تازه سرليکونه
د (خاتم النبيين ﷺ) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د سنتو اتباع!
 
  October 31, 2015
  0

 ژباړه: محمد اسماعیل مخلص


هغه مهم شی چي مؤمن مسلمان په ورځني ژوندانه کي بايد ډېره زياته پاملرنه ورته وکړي او په ټولو حركاتو، سكناتو، خبرو او کارونو کي عملي يې کړي، د نبي کريم  صلی الله علیه وسلم  سنت  عمل دی. تر داسي حده، چي ټوله ژوند د رسول الله  صلی الله علیه وسلم  پر سنت باندي له سهار څخه تر ماښامه پوري جوړ کړي.

ذوالنون مصري  رحمة الله علیه  ويلي دي: ((د الله  جل جلاله  سره د محبت د علامو څخه دا ده، چي انسان د نبي کر يم  صلی الله علیه وسلم  متابعت په هر کار،  وينا، اخلاقو،امرونواوپه ټولو سنتو کي وکړي.) 

الله  جل جلاله  فرمايي: ﴿قُلْ إِنْ كُنْتُمْ تُحِبُّونَ اللَّهَ فَاتَّبِعُونِي يُحْبِبْكُمُ اللَّهُ وَيَغْفِرْ لَكُمْ ذُنُوبَكُمْ وَاللَّهُ غَفُورٌ رَحِيمٌ ﴾ [آل عمران:۳۱] 
ژباړه: ورته ووايه، ای رسوله! صلی الله علیه وسلم  که تاسو د الله  جل جلاله  سره محبت کوونکي ياست، نو زما (رسول صلی الله علیه وسلم ) متابعت وکړئ. الله  جل جلاله  به محبت درسره وکړي او ستاسو ګناهونه به وبخښي او الله جل جلاله غفور او رحيم ذات دی.

حسن بصري رحمة الله علیه  فرمايلي دي: د نبي  کریم علیه الصلاة والسلام  د سنتو سره متابعت کول د الله  جل جلاله  سره د محبت علامه ده.

له همدې  امله د مؤمن مقام د نبي  کریم علیه الصلاة والسلام  د سنتو د پيروۍ او متابعت پر اساس معلومېږي. که يو مسلمان هر څونه د نبي کریم علیه الصلاة والسلام  سنتونه دخپل ژوندپه چارو کي عملي کړي، نو د الله جل جلاله  په نزد به د لوړي مرتبې او درجې مقام ولري. 

دا لنډ بحث مي په مسلمانانو کي د رسول الله  صلی الله علیه وسلم  د سنتو د راژوندي کېدو په خاطر راجمع کړ.

 اې مسلمانه، فکر وکړه! که چېري زموږ څخه يو څه اندازه پيسې ورکي سي، نو به څومره غمجن او ناکراره سو او د هغه د پيداکولو دپاره به څونه کوښښونه وکړو؟ دا چي د نبي  کریم علیه الصلاة والسلام  څونه بې حسابه سنتونه زموږ په ژوند کي  راڅخه پاته سوي دي؛ ايا د هغوی د عملي کولو دپاره مو په خپل ژوند کي کوښښ کړی دی ؟! 

د هغه ګناهونو څخه چي موږ په ورځني ژوندانه کي په مشغوله يو، موږ داسي حالت ته رسېدلي يو، چي د نبي کریم علیه الصلاة والسلام  تر سنت راته درهم او دينار ډېر د عزت وړ ګرځېدلي دي. که خلګو ته وويل سي، چي که چا د نبي  کریم علیه الصلاة والسلام  يو سنت عملي کړ، نو هغه ته به دومره اندازه پيسې ورکړو. په داسي حال کي به ووينی، چي په دې وخت کي مسلمانان د سنتو د عملي کولو دپاره د خپل ژوندانه په چاروکي څونه کوښښونه کوي، چي عملي يې کړي؛ ځکه د هر سنت پرعملي کولو باندي ده ته پيسې ورکول کېږي. ستا به دا مال په څه درد وخوري، چي کله دي په قبر کي کښېږدي او خاوري درباندي واچوي؟ الله  جل جلاله  فرمايي: 

﴿ بَلْ تُؤْثِرُونَ الْحَيَاةَ الدُّنْيَا وَالْآخِرَةُ خَيْرٌ وَأَبْقَى ﴾ (الأعلى: ۱۶-۱۷)
ژباړه:  مګر تاسي د دنيا ژوند ته لومړيتوب ورکوی؛ په داسي حال کي چي آخرت بهتره او همېشه دی.

په دې بحث کي مو له سنتو څخه موخه هغه سنت دي، چي کوونکی يې د ثواب مستحق ګرځي او پر پرېښوونکي يې عذاب نسته. دا هغه سنت دي، چي په ورځ کي په تکراري ډول د هر انسان مخ ته راځي او په موږ کي هر يو کولای سي چي هغه تر سره کړي.

په تحقيق سره که چېري هر انسان د خپل ژوندانه په ورځنيو چارو کي د نبي  کریم علیه الصلاة والسلام  د سنتو پر عملي کولو باندي کوښښ وکړي، بېشکه چي هغه به په خپل ژوندانه کي په زرګونو سنتونه عملي کړي وي. له  همدې امله د نبي  کریم علیه الصلاة والسلام  د سنتو د عملي کولو له پاره دا يوه اسانه لاره ده، چي تقريباً په ورځ کي زرو سنتونو ته رسېږي.

که چېري يو مسلمان په ورځ او شپه کي د زرو سنتونو پر عملي کولو کوښښ وکړي، نو په مياشت کي به دېرش زره سنتونه سي. هغه چا ته وګوره، چي په دغه سنتو خبر نه دی او يا يې هم عملي کړي نه دي. هغه به څونه درجې اونېکۍ له لاسه ورکړي وي او په تحقيق سره به ورڅخه محرومه وي.

 

د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سنتونو د عملي کولو فايدې:

 

 

 


۱. د الله  جل جلاله  د محبت و درجې ته رسېدل او د الله جل جلاله  محبوب ګرځېدل.
۲. د هغه تاوان پر ځای به ودرېږي، چي ده په فرايضو کي کړی وي.
۳. د بدعت له واقع کېدلو څخه به پاک (خلاص) وي.
۴. د سنتو عملي کوونکی به د الله  جل جلاله  د شعائرو په عزت کوونکو کي حساب سي.
 
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۱۳ ګڼه
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته