثیم د نوکانو لاندی ځای نیسی چې کله همدا جراثیم وګیډی ته ولاړشی نو هلاکت دی .
 
بقراط دوه زره (۲۰۰۰) کاله مخکی دا معلومه کړی وه چې د نوکانو د کمزوری د زړه او سږو د ناروغیو علامه ده، کله چې نوکان غټ شي نو د دوی اصلی رنګ ګلابي دی او کله چي غټ شی هغه سپین شی او رنګ یی بدل شي له دې څخه علاوه ډیرې ناروغۍ له نوکانو څخه معلومیږي، د نوکانو کمزوري د اعصابي نظام پر کمزورۍ باندی هم دلالت کوي.
 
هغه رنګونه چي په اوسنی وخت کي د نوکانو لپاره استعمالیږی دا د پوستکی لپاره مهلک دي.
 
هغه څوک چي نوکان په غاښونو باندی پرېکوي، د نوکانو ټول جراثیم یې ومعدې ته ځي چي دا پخپله خپل ځان وهلاکت ته ورکول دي. د داسی سړي به تل معده خرابه، پر نس باندي درد، او د سترګو د کمزورۍ ښکاربه وي.  
 
 
د نوکانو خوړل او چيچل په ساينس کي
 
د نوکانو خوړل او چیچل ودې ته په طب کي (Onychophagia) وایی، دا عادت یو غیراخلاقي عادت دی، دا شرموونکی عادت دی، ددې کس نوکان غیر منظم وي، کله زخمي هم وي، په ښکاره کولو یی شرمیږي، په لیدلو یې ځوریږي، او داسي څوک تل د خپل بد عادت له کبله په روحي ډول ستړی اوستومانه وي.
 
ولي يو څوک نوکان خورئ يا چيچئ؟

ساینس پوهانو پردې باندی ډیرې څیړنې کړیدي، دوی ودې پایلو ته رسیدلي دي چي دا ډول عادت د تشویش، ذهني فشار، ویري او غوسې په وختونو کی ومنځته راځي، او په مجموع کي دا عادت د لوړ ذهني فشار له کبله راځي.
 
څنګه د غاښونو له خوړلو او چيچلو څخه وژغورل شي؟
 
۱ - تل کوښښ وکړئ چي نوکان مولنډ وي، اوژر- ژر یې پریکوئ.
 
۲ – تل خپل لاسونه په یو شي بوخت وساتئ، په لیکولو او داسی نور...
 
۳ – کله چي فارغه شی نو یو شی ضرور وخورئ تر څو د نوکانو له خوړلو څخه وژغورل شی.
 
۴ – تل د نوکانو د خوړلو پر مهال هغه ناروغۍ په ذهن کي راوله چي ور څخه پیښیږي لکه د معدې زخم، د کولمو سرطان، د کولمو چینچیان، محرکه ، پیچس او داسی نور...
 
۵ – وخپلي کورنۍ او یا ملګرو ته ووایاست چي د نوکانو د خوړلو او چیچلو پر مهال هر څه در په یاد کړي.
 
 

 

نوکان ستاسو ناروغۍ درته وایي

 

نوکان د پروتینو او کراتینو څخه جوړشوي دي نو له همدې کبله د نوکانو رنګ، شکل او اندازه پر یو شي باندي دلالت کوي ، د بیلګې په ډول سره:
 
۱ – ډير خام او پیکه رنګه نوک، چي اندازه ئې بدلېدونکې وي او په عمومي ډول سره ګردي نوکان وي، دا موږ ته دا وایي چي دا کس د ویني په کمښت (Anemia) باندي بوخت دی.
 
۲ – ژړ رنګه نوک، بدلېدونکی او مات مات وي، دا د چڼاسوعفونت  (Fungal Infection) دي.
 
۳ – شین رنګه نوک، چي په اندازه کي کوچنی وي، شکل ئې بدلېدونکی وي، د سږوعفونت (Lung Infection) دی.
 
۴ – لږخام / پیکه رنګه نوک، یا مات وی او یائې درځونه کړي وي، شکل ئې مقعري وي، دا په بدن کي د مرغړو/ جاغورعفونت (Thyroid Infection) دی.
 
۵ – نیم سپین او نیم ګلابي رنګه نوک، شکل ئې تغیرکوونکی وي، دا په بدن کي د پښتورګو د ناروغیو (Kidney Diseases) سمبول دی.
 
۶ – ګلابي رنګه نوک، چي درځونه ونلري او مات- مات نه وي په روغ بدن باندي دلالت کوي.(2)
 
د امريکا يو مرکز د نوکانو په هکله داسي لارښوونه کوي:
 
د امريکا د ناروغيو د مخنيوی او کنترول مرکز
(U.S. Centers for Disease Control and Prevention)
داسي وايي:
 
۱- تل په مقرر ډول سره نوکان پریکړی.
 
۲ – کله چي خپل لاسونه پریولی نو د نوکانو لپاره د نوکانو نرم برس استعمال کړی.
 
۳ – له سامانوسره چي نوکان مو ورسره په تماس کي شوی وي هغه تر استعمال مخکي پریولی.
 
۴ – خپل نوک مه خوری اومه یی چیچی.
 
۵ – نوکان تل په (ناخن ګیر) پری کړی په غاښونو یې مه پریکوی. 
 
---------------------------
(1): Skin Diseases
Global Science
Every Day Health
Women*s Health/Nail
The Dangers of Modern Beauty
Clipping Nails Control Diseases World Health Club/
 
(2): Monthly V- Shine International/ May 2014
 
(U.S. Centers for Disease Control and Prevention:(3 
 
یادونه: په دې اړه نور مطالب:
 
د نوکانو شرعي احکام
 فتوا: په غاښو نوکان پرې کول څنګه دی؟
فتوا: نوکان ورېښتان پرېکول اودس ماتوي؟
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته