تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د مدرسې او طلباوو مسؤلیتونه
 
  October 9, 2014
  0

لاندنۍ مقاله په ١٩٥٤ ميلادي کال د مشهور معاصر عالم مولانا علامه ابوالحسن علي ندوي رحمة الله علیه وينا ده چي ديوبند په مدرسه کي لوستل سوې ده وروسته ديوې کوچنۍ رسالې په توګه نشر سوې ده په دې مقاله کي د دعوت او خدمت د امادګۍ لپاره بحث سوى دئ.

 مدرسه څه شي ده؟

لومړى بايد ووايو چي مدرسه يعني څه ؟ دمدرسې وظيفه څه ده؟

اصلا مدرسه دانسانيت جوړولو کار خانه ده داسي ځاى دئ چي په دې پلاز کي واسلام ته بلونکي او داسلام لپاره قربآني ورکونکي جوړيږي ، مدرسه په حقيقت کي دفکري ځواک لښکري تمويلوي او ددې ځاى څخه زيږي بيا په ټوله اسلامي دنيا کي خپريږي. مدرسه داسي کارخانه ده چي دانسان زړه او دماغ پکښي تربيه کيږي، مدرسه داسي ځاى دئ چي په نړۍ کي ټوله موجودات تر نظر  او نظارت لاندي نيسي.

دمدرسې فرمان پوره کول پر ټوله دنيا باندي لازم دئ خو پرمدرسه باندي دهيچا فرمان پوره کول لازم نه دئ، مدرسه تر يو خاص فرهنګ پوري اړه نلري چي زوړ سي بلکي مدرسه مستقيما په محمدي نبوت پوري اړه لري همدا لامل دئ چي مدرسه تر پخوانيو او نوو پلازونو غوره ده دمدرسې نشو ونما او تحرک تل پاتى دئ هيڅکله له منځه نه ځي لکه محمدي نبوت چي تل پاتى دئ..

دمدرسې مسؤليت

زما له انده دمدرسې په پرتله هيڅ داسي کلمه نسته چي تر مدرسې دي رغنده رول ولري او نه داسي ځاى سته چي په قدامت کي دي تردې په وړاندي والي او دوام تعبير وسي. زما له انده مدرسه يو ځواکمن اومستحکم ترين مرکز دئ چي دانسانيت لپاره دلابراتوار شکل لري او دانسانيت درشد ، ترقۍ ، نشو او نما لپاره غوره پلاز دئ ، مدرسه ديوه لوري دمحمدي نبوت سره اړه لري دبل لوري څه دنړۍ او ژوند سره اړه لري. 

مدرسه دنبوي ژوند دچينې څخه اوبه اخلي او دانسانيت دژوند تنده اوبوي، ښکاره خبره ده چي نبوي چينه هيڅکله نه وچيږي نو بشري ژوند هم هيڅکله دمدرسې له برکته دجهالت له امله نه تږى کيږي.
 
ديوه لوري څخه رسول الله صلی الله علیه وسلم  اواز کوي : ( انما انا قاسم والله يعطي ) يعني زه وېشونکى يم او الله جل جلاله  ورکونکى دئ. دبل لوري څخه دوزخ داسي اواز کوي ( هَلْ مِنْ مَزِيدٍ ) يعني ايا نور څوک سته چي زه يې وسوځم؟!

مدرسه داسي يو ځاى دئ چي دژوندانه دزياتو مسائلو او حوداثو دحل لپاره دتحرک منبع ده. دژوند په ټولو پړاوونو کي انسان ته لارښوونه کوي ، همدا لامل دئ چي هر کس او هر مسافر داستراحت حق لري مګر ددې مرکز دمسافر لپاره داستراحت هيڅ اجازه نسته.

بلي ! که ټوله دنيا او ټوله ژوند حرکت پرېښودئ نو مدرسه هم حق لري چي خپل حرکت پريږدي ، که ژوند او جهان په حرکت کي وي نو دمدرسې لارښووني ته اړتيا ده چي څه ډول خپل حرکت پر مخ بوزي په داسي وخت کي به نو بيا مدرسې ته څنګه توقف کول جايز سي؟!

همدا مرکز دئ چي دبشريت لپاره دنوو حوادثو په اړه نوي فرمانونه دبشريت دپرمختګ لپاره صادروي.
دمدرسې دلارښووني اوقيادت څخه بې پروايي او ليري والى دځان وژني سره برابر دئ او دبشريت سره بې وفايي ده.

دمدرسو دطالبانو او فارغانو مسؤليت

ګرانو وروڼو!  ستاسو مسؤليت ديو فوق العادة طالب العلم په عنوان مهم دئ. زما له انده هيڅوک به داسي نه وي چي مسؤليت او دنده دي يې دومره خطر لرونکې او حساسه وي. ځکه مدرسه ديوه لوري څخه دمحمدي نبوټ سره وصل ده او دبل لوري څخه دژوند سره وصل ده په دې اړه تاسو فکر وکړئ، ښه متوجه سئ چي ستاسو دنده څومره درنه ده. 

ديوه لوري څخه ډېر دنيکمرغۍ او وياړ ځاى دئ او دبل لوري څخه ډېر حساس او دروند مسؤليت مو په غاړه دئ . تاسو ډېره لويه سرمايه دعقايدو او حقايقو په واک کي لرئ. ستاسو ايمان بايد په فوق العادة ډول ډېر قوي ، راسخ او ثابت وي ، دهر ډول تذلذل او اضطراب څخه وتلى وي، په تاسو کي بآيد دومره قاطعيت موجود وي چي که ددنيا ټوله سامانونه تاسو ته وړاندي کړل سي تاسو بايد يوه ذره ددين څخه پر خرڅه نه کړئ ، ستاسو په زړونو کي بايد ددين حمايت او ملاتړ څپي وهي.

پردې لوى نعمت بآندي شکر ګذار او وياړمن واوسئ، ستاسو عقيدې بايد په پوره لياقت او معصوميت سره پر سپېڅلي قانون باندي ټينګي وي. هر هغه شي چي داسلامي اصولو سره مخالف وي هغه ته جهالت وواياست، کوم اصول او لارښووني چي اسلام يې درته کوي هغه ته ( سمعنا و اطعنا ) وواياست. همدا ډول دجاهلي او طاغوتي نظامونو په وړاندي کلک ودرېږئ.

الله جل جلاله  فرمايي:
كَفَرْنَا بِكُمْ وَبَدَا بَيْنَنَا وَبَيْنَكُمُ الْعَدَاوَةُ وَالْبَغْضَاءُ أَبَدًا حَتَّى تُؤْمِنُوا بِاللَّهِ وَحْدَهُ. (سورة ممتحنة الاية ٤)
ژباړه : موږ ستاسو څخه منکر يو زموږ اوستاسو په منځ کي دښمني او بغض ښکاره سو دتل لپاره تر هغه وخته پوري چي تاسو پر يوه الله جل جلاله  بآندي ايمان راوړئ.

تاسو بايد داسي کسان جوړ سئ چي دجهانيانو نجات يوازي داسلامي اصولو په رڼا او درسول الله صلی الله علیه وسلم  په اطاعت کي حصر وبولئ. تاسو بايد پردې عقيده سئ چي دنړۍ په ستر طوفان کي يوازي محمدي نبوت دنوح علیه السلام  دکښتۍ په څېر دئ هغه کسان نيک مرغه دي چي درسول الله صلی الله علیه وسلم  اطاعت وکړي او ددغه کښتۍ سواري ځان ته خپله کړي .
 
محـمد عربى که آبروى هـردو سـراست
کسى که خـاک درش نىستـ خـاک بر سـراو
 
تاسو بايد نبوي تعليمات تر ټولو ستر حقيقت وګڼئ او ددين سره مخالف ټول علوم فلسفه او که کوم بل فن وي يوازي خرافات او دحقيقت څخه ليري افسانې يې وبولئ.

دتوحيد حقيقت درک کړئ او ټينګ باندي ودرېږئ، (علم اصنام) په هر ډول اصطلاحاتو چي وي فلسفي او که په نورو علمي اصطلاحاتو درته څرګند سي په سپکه ورته وګورئ او د (زخرف القول غرورا) مصداق يې وبولئ ، پرسنت نبوي باندي حريصان واوسئ، دمحمدرسول الله صلی الله علیه وسلم  خيرالهدى لارښووني په عملي ډول ومنئ.

تاسو بايد دضرر رسونکو بدعتونو په بدو پايلو مطمئن سئ او په هر مهال بايد ځانونه ځني وساتئ، تل بايد دسنت نبوي داصولو مطابق خپل نظر ، فکر ، عقېده او ټول کړه وړه برابر وساتئ او په عملي ډول ځان دعملي دين نمونه ثابته کړئ. ښه ځانونه پوه کړئ يوازي ددين عملي کېدل او پرې پاتېدل بسنه نسي کولاى بلکي بايد تاسو ددې دين لپاره غوره داعيان جوړ سئ او تر خلګو پوري ددې دين رسول لازمي او ضروري کار دئ. که دعامو خلګو يقين او باور لازم وي خو کفايت کوي ستاسو يقين بايد متعدي وي چي په سلهاوو او زرهاوو خلګ ګټه ځني پورته کړي. ستاسو ايمانونه بايد عاشقانه وي او دکفر څخه داسي سخت نفرت کونکي واوسئ لکه اور ته چي غورځول کيږئ، دنورو علومو لپاره که پوهه سطحي وي کفايت کوي  مګر تاسو به په نبوي علومو کي راسخ قدم لرئ، عشق او محبت به ورسره لرئ، خلګ به په ډېر ذوق او شوق سره دې لاري ته رابولئ ، په هر قيمت به ددې علومو څخه دفاع کوئ، ښکاره خبره ده که تاسو په دغسي احساساتو بآندي ددين حفاظت ونه کړئ نو ددې دين حفاظت مشکل دئ.

باطني کيفيتونه

ګرانو طالبانو! ځانونه پوه کړئ چي نبوي ميراث پردوو برخو وېشل سوى دئ:

لومړى : علوم او احکام ، ځکه انبياؤ علیهم السلام  تر شا نه دراهم پرې ايښي دئ او نه يې دينار پرې ايښى دئ يوازي ددين علوم يې په ميراث پرې ايښي دي ، دغه علوم دقرآن ، حديث ، فقه او احکامو په شکل محفوظ دي ، دخوشالۍ ځاى دئ مدرسه ددغه علومو دخپراوي مرکز دئ.

دوهم : دا هغه صفات او ځانګړتياوي دي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  تر شا پرې ايښي دي او الله جل جلاله  ديوه نسل څخه بل نسل ته نقل کړي دي چي دلاندي شيانو څخه عبارت دي:

يقين ، اخلاص ، ايمان ، احتساب ، دالله جل جلاله  سره ارتباط ، انابت ، خشوع ، خضوع ، دعا ، ابتهال ، استغنا ، توکل ، اعتماد علي الله، درد، محبت ، عاجزي ، انکسار او داسي نور. ښکاره خبره ده چي نبوت ددغه دواړو شيانو جمع کونکى دئ لکه چي الله جل جلاله  فرمايي:

هُوَ الَّذِي بَعَثَ فِي الْأُمِّيِّينَ رَسُولًا مِنْهُمْ يَتْلُو عَلَيْهِمْ آيَاتِهِ وَيُزَكِّيهِمْ وَيُعَلِّمُهُمُ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ.... (سورة جمعة الاية ٢)

ژباړه: الله جل جلاله  هغه ذات دئ چي په نالوستو کي يې رسول ددوى له ډلي څخه لېږلي دي ، څو دده آياتونه پر ولولي ، ددوى تزکيه وکړي او دوى ته کتاب او حکمت وښيي.

که فرضا يو څوک علوم  او احکام زده کړي مګر باطني کيفيات چي پورته مو وښودل په ځان کي پيدا نه کړي  يقينا ددغه کس نيابت ناقص او نيمګړي دئ، که څه ټوله انسانان ده ته نيابت ورکړي خو دده نيابت درست نه دئ ځکه کامل نيابت په هغه صورت کي راځي چي دانسان دظاهري علومو دزده کړي ترڅنګ باطني صفات او ځانګړتياوي هم ولري هغه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  په ميراثي ډول پرې ايښي دي او بيا الله جل جلاله  ديوه نسل څخه بل نسل ته نقل کړي دي. په ياد ولرئ که تاسو داسلامي انقلاب پر مخ بېول غواړئ او  دې دين ته رشد او ترقي ورکول غواړئ نو که په تاسو کي دواړه شيان موجود نسي يعني علم او باطني صفات هيڅ امکان نه لري چي هيلي دي دبري پر لوري ولاړي سي ځکه تاسو چي وکومو بزرګانو ته منسوب ياست په هغو کي دغه دواړه شيان موجود وه. که تاسو غواړئ چي کامل نايبان جوړ سئ نو په ځان کي دغه دواړه شيان په ښه  توګه راولئ.

ګرانو طالبانو ! ښه پوه سئ! دعلم او فنونو ګلان چي معنويت ورسره نه وي داسي دي لکه کاغذي او مصنوعي ګلان هيڅ بوى نه لري او نه تازه والى لري ، حال داچي دنيا دنبوي باغ په ګلانو تازه ده او دبشري روح مشام پرې معطر دئ ددې لپاره چي حقيقت ظهور پيدا کړي او غوړېدلى باطل بېرته ټول سي.( فَوَقَعَ الْحَقُّ وَبَطَلَ مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ)

ماخذ: خپل ځان وپېژنئ
  
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته