د رانيولو وكَيْل
د رانيولو وكَيْل که خپل مُوَكِّل ته شى ور رانيسي خو د مُوَكِّل شرطونه مراعات نه کړي سودا يې پر مُوَكِّل باندي نه لازميږي ، بلکي سودا خپله پر وكَيْل لازميږي .
مثال : زيد بکر ته ووايي : د خالد هغه کرولا موټر را رانيسه .
که بکر ورته په ګوته سوې کرولا موټر ور رانياوه نو د موټر سودا پر زيد لازميږي .
که بکر په ګوته سوې کرولا را نه نيول ، بلکي د خالد بل موټر يې رانياوه نو د هغه سودا بيا پر زيد نه لازميږي ، بلکي د هغه سودا د بکر د خپل ځان د پاره ګرځي او پيسه به يې هم بکر ورکوي ، دغه رنګه ګټه او تاوان يې هم په بکر اړه پيدا کوي ، ځکه بکر د زيد يعني د خپل مُوَكِّل د امر څخه مخالفت وکړى ، هغه يو موټر ورته په نښه کړى وو چي ورته را يې نيسي خو ده پر خپل سر بل موټر ورته را نيوى .
که مُوَكِّل وكَيْل ته ووايي : تر پنځو لکو افغانيو پوري يو موټر را رانيسه .
وكَيْل په پنځه لکه او پنځوس زره افغانۍ موټر ورته رانيسي دا سودا هم پر مُوَكِّل باندي نه لازميږي ، ځکه وكَيْل ته تر پنځو لکو افغانيو پوري اختيار ورکول سوى دى خو ده تر هغه په زياتو پيسو موټر رانياوه نو د مُوَكِّل د امر څخه د مخالفت لکبله يې سودا پر مُوَكِّل نه لازميږي .
ګټور تَخَلُّف
که وكَيْل د مُوَكِّل د امر څخه دا ډول مخالفت ورکړي چي هغه د مُوَكِّل په ښکاره ګټه وي ، د مخالفت سره سره يې بيا هم تړون پر مُوَكِّل باندي لازميږي .
مثال : زيد بکر ته يو موټر په نښه کړ ورته وې ويل : دا موټر په پنځه لکه افغانۍ را رانيسه .
بکر هماغه موټر په څلور لکه افغانۍ ور رانياوه دلته که څه هم بکر د خپل مُوَكِّل يعني زيد د امر څخه مخالفت کړى دى خو دا مخالفت د مُوَكِّل په ګټه دى ، نو ځکه يې د مخالفت سره د موټر سودا پر زيد لازميږي .
ماخذ: فقه المبتدي، دریم ټوک- معاملات
مؤلف: الحاج مولوي محمد عمر خطابي حفظه الله