تازه سرليکونه
د (خبرتياوي) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
تعلیم الاسلام مجله ۱۵ ګڼه چاپ سوه
  تعلیم الاسلام
  April 30, 2015
  0

 

الحمد لله د تعليم الاسلام مجلې پنځلسمه ګڼه نن له چاپه راووته، مينه وال کولای سي د تعليم الاسلام راډیو له دفتر څخه يې تر لاسه کړي او خپل معلومات نور هم زيات کړي.

 
د تعليم الاسلام مجلې پرلپسې پنځلسمه ګڼه په لوړ کيفيت او زيات تېراژ له  چاپه راووته.
 
دا مجله پر مختلفو اسلامي، علمي، تعلیمي، تربیتي، تحقیقي او نورو ګټورو لیکنو او شعرونو مشتمله ده. د مجلې یوه ځانګړتیا دا ده چي د ټولني د هري طبقې لپاره لیکني لري. 
 
مینه وال کولای سي د تعلیم الاسلام مهالنۍ مجلې نوې (۱۵) ګڼه د تعليم الاسلام راډيو له دفتر او په کندهار کي د شهيدانو چوک او ارګ بازار د قرطاسيه پلورنځيو څخه په ارزانه قیمت لاس ته راوړي.  
 
 تعلیم الاسلام مهالنۍ مجله ددې ادارې یوه مهمه څانګه ده چي تر اوسه یې الحمدلله ۱۵ ګڼي چاپ سوي دي او په زیاته کچه مېنه وال لري.
 
ضروري یادونه: تاسو کولای سی خپلي اسلامي، علمي او نوري ګټوري لیکني او یا هم ژباړي همدې مجلې ته د لاندي ایمیل ادرس د لاري راولېږی:
 
[email protected]
[email protected]
 
د یادوني وړ ده چي لنډي، جالبي او ګټوري لیکني ته د نشرېدو حق اولیت ورکول کیږي.
  
جزاکم الله خیرا
 
اداره
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته