تازه سرليکونه
د (خاتم النبيين ﷺ) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د نبي علیه السلام محبت ولي ضروري دی؟
 
  January 18, 2015
  0

 بسم الله الرحمن الرحيم

دنبي کریم صلی الله علیه وسلم سره محبت  ولي ضروري دی؟


ليکوال: مولوي عصمت الله عزام 

نحمده ونصلی ونسلم علی رسوله الکريم  امابعد: 

په تأسف سره مو خبرترلاسه کړ چي د پرانسې سپکي مجلې پرځای ددې چي د الله پاک له لوري دشريف،سعيد او ورسره ملگري غازيانو په لاس د ورکول شوي عذاب څخه عبرت اخيستی وای، خو دوی برعکس په ډېري بې حيايۍ اوبې شرمۍ سره يوځل بيا د انسانيت د سترخيرخواه جناب محمدرسول ا لله صلی الله عليه وسلم په سترشان کي گستاخي وکړه.

په دې کارسره په حقيقت کي دوی ځانونه سپک کړل، د نبي اکرم صلی الله عليه وسلم په سترشان کي ددغسي سپکو، ذليلو، نجسواود انسان په شکل کي ترټولو بدترين مخلوق د گستاخۍ له امله فرق نه راځي.

دوی په خپل دې سپک کارسره غواړي د اسلام د مبارک دين مخه ډب کړي، کوم چي په غرب کي په تېزۍ سره په خپرېدو دی، خوبرعکس تاريخ ثابته کړې ده، چي دغسي کارونونه يوازي دا چي د اسلام مخه نه شي ډب کولای بلکي لازيات د نامسلمانو کسانو د اسلام په لور پام اوړي او تر داسي ناوړوحرکاتو وروسته لاډېر په اسلام کي داخلېږي.

لکه څنگه چي الله پاک په خپل عظيم الشان کتاب کي ددې خبري يادونه کړې ده.

يُرِيدُونَ لِيُطْفِئُوا نُورَ اللَّهِ بِأَفْوَاهِهِمْ وَاللَّهُ مُتِمُّ نُورِهِ وَلَوْ كَرِهَ الْكَافِرُونَ. (صف: ۸)

الله جل جلاله خپل رسول الله صلی الله عليه وسلم د مخلوق لپاره رحمت گرځولی اورالېږلی دی اودا د الله پاک په ټولونعمتونو کي تر ټولو ستر نعمت دی.

د الله پاک د پيغمبرصلی الله عليه وسلم سره بايد هر مسلمان تربل هرچازياته مينه ولري ځکه دا محبت د ايمان يوه برخه  او ددې محبت زياتوالي اوکمۍ د ايمان په قوت اوضعف پوري اړه لري.
که د چا ايمان قوي وي، نودده محبت به هم د نبي عليه السلام سره زيات وي او که يې ايمان کمزوری وي نو دا محبت به يې هم کمزوری وي.

لکه څنگه چي په حديث شريف کي راغلي دي عن انس عن النبي صلی الله عليه وسلم  قال:ثلاث من کُن فيه وجدَبهن حلاوة الايمان:ان يکون الله ورسوله احب اليه مماسواهما،وَاَن يُحب المرءَلايُحبه الالله،واَن يَکره اَن يرجع الی الکفربَعدَاذاَنقَذَهُ الله مِنهُ کَمَايَکرَهُ اَن يُقذَفَ فِي النَارِ ِ(رواه البخاري ص:۸ج۱ومسلم واللفظ له ص:۴۹ج۱)
 
له حضرت انس رضی الله عنه  څخه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: درې صفتونه دي چي په چاکي موجود وي، د هغې له کبله به د ايمان خوند پيداکړي: چي الله (جل جلاله) او د هغه رسول (صلی الله عليه وسلم) ورته تر نورو ټولو ډېرمحبوب اوگران وي،
 
۲:چي ديوه سړي سره مينه يوازي دالله لپاره کوي،د بل څه له امله نه وي،
۳: او چي کفر ته بېرته گرزېدل وروسته له دې چي الله پاک ترې خلاص کړ داسي بدگڼي لکه څنگه چي اورته غورزېدل بد گڼي. (بخاري،مسلم)

نو د الله پاک او د هغه درسول سره تر بل هر چا بايد ډېره وي او ددې له امله انسان د ايمان په خوند پوهېږي.

کله چي دادرجه چاته حاصله شي نوبياله دې وروسته دغه دايمان ونه مختلفي مېوې اوگڼي فائدې په هروخت کي ورکوي. همداراز د نبي صلی الله علیه وسلم سره په محبت کي ډېري زياتي فائدې  نغښتې دي چي ځيني ددُنياسره اوځيني يې هم ددين سره تعلق لري.
همداراز د نبي عليه السلام محبت دبل چاسره د محبت په څېرنه دی، چي که دچاخوښه وي محبت دي ورسره ولري اوکه يې  نه وي خوښه ،هيڅ فرق نه لري .

  د نبي عليه السلام سره محبت لازمي دی، له دې پرته څوک دايمان خاوند نه شي جوړېدلای.
 
عن أنس قال : قال رسول الله  صلى الله عليه وسلم : " لا يؤمن أحدكم حتى أكون أحب إليه من والده وولده والناس أجمعين " . رواه البخاري ص:۷ج۱ ومسلم ص:۴۹ج۱ ) .
له حضرت انس رضی الله عنه  څخه روايت  دی، چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: په تاسو کي يو تن پوره مؤمن نه شي کېدای ترڅو چي زه هغه ته دده ترپلار،دده تراولاد اوټولوخلگ زيات محبوب نه شم.!!

په عمومي توگه محبت اومينه يا د مشرانوسره کېږي، يا د کشرانو سره او يا د همزولو سره .
په دې حديث کي دغو درو درجوته اشاره شوې ځکه والد اشاره مشرانوته ده،په ولد سره اشاره کشرانوته او په والناس اجمعين کي اشاره همزولو ته ده.
 
يعني د هرمسلمان لپاره ضروري ده ، چي دده په زړه کي بايد د نبي عليه السلام مينه ترخپل ځان، خپلوکشرانو،خپلومشرانو او خپلو همزولو او ملگرو زياته وي.

د رسول الله صلی الله علیه وسلم د محبت اسباب
 
د نبي صلی الله علیه وسلم د محبت لپاره ځيني اسباب شته چي په هغوسره کېدای شي چي د انسان محبت ورسره زيات شي هغه ځيني دادي:

۱: الله جل جلاله  خپل پيغبرصلی الله عليه وسلم  په ټول مخلوق کي خوښ کړی دی څودده دين خلگوته ورسوي.
 
همدا راز الله پاک له ده څخه راضي دی او د الله پاک دده سره محبت دی. نو پر موږ باندي لازمه  ده چي د هغه چا سره محبت او مينه ولرو د چا سره چي  د الله پاک محبت وي. ځکه موږ د الله پاک بندگان يو، د بندگۍ يو مهم رُکن هم دادی، چي د الله پاک دوست به مو دوست وي او د الله پاک دُښمن به مو دُښمن وي.
 
عن النبي صلی الله عليه وسلم  انه قال: لوکنت متخذا خليلا لاتخذت ابابکر خليلا ولکنه اخي وصاحبي وقد اتخذ الله صاحبکم خليلا(رواه مسلم ص:۲۷۳ج۲)
له حضرت ابوالاحوص څخه روايت دی، چي ماله عبدالله بن مسعود رضی الله عنه څخه واورېدل چي له نبي عليه السلام څخه يې بيان کوی چي هغه و فرمايل: که زه د خليل نيوونکی وای نو ما به ابوبکر(رضی الله عنه )خليل نيولی وای، ليکن دی زما ورور او ملگری دی او يقينا ستاسو ملگری (نبي عليه السلام)الله جل جلاله په دوستۍ  سره نېولی دی!!

خليل خاص او رښتوني دوست ته ويل کېږي دا په دوستۍ کي يوه اعلی درجه ده، چي الله جل جلاله  زموږ پيغمبرصلی الله عليه وسلم ته ورکړې لکه څنگه چي يې ابراهيم عليه السلام ته هم دغه درجه ورکړې وه.

نوچي نبي کریم صلی الله علیه وسلم د الله  پاک خاص دوست او خليل دی نوموږ بايد د هغه سره ډېرمحبت ولرو ځکه د الله پاک ورسره محبت دی.

۲: نبي عليه السلام دا مرتبه ده چي تر ټولو انسانانوغوره دی. 

عن أبي هريرة قال : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم  : " أنا سيد ولد آدم يوم القيامة وأول من ينشق عنه القبر وأول شافع وأول مشفع " . رواه مسلم ص:۲۴۵ج۲).
له حضرت ابوهريره رضی الله عنه  څخه روايت دی، چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: زه د آدم(عليه السلام)د اولاد سردار يم او اولنۍ هغه څوک يم چي قبربه ترې څېري شي(يعني ترټولوړومبی به زه  د قيامت په ورځ له قبرڅخه پورته کېږم)او اولنی شفاعت کوونکی يم او اول هغه څوک يم چي شفاعت يې قبلېږي.!!

۳:  د نبي عليه السلام سره بايد موږ له دې امله هم ډېرمحبت ولرو، چي هغه ددې لپاره څو موږ ته دين راورسوي په دې لار کي ډېرتکليفونه گاللي او زغملي دي او د هغو په ترڅ کي دادی نن موږ مسلمانان  يو.

نوترالله پاک وروسته تربل هر چا د نبي عليه السلام  پرموږ باندي ډېرحق دی اوډېر لوی احسان يې راسره کړی دی، چي خپله يې هرڅه برداشت کړل خو دادی موږ ته يې دين راورسوی.
 
په دې لاره کي نبي عليه السلام هر څه وزغمل:ښکنځل ورته وشولې، ووهل شو،زخمي شو، بد ورپسي وويل شو،دليوني،جادوگراوشاعر ورباندي وويل شول، دُرواغجن ورته وويل شول، ده ته نږدې خلگوله ده څخه برائت اوبېزاري وکړه. په دې لار کي ورسره جنگونه وشول، له خپل گران وطن مکې مکرمې  څخه وايستل شو او دمقابلې لپاره يې لښکرونه ورته تيارشول.(دده مبارک لوڼي يې ور طلاقي کړې!)
داهرڅه يې وزغمل او دين يې ترموږ پوري په کامله توگه راورسوی.

داپه داسي حال کي چي ددين تربيان مخکي يې هرچاقدر اواحترام کاوو، رښتونی اوامين ورته ويل کېدل خو دی تردې هر څه تېرشواو د الله پاک ددين د بيان لپاره يې داهرڅه قربان کړل.

۴: د صحابو د اقتداء او تابعدارۍ هم دا تقاضا ده چي بايد موږ د نبي عليه السلام سره تربل هرچا زيات محبت  ولرو؛ ځکه هغوی د نبي عليه السلام سره تربل هرچا زيات محبت درلودی، ترځان، اولاداومال هرڅه ورته نبي عليه السلام محبوب وو، چي له امله  يې داسي درجې ته ورسېدل چي وروسته امت ته ددوی د اقتداءامروشو.

۵: د محبت نښه داده، چي موږ بايد د نبي عليه السلام  طريقې پلي کړو او د هغه مبارک سنت بايد د ځان لپاره تگلاره وگرځوو.

د نبي عليه السلام  د خبري او طريقې په مقابل کي بايد د بل چاخبري او طريقې ته پاملرنه ونه کړواو دده خبري ته بايد د بل چا ترخبري لومړيتوب ورکړو.

۶: د نبي عليه السلام د مبارکو ملگرو سره هم بايد مينه اومحبت ولرو اوبايد ددوی له لاري هم بېله تگلاره ونه لرو او بايد د دوی او همداراز د تابعينو، تبع تابعينو،امامانواونوروعلماووله عقيدې اونظرڅخه بېله عقيده او نظرخپل نه کړو.

۷: د محبت چي څومره عوامل دي، چي له امله يې د چا سره محبت کيږي هغه ټول په نبي عليه السلام کي موجود دي.

که مقامدی، که ښايست دی، که کمال دی، که نسب دی، که نوروته فائده رسول دي اوکه نور د غوره والي صفات.

نوبايد، چي مسلمان د نبي اکرم صلی الله علیه وسلم سره محبت اومينه ولري څو د دُنيا او آخرت  نېکمرغي مو په برخه شي.

الله جل جلاله  دي زموږ زړونه له خپل او د خپل د پيغمبرله محبته ډک کړي.
 
وصلی الله علی نبينامحمدوعلی آله واصحابه اجمعين 
 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته