تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ته لسم دوږخي یې!
  تعلیم الاسلام
  September 17, 2017
  0

 لیکوال : نثار احمد صمد، کاناډا

حضرت ابی بن کعب رضي الله عنه روایت کوي چي د رسول الله  صلی الله علیه وسلم  په مبارک عصر کی دوو کسانو خپله خپله نسب نامه ( شجره ) بیان کړه . لومړني دوهم ته داسی وویل : زه فلانی بن فلانی یم ، ته څوک یې ؟

 
رسول الله  صلی الله علیه وسلم  وفرمایل :د موسی علیه السلام په زمانه کي دوو کسانو خپله خپله نسب نامه بیان کړه . یو کس ( په افتخار سره ) وویل چي زه فلانی ابن فلانی یم..... هغه تر نهو نیکونو پوري وشمیرل . وروسته یې هغه بل ته وویل چي ستا مور دي ومري ، ته څوک یې ؟ دا بل ځواب ورکړ چي زه فلانی ابن فلانی ابن اسلام یم . وروسته الله تعالی موسی علیه السلام ته وحي راولیږله چي دغه دواړه داسي مخاطب کړه : لومړني ته ووایه چي اې هغه شخصه چي خپل نهه نیکه ګان دي ( د فخر په توګه ) یاد کړل ، هغوی نهه واړه په دوږخ کي دي او ته دوږخ ته د هغوی سره لسم نفر یې چي ځې به . او دوهم شخص ته ووایه چي اې تر دوو پښتونو پوري حسابونکې ! هغوی دواړه په جنت کي دي او ته د هغوی سره جنت ته درېیم داخلېدونکی انسان یې. ( شعب الایمان للبیهقی : ۴۷۶۵ نمبر حدیث ) .
 
هو ، موږ خو ځانو ته ښه مسلمانان وایو ، خو که د دغه نبوي حدیث له مخي قوم پالنه ،

 ملیت پالنه ، ځانپالنه او نسب پالنه وکړو ، نو آیا پوره او صحیح مسلمانان به یو ؟ راسئ چي په خپل ګرېوان کي وګورو او وجداناً و ارزوو چي دغه قوم پالني او نسب پالني عملأګټه را رسولې ده که زیان ؟! آیا قوم پالني او نیکه پالنی عملأ د اسلام آن تمدن څخه لیري کړي نه یو ؟ د بې اتفاقۍ او تربورګلوۍ په اور یې نه یو سوځولي ؟ کلونه کلونه حتی پیړۍ پیړۍ یې تر هر چا وروسته  پاته کړي نه یو ؟!
 
 
دا لا څه ، رسول اکرم صلی الله علیه وسلم وفرمایل: زموږ څخه نه دئ هغه څوک چي خلګ قوم پالني ته راوبولي . او زموږ څخه نه دئ هغه څوک چي پر قوم پالني باندي جنګ وکړي  او زموږ څخه نه دئ هغه څوک چي پر قوم پالنی باندي مړ سي ( سنن ابی داود ، باب فی العصبیة ، حدیث نمبر ۵۱۲۳)
 
 یعني څوک چي په اسلام کي قوم پالنه ترویجوي ، په خلکو کي د قومیت او نسب پر بنیاد تقسیم او بیلتون راولي ، قومیت ته پر شریعت ترجیح ورکوي ، د خپل قوم پر سر د خلکو سره شخړه او جنګ کوي ، قومي معیار د شرافت او اصالت معیار ګڼي ، ځان د قوم په خاطر تر نورو خلکو اصیل او بهتر بولي ، او په داسي حال کی مړ سي چي د قومیت پورتنۍ مفکوره ورسره وي نو دغه انسان ته رسول الله  صلی الله علیه وسلم  وایي چي « زموږ څخه نه دی » ! د قومي مراعات کول، او پرقومي باندي جنګ کول، د قومي په خاطر یو سړئ پر بل سړي اصیل ګڼل، په ټولو شیانو کي قومي ته اعتبار ورکول، او همداسي نور چي د قومیت په خاطر کیږي ، ټول د پورتني حدیث له مخي غیر اسلامي او ناروا دي .
 
یو چا یوه ورځ په ډیر فخر سره وویل : « زه د دوه نیم سوو کالو راهیسی افغان یم ، د ۱۴۰۰ کالو راهیسی مسلمان یم ، خو د پنځو زرو کالو راهیسی پښتون یم » !! دلته پښتون توب د ویني د تړاو له مخي د انتقاد وړ نه دی بلکی د اسلام څخه پښتون توب ته لومړیتوب او ترجیح ورکول اصلي باریکي ده. پورتني حدیثونه د همداسي ترجیح پر خلاف دي نه د ویني او نسل د تړاو پر خلاف . د پښتون بلني او پښتون پالني خبره اصولأ غلطه نه ده او تر هغه حده صحیح ده چي د اسلام له چوکاټه و نه وځي ، خو که پښتون ګلوي تر اسلام واوړي نو دا اصلأ اسلام په باک نه راوړل او شا ور ګرځول دي. 
 
سیکولران ، منافقان ، کمونیسټان او نا مسلمانه افغانان په ښکاره یا پټه همدا لاره مخته
 وړي او نور ساده ، بې خبره او صادق پښتانه د خپلو شومو هدفونو ښکار ګرځوي . خو الله تعالی صریحأ فرمایي چي ما قوم ، ملت او قبایل د دې لپاره نه دي پیدا کړي چی پرې وویاړﺉ بلکي د دې لپاره دي چی یو بل سره وپیژنئ او په تاسو کي تر ټولو ښه مسلمان او پر ما ګران هغه څوک دی چي قوم پرسته نه بلکي متقي او پرهیزګاره وي ( الحجرات : ۱۳ ).
 
 
نو آیا ښه به نه وي چي په قرآن او حدیث پوره عمل وکړو ، نه په قوم پالنه او نسب پالنه ؟ قوم پالني تر ننه څه ګټه رارسولې ده ؟ نور نو باید پوه او متوجه سو چي قرآن او حدیث به هر څه راکړي خو قوم پالني او نسب پالني هیڅ هم نه دي راکړي او نه به یې راکړي .
 
منبع : د لیکوال اثر ( اخلاقی کنایې ، درېیم جلد ، ناچاپه )
 
 
 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته