تازه سرليکونه
د (نيکمرغه مېرمن) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
میرمن څوک ده؟ (جالبه قصه)
 
  May 2, 2015
  0

 ژباړه: محمد اسماعیل شهاب


يوه بزرګ ته يوکس د خپلي مېرمني عيب بيان کړی، نو هغه بزرګ ورڅخه وپوښتل: ستا د کالو مينځونکی څوک دی؟ هغه وويل: زما مېرمن.

ستا اشپز څوک دی؟ هغه وويل: زما مېرمن.

ستا د کور او مال چوکيدار څوک دی؟ هغه وويل: زما مېرمن.

د خپل مور او پلار کور پرېښودل او د عمر ترپايه څوک ستا ملګری سوی دی؟ 
هغه وويل: زما مېرمن.

د پرېشانۍ او غم په وخت کي تا ته تسليت څوک درکوي؟ هغه وويل: زما مېرمن.

کله چي ته ناروغه سې نو ستا خدمت څوک کوي؟ هغه وويل: زما مېرمن.

بزرګ پوښتنه ځني وکړه چي ستا مېرمن ددې ټولو کارونو مزدوري ستا څخه غواړي؟ هغه وويل: یا.

بزرګ وفرمايل: ستا د مېرمني یوه عیب ته دي څنګه ژر پام سو خو  د هغې دومره ښېګڼي او احسانات دي نه در په يادېږي!


ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۱۴ ګڼه
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته