تازه سرليکونه
د (اسلام او ساينس) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
قران او ساینس - د سانیس پوهانو په اند
 
  May 9, 2015
  0

قران او ساینس

 د قرانکريم پر حقانيت د غير مسلمانو ساينس پوهانو شاهدي

 

لیکنه: مولوي عبدالغفار جبیر
 
1 : کيت ايل مور:(Professor Keith L. Moore)

ډاکټرکیت ایل مور چي د امریکا اوکاناډا د تشریح الاعضاء (Anatomy) پخوانی مشر وو، او په ۱۹۹۴ کال کي ئې په همدې برخه کي د (جې، سي بي ګرانټ) جایزه هم ترلاسه کړل او په همدې برخه کي ئې ډېر خدمتونه هم کړیدي، وایي:

زه د ډېروخت راهیسي د سعودي عربستان په جده په العزیز پوهنتون کي پرجنین پوهنه (Embryology) باندي د سنتو په رڼا کي کار کار کوم زه ډېر ورته حیران سوم چي ۱۴۰۰ کاله مخکي څنګه د جنین پوهنې په اړه خاتم الانبیاء صلی الله علیه وسلم کوم معلومات ورکړي وه او اوس هک پک هغه موږ څیړو او حال دا چي په هغه وخت کي ددې علم په هکله هیچا معلومات نه درلودل اونه هم تصور کېدای سوای، هغه څه چي زه وایم دا ډېر ښکاره دي.

ده په مصر کي په یوه کانفرنس کي یوه مقاله ولوستل او داسي ئې پکښې لیکلي وه:

زه د قرانکریم معلوماتو د جنین پوهنې په اړوند ډېر خوښ کړم چي څومره ښکلي مراحل او کره معلومات پکښې دي، او زما  لپاره د نورو معلوماتو د راټولو لپاره سرچینه سول، او زه دا منم چي دا احکامات و خاتم الانبیاء حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ته د وحي په ډول سره راغلي دي، دا ځکه چي له ده څخه وروسته ترڅو پېړیو پوري لا ساینس پوهان په دې هکله په هیڅ نه پوهېدل.

د ساینس د ترقۍ له کبله جنین پوهنه نوره پېچلې سوه، او پېچلې ده، او کوم اصطلاحات چي په قران کریم او سُنت نبوي صلی الله علیه وسلم کي ذکرسوي دي، هغه ډېر ساده، او جامع  دي، چي ددې علم بنسټ ئې جوړ کړی هم دی او زه ددې سره پوره موافق یم.

د تیرو څلورو لسیزو راهیسي ددې علم بنیاد ښکاره سوی دی، او حال دا چي په قران کریم کي ددې علم بنیاد په ۷ عیسوي پېړۍ کي ایښودل سوی وو.

۲ : پروفيسرارمسټرانګ (Professor Armstrong) 

پروفیسرارمسټرانګ د امریکا په فضايي څېړنیز مرکز (NASA) کي کار کاوی، او د کنساس په پوهنتون کي د فلکیاتو استاد هم  وو.

د پروفیسر ارمسټرانګ څخه ډېري پوښتني وسوې، چي یوه پوښتنه دا وه :

همدا اوس چي کوم نوي الات او فضایی بېړۍ تاسي لری او پکښي تللي یاست او دا فلکیات مو خپله مشاهده کړي دي، تاسي څه نظر لري چي کوم ایاتونه ۱۴۰۰ کاله مخکي د فلکیاتو په هکله څه ویلي دي دا څنګه پرتله کوئ؟
ددې سوال جواب په داسي لنډ وخت کي څه مشکل کار دی، دا ځکه چي وخت ته پوره اړتیا لري، زه په دې حیران یم چی ۱۴۰۰ کاله مخکي وړاندویني او زما اوسني مشاهدات څنګه پرتله کړم، خو حقیقت دا دی چي دا هر څه سره ورته دي! او دا هم درته وایم چي زه څه وایم هغه ډېر روښانه دي.

۳ : پرفيسروليم هې (Professor William Hay)

ولیم هې د امریکا د کلوراډو د پوهنتون د سمندر پوهنې (Oceanology) پروفیسردی.

ولیم هې د امریکا د سمندر پوهنې یو مشهوره پروفیسر دی، دی بیا په ټولو کي مشوره او د لوړمقام څښتن دی، شیخ عبدالمجید زنداني د یم یو عالم د هغه څخه د سمندر د سطحي، لوړي ژوري، د سمندرو پرمینځ واټنونه، د سمندر ځمکه او داسي نوري پوښتني وکړې چي ولیم هې ئې په جواب کي وویل: 

و ماته دا ډېره په زړۀ پوري ده چي کوم معلومات په قران کریم کي شته هغه معلومات زما لپاره د ټولو نورو معلومات سرچینه سول؛ او د قران کریم معلومات  د سمندر په هکله ډېر نوي، هېښونکي او په زړۀ پوري دي.
او زه دا تصدیق کوم چي قران کریم یو الهی کتاب دی، دا ځکه چي په هغه وخت کي دا ایاتونه په داسي وچ دښت کي نازل سویدي چي هیڅ سمندر هلته نه وو، او په دې علم کي تر ډېر وخته پوري موږ واقف نه وو.

۴ : پرفيسر دُرجاراو (Professor Durja Rao)

پروفیسر دُرجاراو چي په شاه عبدالعزیز پوهنتون کي د سمندر د مځکي پوهني استاد وو، او شیخ عبدالمجید زنداني د قراني ایاتو د حقانیت په هکله ورڅخه وپوښتل:

تاسي په قران کریم کي د ساینسي معلوماتو په هکله څه وایاست؟ او حال دا چي امام الانبیاء صلی الله علیه وسلم ۱۴۰۰ کاله مخکي په دې پوهیدی تاسي د قران کریم پرتله د نوي ساینس سره څنګه کوي؟

جواب: دا د هر شي په هکله چي په قران کریم کي معلومات ورکول سوي دي په پوره تفصیل سره، ودې ته هر څوک حیران سي، اودا کېدای سي چي په هغه وخت کي انسانانو په څه شیانو کي څه محدود علم درلودی، او قران کریم هرڅه داسي په تفصیل سره بیان کړیدي چي دا د انساني عقل او پوهي  څخه لوړ دي، او زه دا منم چي قران کریم د مافوق الفطرت د یوې سرچیني څخه راغلی دی.

۵ : پروفيسر سياويدا (Professor Siaveda)

پروفیسرسیاویدا د جاپان د سمندر د ځمکپوهنې(جیولوجي) تجربه کاره او نامتو پروفیسر دی.

شیخ زنداني په یوه ځانګړي ملاقات کي ورڅخه ډېري پوښتني د قران کریم د حقانیت په هکله وکړې، چي د غرو، سمندرو، د غرو د جوړښت او د مځکي پرمضبوطوالي باندي مشتملي وې، او یوه پوښتنه ئې دا  ور څخه وکړل:
 د کایناتو هغه پټ راز چي اوس ساینس پوهانو پیداکړی دی، اوهغه ۱۴۰۰ کاله مخکي په قران کریم اوسنت نبوي صلی الله علیه وسلم کي موجود وو تاسي ورته په څه نظر ګوری؟

جواب: زه په دې باور یم چي دا هرڅه د پټو رازونو نه ډک او د پوره یقین وړ دي، تاسي چي هر څه وایاست هغه ټول یقیني اوحق دي، او دا کتاب (قران کریم) له ټولو کتابو څخه امتیاز لري، او زه درسره موافق یم.

۶ : پروفيسر تيجاتت تيجاسن (Professor Tejatat Tejasen)

پروفیسر تیجاتت تیجاسن د تایلینډ په چیانګ مائي پوهنتون کي د تشریح الاعضاء (اناتومي) پروفیسردی.

پروفیسر تیجاسن د قران کریم او جنین پوهنې د مختلفو مقالو مطالعه وکړل، ده څلور ورځې د مسلمانانو او غیرمسلمانانوسره په دې هکله خبري وکړې، د سعودي عربستان په ریاض کي ئې په اتم سعودي میډیکل کانفرانس کي داسي وویل :

د تیرو درې لسیزو راهیسي زما لیوالتیا د قران سره زیاته سویده، کومي مطالعې چي ماکړیدي دا درته ویلای سم چي ۱۴۰۰ کاله مخکي چي قران کریم د کوم شي بیان کړیدی هغه ټول حق دي؛ او د قران هره خبره د ساینس یو بنسټ دی، چي ددې حقیقت څخه هیڅوک سترګي نسي پوټولای، محمد صلی الله علیه وسلم که څه هم  په لیک او لوست نه پوهیده خو بیا هم ئې د داسي پوره هستۍ داسي ښکلي پېغامونه ئې و خلکو ته ورسول چي هغه ددې ټوله کایناتو پیداکوونکی دی، چي هغه  ته الله وایي.

زما لپاره دا اړینه ده چي کلمه د (لا اله الا الله محمد رسول الله) ووایم.

پروفیسر تیجاسن دا کلمه وویله او مسلمان سو، او ده په پای کي زیاته کړل چي ودې کانفرنس ته تر کلمي ویلو څخه ماسوا بل قیمتي شی مانه دی راوړی.

۷ : پروفيسر يوشيدی کوسن (Professor Yushidi Kusan)

پروفیسر یوشیدی کوسن د جاپان د رصدګاه مشر دی.

شیخ عبدالمجید زنداني د پروفیسر څخه د اسمانو د پیدایښت، د ځمکي او اسمانو

 ترمینځ تعلق، او د داسي نورو معلوماتو په هکله ډېر قراني ایاتونه ورته وړاندي کړل؛ چي وروسته پروفیسر یوشیدی کوسن ورته په دې حیران سو چي قران کریم د اسمانو او کایناتو په هکله داسي معلومات ورکړیدي، چي هغه دده د مشاهداتو سره پوره سمونخوري، او د قران کریم هر څه ډېر واضح او روښانه دي.

موږ چي کله د فلکیاتو په هکله معلومات وځانته حاصلوو، هغه ډېرمحدود او نیمګړي دي، دا ځکه چي دا پراخه کهکشان او فضاء لیدل په دوربین کي هیڅ امکان نلري، او موږ ئي پر یوه ډېره وړه برخه  باندي پلټني کوو او بس، او د قران کریم معلومات د اسمانو او نورو لوړو کائیناتو په اړه باندي ډېر په تفصیل سره دي، چي په راتلونکي کي به د قران کریم دا ایاتونه زموږ لپاره پوره لاره پرانیځي.

۸ : پروفيسر ايلفريډ کرونر (Professor Alfred Kroner)

پروفیسر ایلفریډ کرونر د جرمنی (المان) د مینز(Mainz) د پوهنتون د جیولوجي د علم یونامتو او وتلی پروفیسر دی.

پروفیسر کرونر په نړیواله سطحه سره یو منلۍ استاذ دی، دی د ساینس په نړۍ کي په دې باندي ډېر شهرت لري چي یو ئې عملي کار ډېر کړیدی او بل دا چي پر نورو باندي تنقیدونه ډېر کوي، کله چي د زنداني سره مخامخ  سو نو هغه ډېر ایاتونه او احادیث ورته وړاندي کړل او وروسته ئې داسي وویل :

زه د محمد صلی الله علیه وسلم په دې معلوماتو درلودلو سره ډېر حیران یم چي یو څو پېړۍ مخکي ساینس پوهانو د عصري تجهیزاتو په درلودلو سره وتوانیدل چي څه ناڅه په پوه سي او دی صلی الله علیه وسلم ۱۴۰۰ کاله مخکي په خبر وو. د پوره توجه خبره خو لا داده، چي دی په هغه وخت په هستوي علم (نیوکلیر فزیکس) باندي هم خبر وو، چي په هغه وخت کي پر ځمکه باندي هیڅوک ورباندي نه پوهیدی او د قرانکریم سرچینه ضرور د اسمانوڅخه ده.

که چیري د قرانکریم ایاتونه او د ساینس حقایق د مځکي د پیدایښت په اړه سره پرتله کړو، نو دا به وویل سي چي دواړه یو شانته دي، او د دوی اصطلاحات سره موافق دي. او که په ساده ژبه سره ووایم نو قرانکریم د ساینس یو پوره مکمل کتاب دی، چي په راتلونکي کي به د هغه هر ایات نوي ساینس ثابت کړی.

۹ : پروفيسر جيرالډ سي جيوئرنګر (Professor Gerald C Goeringer)

پروفیسر جیرالډسي د امریکا د واشنګټن ډي سي د جورج پوهنتون د ژونکو د ژوند پوهني(Cell Biology)، د جنین پوهني د طب (Medical Embryology) پروفیسر اومرستیال (Coordinator) دی.

کله چي شیخ زنداني ورسره ولیدل نو ورڅخه ئې وپوښتل چي د جنین پوهني په علم کي تاسي څه نښانې لری؟ ایا د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په وخت کي هم د جنین پوهني څه متن شتون درلوی؟ شیخ دا هم ورته وویل چي د جنین چي کومي مرحلې دي هغه په  دې ډول سره په قران کریم کي شتون لري.

د ډېرو بحثو څخه وروسته هغه د سعودی په اتم طبي کانفرنس کي داسي وویل:

په قرانکریم کي چي کومه تشریح د نراو ښځي د جوړه کېدو څخه وروسته د جنین پیدایښت دی، او د هغه ټولي دورې او مرحلې په پوره تفصیل سره بیان سویدي، له دې څخه اضافه تشریح ناشونې ده، او د قرانکریم ټول اصطلاحات داسي په تفصیل سره دي چي څه موده مخکي هیڅوک ورباندي نه پوهېدل. په قران کریم چي څومره تفصیل سویدی ددې تفصیل پوره معلومات به په راتلونکو څو پېړیو کي وسي، دا ساینس پوهان لاهم د قرانکریم په ډېر پټو رازونو نه پوهېږي.

زیاتوني:

۱۰: پروفیسر اي. مارشال جوهنسن (Professor E. Marshall Johnson)
 
پروفیسر مارشال جوهنسن د امریکا د توماس جفرسن پوهنتون د اناټومي یا علم التشریح او مترقي بیالوژي افتخاري پروفیسر دی چي ۲۲ کاله د علم التشریح Anatomy پروفیسر پاته سوی دی. ددې ترڅنګ د څو نورو علمي او تحقیقي ادارو غړی او مشر وو تر ۲۰۰ يې زیات کتابونه تالیف کړي دي. د سعودي په اووم طبي کنفرانس کي یې د خپلو تحقیقاتو په نتیجه کي داسي وویل:

خلاصه: قران کریم نه یوازي د جنین د بهرنۍ ودي او تکامل په اړه وضاحت کوي بلکي د داخلي مراحلو پر تشریح يې هم ټینګار کوي. د جنین د جوړېدو او تکامل پر داخلي مرحلو بحث کوي. دا پر هغو سترو واقعاتو بحث دی چي ساینس صرف په اوسني نژدې عصر کي پېژندلی دي.

د نورو معلوماتو لپاره تاسي ګران لوستونکي کولای سی چي په (ايا بايبل د الله کتاب دی؟) وګوری، په دې کتاب کي (قران کریم د غیرمسلمو په اند) ترسرلیک لاندی د ډېرو نړیوالو، وتلو او مشهورو ساینس پوهانو، سیاست والو، اومذهبي علماء خپلي لیکني لوستلای سی.

 
 
 
یا رب لک الحمد کما ینبغی لجلال وجهک وعظیم سلطانک
 
 په انګلیسي ژبه د همدغو ساینس پوهانو ویناوي دلته کلیک کړئ: Scientists Comments
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته