تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
نیک سړي ته د یوه ځوان شکایت
 
  April 29, 2016
  0

 ډاکټر: خ. وفا افغان

یو ځوان یو نیک سړي ته ورغلی او ورته یې وویل چي زه ځوان یم، خواهشات مي زیات دي، په ښار کي ښځو ته له کتو څخه ځان نه سم ساتلی، زه څه وکړم ؟

ځوان ته، سړي له شیدو داسې ډکه پیاله ورکړه چي له تو ییدو یې ووریدو او ورته یې وویل چي د ښار په منځ کي ولاړ سي او دغه پیاله به فلاني ځای ته ورسوې خو چي شیدې درته نه توی نه شي!

نیک سړي په خپلو شاګردانو کي یو تن ته دنده وسپارله چي ورسره ولاړ شي او ورته یې وویل چي که شیدې ترې تویی شوې نو د خلکو به وړاندې دې ځوان ووهي.

ځوان ولاړ او شیدې یې ټاکلي ځای ته ورسولې او یو څاڅکی هم ترې توی نه شوې او بېرته نیک سړي ته راغی.

نیک سړي ترې پوښتنه وکړه: څومره ښځي دې په لاره ولیدې ؟

ځوان ځواب ورکړ: ښاغلیه! خوا وشا مي هیڅ نه دي لیدلي، وریدم چي هسې نه شیدې رانه توی شي او ووهل شم او د خلکو په وړاندې رسوا شم.

لارښود سړي ورته وویل: د مسلمان حال باید تل همداسې وي، مسلمان باید د ګناه کولو پرمهال له خدایه او د قیامت په ورځ له رسوایی څخه ووریږي. 
 
 
 

سرته