تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د دعوت اصول
 
  October 1, 2014
  0
رالېږونکې خور: ح. نوري
سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
د الله تعالی لوری ته بلنه د قرانکریم او د پیغمبرانو (علیهم السلام) د دعوت او بلني له اصولو څخه سرچینه اخلي ،هر داعي مکلف دی چي د هغو اصولو سم چلند وکړي ،او هغه په لنډ ډول په لاندي ډول خلاصه کولای شو :

۱- ټینګ ایمان او کلک عزم: 

داعي چي خلګو ته د کوم شي بلنه ورکوي باید پخپله د زړه له اخلاصه پرې ټینګ ایمان ولري او د هغې په هکله شکمن او مذبذب نه وي ، د حالاتو د سختوالي او د مشکلاتو په وخت کي د هغې په رسولو کي ځان عاجز ونه بولې، هغه باید په حق باندي تل ټینګار وکړي او په پوره زغم ، استقلال ،استقامت ،صبر او جرئت دعوت خلګو ته ورسوي، د مخالیفینو له زور ګواښونو ، تهدیدونه او د هغو مشکلاتو څخه چې د دعوت په رسولو کي ورته پیښیږي ویره ونکړي، دغه تګلاره د قرآن کریم د سورت لقمان  مفهوم دی چي فرمايي : (يَا بُنَيَّ أَقِمِ الصَّلَاةَ وَأْمُرْ بِالْمَعْرُوفِ وَانْهَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَاصْبِرْ عَلَى مَا أَصَابَكَ إِنَّ ذَلِكَ مِنْ عَزْمِ الْأُمُورِ) . 

ژباړه : زویکیه ! لمونځ کوه، په نیکیو امر او له بدیو منع کوه او صبر  کوه په هغه مصیبتونو چي در رسیږي، په تحقیق سره چي صبر له لویو او مهمو کارونو څخه دی  .
 
۲- حق ته بلنه :

په اسلامي دعوت کي به خلګ یواځي او یواځي د الله جل جلاله هغه دین او لاري ته چي د وروستي پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په واسطه ښودل شوی بلل کیږي ، ددنیا د مقام ، څوکۍ ، منصب ، مال او دولت ، مشرې او نورو دنیوي غوښتنو په لور به خلګ نه رابلل کیږي لکه چي الله جل جلاله فرمايي : (ادْعُ إِلَى سَبِيلِ رَبِّكَ) .

ژباړه : راوبو له خلګ د خپل رب لاري ته  .

او په بل ځای کي فرمايي : (قُلْ هَذِهِ سَبِيلِي أَدْعُو إِلَى اللَّهِ عَلَى بَصِيرَةٍ أَنَا وَمَنِ اتَّبَعَنِي وَسُبْحَانَ اللَّهِ وَمَا أَنَا مِنَ الْمُشْرِكِينَ) . 
ژباړه : ووایه اې پیغمبره ! دا (ایمان او توحید) زما لاره ده، رابولم خلګ د الله لورې ته په څرګند حجت سره زه او هم هغه څوک چي زما پیروي کوي .

۳- امانت ساتل 
 
په اسلامی دعوت کي باید الله (جل جلاله) او د هغه د رسول (صلی الله علیه ) احکام په پوره توګه بې له کموالي او زیاتوالي خلګو ته ورسوي ، له خپلو نظریاتو ، غلطو حکایاتو او روایاتو څخه ډډه وکړي ، لکه چي الله تعالی فرمايي: (يَا أَيُّهَا الرَّسُولُ بَلِّغْ مَا أُنْزِلَ إِلَيْكَ مِنْ رَبِّكَ) . 
ژباړه : ای (زما) رسوله! ورسوه هغه څه چی نازل شوي وي تا ته ستا د رب له پلوه  .  

ټولو پیغمبرانو (علیهم السلام) د خپل دعوت په وخت کي خلګو ته دا ویل : (إِنِّي لَكُمْ رَسُولٌ أَمِينٌ )  . 
ژباړه: زه ستاسو لپاره یو امانت دار رسول یم (هغه څه چي الله تعالی رالیږلي هغه په پوره ډول تاسو ته رسوم) .

۴- علم او حکمت 
 
اسلامي بلونکو ته پکار ده چي لومړی حق په خپل واقعي مفهوم و پیژني او بیا يې د حالاتو سره سم د خلګو د مزاج پیژندلو ، د لازمو وسایلو او امکاناتو له مخي د پوره غور، پوهي ، استدلال او تجربي پر بنسټ نورو ته ورسوي.

لکه څرنګه چي الله تعالی فرمايي:  (ادْعُ إِلَى سَبِيلِ رَبِّكَ بِالْحِكْمَةِ ) .
ژباړه : رابوله خلګ د خپل رب لاري ته په حکمت (عقلمندی) سره  .

۵- ښه او خوږه لهجه 
 
حق باید په ډیره ښه نرمه او خوږه لهجه نورو ته وړاندي شي تر څو د خلګو په زړونو کي ښه ځای ونیسي، په دعوت کي ترخه او سخته لهجه د حق په منولو کي ستر خنډونه پیداکوي ، قرانکریم دا موضوع داسي بیانوي:

الله تعالی فرمايي : (ادْعُ إِلَى سَبِيلِ رَبِّكَ بِالْحِكْمَةِ وَالْمَوْعِظَةِ الْحَسَنَةِ) .
ژباړه : را بوله خلګ د خپل رب لاري ته په حکمت او نیکي موعظې سره  .

او هم فرمايي : (فَقُولَا لَهُ قَوْلًا لَيِّنًا) .
ژباړه :وکړه ده ته (فرعون ته) نرمه وینا .

۶- کوږ بحث نه کول 
 
داعي باید په خپل دعوت کي حق رسول یواځنی هدف وګڼي تر څو خلګ له تروږمیو او بدمرغیو څخه نجات ومومي ، باطل ورک او حق غالب شي نه دا چي مقابل لوری پړ او مغلوب کړی شی او خپل دلائل پرې قوي او زورور وښیئ!

 په دعوت کي باید کوږ بحث نه ځان وژغورل شي او حق په هغه ډول ورسول شي چي زبردستي پکي نه وي او نه داسي دلایل وویل شي چي فقط مقابل لوری پرې پړ او مغلوب شي، که چیري داعي وپوهیده چي په خبرو اترو کي بې له دې چي د مقابل لوري قهر راپورته شي بل سه ګته نه رسوي ، باید د خبرو څخه لاس واخلي ، ځکه چي قرانکریم کي الله تعالی فرمایي:

 (ادْعُ إِلَى سَبِيلِ رَبِّكَ بِالْحِكْمَةِ وَالْمَوْعِظَةِ الْحَسَنَةِ وَجَادِلْهُمْ بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ ) . 
ژباړه :رابوله خلګ د رب لاري ته په حکمت او نیک وعظ او مجادله وکړه له هغوی سره په ښه طریقه .  
   
او هم داسي ارشاد يې فرمایلی دی:(وَإِذَا خَاطَبَهُمُ الْجَاهِلُونَ قَالُوا سَلَامًا) . 
ژباړه : او کله چي له جاهلانو سره خبري کوي نو سلام پرې اچوه  .

۷- نصیحت او خیر خواهي 
 
داعي باید د حق په رسولو کي مقابل لوری په دې وپوهوي چي دی د نورو خیر غوښتونکی دی نه دا چي د کوم شخصي غرض په لحاظ دوی ته بلنه ورکوي، داعي باید یواځي په دلایلو بسوالی ونکړي بلکه د یو خیرخواه او ناصح په څیر له نورو سره معامله وکړي چي ددې مدعا د ثبوت لپاره د قرانکریم دغه ارشاد یو ژوندی دلیل دی چي فرمايي : (وَأَنَا لَكُمْ نَاصِحٌ أَمِينٌ) . 

ژباړه : زه ستاسی لپاره یو امین خیرغوښتونکی یم  .

په بل ځای کی فرمايي : (اذْهَبْ إِلَى فِرْعَوْنَ إِنَّهُ طَغَى (۱۷) فَقُلْ هَلْ لَكَ إِلَى أَنْ تَزَكَّى(۱۸)وَأَهْدِيَكَ إِلَى رَبِّكَ فَتَخْشَى(۱۹) .  
ژباړه : لاړ شه فرعون ته چي بیشکه هغه (د الله جل جلاله له حکم څخه) سرغړولی دی نو ورته ووایه: ایا ته غواړې چي پاک شې؟ او د الله تعالی لار درته وښایم چي له الله وویریږي  .

۸- د نیت سپیڅلتیا 
 
داعي باید په خپل دعوت او بلنه کي پوره مخلص وي، له منافقت او دوه مخیزتوب څخه ځان وژغوري. خپل نیت ، زړه او وینا سره یو کړي او صرف د الله (جل جلاله) د رضا لپاره خپل دعوت پرمخ بوځي ، د دنیوي متاع د لاسته راوړلو او ریاکارۍ څخه په کلکه ډډه وکړي: 

الله تعالی د داعي طریقه داسي را ګوته کوي : وَمَا أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ مِنْ أَجْرٍ إِنْ أَجْرِيَ إِلَّا عَلَى رَبِّ الْعَالَمِينَ .
ژباړه : او نه غواړم له تاسي څخه په دې دعوت کي اجر، ندی زما اجر خو په الله تعالی چي پروردګار د عالمیانو دی .

۹- عمل 
 
داعي باید په هغه څه باندي چي خلګو ته د هغې بلنه ورکوي پوره عمل وکړي ، هر عالم او داعي چي بې عمله وي دده دعوت اغیزه نه کوي نو پدې لحاظ د حق بلونکي باید د خپل دعوت ژوندی نمونه وګرځي او مقابل لوري یواځي په وینا نه بلکي په عمل سره هم د حق لاري ته را وبولي تر څو د عمل په پریښودلو د پاک الله (جل جلاله) ددې وعید وړ ونه ګرځي :

الله تعالی فرمايي: (أَتَأْمُرُونَ النَّاسَ بِالْبِرِّ وَتَنْسَوْنَ أَنْفُسَكُمْ) . 
ژباړه : آیا امر کوی خلګو ته په نیکو او خپل ځانونه مو هیر کړي دي  ؟ 

الله تعالی فرمايي: (يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لِمَ تَقُولُونَ مَا لَا تَفْعَلُونَ (۲) كَبُرَ مَقْتًا عِنْدَ اللَّهِ أَنْ تَقُولُوا مَا لَا تَفْعَلُونَ (۳) . 
ژباړه : اي مؤمنانو! ولی وايئ هغه څه چي نه يې کوئ؟ ډیره ستره ګناه ده د الله (جل جلاله) په وړاندي دا چي وایئ هغه څه چي نه يې کوي .

۱۰- د ضروري او مهمو مسائلو پیژندل 

داعي باید د ضروري او مهمو مسائلو تر منځ توپیر وکړي، کوم مسایل او احکام چي د شریعت له لحاظه لومړیتوب لري ، لومړی او کوم چي وروستنۍ مرتبه لري ورپسې وشمیري ، لکه چي پیغمبرانو (علیهم السلام) په خپل دعوت کي تر ټولو لومړی عقیدوي او تعبدي مسائلو ته لومړی والی  ورکړی وو او بیا يي اخلاقي او معاملاتي احکام وړاندي کړي وه، هغوی هیڅکله هم د عقیدوي او عبادتي احکامو نه مخکي د معاملاتو او اخلاقو دعوت نه دی ورکړی بلکه لومړی يې د خلګو عقیدې او زړونه له خرافاتو او اوهامو څخه سو چه کړي او د یو الله (جل جلاله) عبادت او بنده ګۍ ته یې خلګ رابللي بیا یې د هغوی اخلاق سپیڅلي کړي او په وروستنۍ مرحله کي د معاملاتو د اصلاح او سمون لپاره دعوت پیل کړی ځکه تر هغو چي عقیدې او افکار اصلاح نشي د هیڅ ډول نورو اصلاحاتو امکان نشته  نو همدا یواځنی سبب دی چي د عقیدې تنویر، سپیڅلتیا او د خرافاتو څخه د هغې سوچه کول تر معاملاتو لومړی ، ضروري او لازمي کار بلل شوی دی . 

 
داعي باید خپله بلنه د غټو، اهمو او اساسي نکاتو څخه پیل کړي.
 
مخکنۍ لیکني:
د داعي غوره والی په قران او احادیثو کي
د دعوت ارکان
د دعوت او اسلام تعریف

سرته