تازه سرليکونه
د (اسلام او ساينس) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
خرما په اسلام او ساینس کي
  تعلیم الاسلام راډیو
  February 28, 2022
  0

 

لیکنه: عبدالغفار جبیر

ولي روژه مات په خُرما سره کول؟

فخرالموجودات صلی الله علیه وسلم روژه مات په خُرما سره او په اوبو سره فرمایلې دی، دا چي خُرما څومره ارزښت لري ویوه انسان ته او ولې نبي کریم صلی الله علیه وسلم ورباندي ټینګار کړیدی دابه څه وروسته جوته سي۔ اوس دلته موږ غواړو چي خُرما په قرانکریم، احادیثو او ساینس کي وڅېړو:
 
خُرما په قران کي:
د خُرما بیان په قرانکریم کي ډېر  مختلف ځایونه راغلی دی چي لړلیک ئې په داسي شیان سره دی:
 
وَهُوَ الَّذِي أَنْشَأَ جَنَّاتٍ مَعْرُوشَاتٍ وَغَيْرَ مَعْرُوشَاتٍ وَالنَّخْلَ وَالزَّرْعَ مُخْتَلِفًا أُكُلُهُ وَالزَّيْتُونَ وَالرُّمَّانَ مُتَشَابِهًا وَغَيْرَ مُتَشَابِهٍ. (الانعام (۱۴۱)
او دی هغه ذات دی چي هسک کړل سوي باغونه او غیرهسک کړل سوي باغونه ئې پیداکړیدي او د خُرماو باغونه اوکښتونه ئې دبېلابېلو میوو سره او زیتون او انار چي سره مشابه او غیرمشابه وي پیداکړیدي.
 
وَمِنَ النَّخْلِ مِنْ طَلْعِهَا قِنْوَانٌ دَانِيَةٌ. (الانعام ۹۹)
او له خُرما څخه د هغه له غوټۍ څخه (دهغه د زیات حاصل له کبله) ځمکې ته نژدې وږی را باسو.
 
وَاضْرِبْ لَهُمْ مَثَلًا رَجُلَيْنِ جَعَلْنَا لِأَحَدِهِمَا جَنَّتَيْنِ مِنْ أَعْنَابٍ وَحَفَفْنَاهُمَا بِنَخْلٍ وَجَعَلْنَا بَيْنَهُمَا زَرْعًا. (الکهف ۳۲)
اودوی ته د دوو سړیو بېلګه بیان کړه چي یوه ته مود انګورو دوه باغونه ورکړل او هغه مو د خُرماو په ونو سره چاپېره کړل، او ددغو دواړو ترمینځ مو کښت پیداکړ.
 
وَالنَّخْلَ بَاسِقَاتٍ لَهَا طَلْعٌ نَضِيدٌ . (سورت ق ۱۰)
او د خُرماوو دنګي دنګي ونې مو پیداکړیدي چي له هغو له میوو ډک وږي یو پر بل پراته دي.
 
فِيهَا فَاكِهَةٌ وَالنَّخْلُ ذَاتُ الْأَكْمَامِ. (الرحمن ۱۱)  
په هغې کی (بېلابېلې) میوې او د خُرماو غوټۍ لرونکي ونې دي.
 
فِيهِمَا فَاكِهَةٌ وَنَخْلٌ وَرُمَّانٌ. (الرحمن ۶۸)
په هغو کي هر ډول خوندوري میوې او خُرما او اناردي
 
يُنْبِتُ لَكُمْ بِهِ الزَّرْعَ وَالزَّيْتُونَ وَالنَّخِيلَ وَالْأَعْنَابَ وَمِنْ كُلِّ الثَّمَرَاتِ. (النحل ۱۱)
په دغه (اوبو) ستاسي لپاره غلې او زیتون او خُرماوي او انګوراو هر ډول میوې زرغونوي
 
وَهُزِّي إِلَيْكِ بِجِذْعِ النَّخْلَةِ تُسَاقِطْ عَلَيْكِ رُطَبًا جَنِيًّا. (مریم ۲۵)  
او خپل ځانته د خُرما بېخ وڅنډه چي پر تا پخې لندې تازه خُرما راتوی کړي.
 
فَكُلِي وَاشْرَبِي وَقَرِّي عَيْنًا. (مریم ۲۶)
پس خوره (دا خُرما) او څیښه (دا اوبه) او (رڼې) ، یخي کړه سترګې خپلې (په عیسی او خوشحاله سه)
 
او په ډیرو نورو ایتونه کي د خرما یادونه سوې ده.
 
دلته که موږ د خُرما وار زښت ته وګور نو دا راته جوتیږي چي په دغه وخت کي حضرت بي بي مریمې رضی الله عنها په نس کي چي حضرت عیسی علیه السلام وو، او خدای جل جلاله ورته د داسي شي (خُرما) د خوراک امر ورته وکړ چي یقینا ددې لپاره کیمیا ده، که چیري بله غذا وبي بي مریمې رضی الله عنها ته په دغه وخت کي ښه اوغوره وای تر خُرما نو الله جل جلاله به ورته امر کړی وای، لکه چي په حدیث شریف کی هم داسي راځي؛ والله جل جلاله ته تر خُرما بل شی غوره نه وو نو ځکه ئې د خُرما د خوړولو امر ورته وکی؛ چي ددې ایات څخه دا راته جوته سوه چي خُرما پوره غذا او دوا ده.
 
 
خُرما په احاديثو کي
د خُرما په هکله زښته ډېر حدیثونه راغلي دي په بخاري شریف کي (۲۱۴) حدیثونه راغلي دي او په صحیح مسلم کي د (۱۰۰) څخه زیات حدیثونه راغلي دي او داسي په نورو د احادیثو په کتابو کي، د خُرما د ګټو په هکله ډېر څه راغلي دي خو دلته ټول ذکر کول ناشونې دي نو ځکه زه غواړم چي په یو څو احادیثو مبارکو باندي اکتفاء وکړم:
 
حضرت ابوهرېره رضي الله عنه وایي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل چي خُرما عمده دوا ده
 
۱: حضرت انس بن مالک رضی الله عنه وایي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل چي په ټولو خُرماوو کي برني خُرما ښه ده، دا ناروغي لیري کوي او په هغه کي مضر شی نسته. (طب نبوی اور جدید ساینس)
 
۲: حضرت ابوهرېره رضی الله عنه وایي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل چي د خُرما د خوړولو څخه د قولنج درد Obstructive Colic نه پیداکیږي.(Fruit, Plant and Diet in Prophetic Traditions)
 
۳: حضرت اسماء د ابوبکر رضي الله عنه لور وایي چي په مکه معظمه کي د عبدالله بن زُبیر د پیداکېدو تکلیف راپیدا شو او کله چي وقباء ته راورسېدمه نو هغه ماشوم پیدا شو، زه و رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورغلم او دی مي په غیږ کي ورکړ، هغه صلی الله علیه وسلم د خُرما غوښتنه وکړل، خُرمائې په خوله کي وژوول او د خپلو مبارکو ناړو سره ئې دده په خوله کي په تالو کی ورکښېښوول او وروسته ئې د برکت دعا ورته وکړل، دا په مسلمانانو کي لومړی ماشوم و. (بخاری شریف اومسلم شریف)
 
۴: حضرت ابوهریره رضی الله عنه وایي چي نبي کریم صلی الله علی وسلم وفرمایل چي زما په نزد د هغو ښځو لپاره چي ډېر حیض (Hemorrhagia) لري خُرما او د ناروغه لپاره عسل ، تر دې غوره بله دوا نسته. (طب نبوی اور جدید ساینس بحواله ابونعیم)
 
۵: نبي کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل چي الله پاک وبي بي مریمې رضی الله عنها ته خُرما وفرمایل، که چيري د الله په نزد تردې ښه غذا وای نو هغه به ورته فرمایلي وای. (زبة المجالس)
 
۶: حضرت عبدالله بن عباس رضي الله عنه وایي چي نبي کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل چي سهار په نهاره باندي خُرما وخوری چي ددې عمل سره د نس چنجیان (Intestinal Worms) مړه کیږي.
 
۷: نبي کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل چي عجوه خُرما د جنت څخه ده، دا خُرماد زهرو لپاره شفاء ده، هر هغه څوک چي هره ورځ ۷ عجوه خُرماوې وخوري پر هغه سړي جادو او زهر اغیزې نه کوي.
 
د خُرما کيمياوی مواد
 
هغه خُرما چي ښه پخه شوې وي په ونه کي لاندني مواد لري:
Calories 270 (کالوریز)          
Copper 0.21 (مس)          
Magnesium 58.9 (مګنیزیم)
Potassium 0.54 (پوتاشیم)
Chlorides 290 (کلورایدونه)
Calcium 67. 09 (کلسیم)
Iron 1. 61 (اوسپنه)
Protein 3.0 (پرتین)
Phosphorus 63. 8 (فاسفورس)
Sulpher 51. 6 (سلفر)
 
ددې موادو څخه علاوه په خُرما کي دا مواد هم شتون لري:
 
Callulose, Starch, Sucrose, Insert , Sugar, Vitamins, Fats, Tennin, Pectine, Vitamin C, Vitamin B, Vitamin A, Peroxides
 
خو په ځینو خُرماوو کي ددې موادو اندازه توپیرلري.
 
په ټولو خرُماوو کي د مدینې منورې عجوه او برني خُرما دروغتیا لپاره ډېره ښه ده لکه په حدیث شریف کي چي هم راغلي دي، د روغتیا لپاره هغه خرُما ډېر ښه ده چي په ونه کي پوره پخه نسي. اوسني طب خُرما د ډېرو ناروغیو لپاره درمل ګڼي د بېلګې په ډول سره د هغو ناروغیو لپاره چي د یخنۍ څخه پیدا کیږي او یا هم بلغمي ناروغیاني وي، او همدارنګه د زړۀ او دماغ د قوی کېدو لپاره، د حافظې د کموالي لپاره، د وینې د کمي (Anemia) لپاره ، د پښتورګو د قوي کېدو لپاره، د تنفسي ناروغیو (Respiratory Diseases) لپاره په ځانګړي ډول سره د سږو د نفس تنګۍ (Bronchial Asthma) لپاره ډېره اغیزمنه ده.
 
خُرما د هغومېرمنو لپاره چي ماشوم ئې په  ګېډه وي خورا ښې اغیزې لري، په دغه وخت کي ښځه د وینې د کمښت سره لاس او ګرېوان وي، چي خُرما ورته کیمیاده.
 
په خُرما سره ځکه روژه ماتوو!!!
که چيري موږ د خُرماو کیمیاوې تجزئې ته راسو نو دا به راته معلومه سي چي په خُرما کي معدني مواد، پروتینونه، ګلوکوز، اوسپنه، ویتامینونه او داسي نور ډېرمواد سته ، چي د انسان ورته اړتیا ډیره ده، لکه مخکي چي بیان سول؛ د پورتنیو موادو په درلودلو سره ویلای سو چي خُرما یوه مکلمه غذا ده.
 
کله چي موږ په خُرما روژه ماتوو، د خُرما خوږه د خولې د مخاطي غشاء (Mucous Membrane) لخوا جذبیږی او په ګلوکوز سره بدلیږي، چي پایلې ئې دا دي چي د بدن ټوله ضایع سوې انرژي پخپل حالت کي راولي؛ وبل لور ته خُرما د معدې تېزاب ایچ سي ایل Hydrochloric Acid نه زیاتوي بلکي هغه کنترولوي او وبل لور ته معده نه پرېږدي چي بخار وکي؛ په عمومي ډول سره خُرما د معدې ټول رطوبات متوازن ساتي او پوره تقویه ورکوي.
 
د حمل په دوران کی د خُرما خوړول اړين دي
د حضرت بي بي مریمي رضی الله عنها په نس کي سیدنا حضرت عیسی علیه السلام ؤ نو الله جل جلاله د خُرما د خوړولو امر ورته وکړ، چي ته به دلته ښه تازه خُرما خورې، چي مطلب ئې دا دی چي خُرما ستا لپاره یوه مکمله غذا (Nutrition) ده او خُرما د مور او

 ماشوم دواړو لپاره په دې اړینه ده چي دوی دواړه قوي او تندرست ساتي، که چيري موراو ماشوم کمزوري وي نو د اسقاط حمل (Abortion) خطره رامینځته کیږي، خو د خُرما په خوړولو سره دا هر څه له مینځه ځي.
 
د المان د برلین د پوهنتون د فارمالوجي ډاکټرانو پرخُرما باندي ډېري څېړني وکړلې، چي په پایلو کي ئې وویل چي که چيري حمل داره ښځي هره ورځ خُرما وخوري، اغیزې بهئې ډېرې مثبتې وي، اودا اغیزې ئې پر ټوله بدن غوړیږي؛ او ددې سره ـ سره وښځي ته پوره توان ورکوي، ماشوم ئې قوي کوي، هغه ښځي چي د حمل په جریان کي خُرما وخوري د حمل پر وخت ئې د ټولو ناخوالو درمل ده او د ماشوم د پیدایښت پر مهال به هیڅ تکلیف ونلري.(Science and World)
 
د حمل داري ښځي لپاره خُرما په دې اړینه ده چي خُرما اوسپنه لري، او وداسي ښځو ته ډاکترانو په عمومي ډول سره فیفول ویټ او یاهم فولک اسید او نور درمل ورکوي دا ځکه چي په دې درملو کي اوسپنه او نور ویټامینونه شتون لري چي خُرما ددې ټولو څخه غوره او ښه ده، دا ځکه چي په خُرما کي ددې درمل څخه ډېر شیان شتون لري او بله دا چي دا طبعي ده چې ګټه ډیره او اغیزې ئې ژوري اوسمدستي دي.
 
د يوې مېرمنې درملنه په خرما سره:
یوه مېرمن چي د ماشوم د پیداکېدو پرمهال د تل لپاره په تکلیف او پرېشانیو کي ډوبه وه، روغتیاپالانو ورته د ماشوم تر پیداکېدو پوري د خُرما د خوړولو توصیه وکړل، دې مېرمنې د ډاکترانو دا نسخه عملي کړل او د ماشوم د پیداکېدو پرمهال ئې هیڅ تکلیف اوکړاو ونه لیدی؛ او دا هوډ ئې وکړ چي د تل لپاره به د حمل په دوران کي خُرما استعمالوي او ونورو خویندو ته به هم دا توصیه په ټینګه کوي چي د خُرما خوړل د حمل په دوران کي ډېر اړین  او ګټوردی.
 
خُرما د ښځي د ډېرو ناروغیو لپاره پوره درمل دی، که چيري یوه ښځه د رحم د کمزورۍ سره لاس او ګرېوان وي، په داسي حالت کي تر لندې خُرما ورته وچه خُرما ډېره ګتوره او شفاء ده؛ د خُرما خوړل د رحم د هر ډول ناروغیو لپاره پوره کیمیا ده، د حمل په دوران کي که هر څه تکلیفونه او دردونه پیداکیږي د هغو ټولو لپاره خُرما پوره درمل ده.
 
خُرما او نوي ساينسي څېړنې Dates and New Scientific Researches
 
خُرما د ډېرو خت راهیسي په طب کي یوه توده موضوع ګرځېدلې ده، د نړۍ ساینس پوهان په ځانګړي ډول سره د لویدیځ پوهان پرهغه شي چې اسلام ورباندي ټینګار کړیدی ډېري څېړني کوي، په قرانکریم  او احادیث نبوي صلی الله علیه وسلم کي خُرما، انار، انګور، انځر ، زیتون او داسي نور ډېر نباتات، مېوې او خوراکونه ذکرسویدي؛ اوس دوی دا په یوه خوله ثابته کړیده او پوره اعتراف ئې ورباندي کړیدی چې هر څه چي اسلام ښه ګڼلي هغه د روغتیا لپاره ښه او درست دي، او هرهغه شی چي اسلام حرام کړیدی لکه د وینې خوراک، د خنځیرغوښه، یا د مُردار سوي حیوان غوښي او داسي نور څه نو هغه ضرور وانسان ته د لږې ګټي پر ځای ډېر تاوان رسوي۔ او یا هیڅ ګټه پکښي نه وي، چي دا اوس یو نړیوال حقیقت دی.
 
د بدن مالګي: خُرما د بدن ټولي مالګي پوره کوي، چې دا په هغه وخت کي ډېره ګټوره ده چې کله د یوه انسان مالګې ضایع سوي وي، یا د یو کار کولو په صورت کي، یا د ېوې ناروغۍ له کبله؛ د زړۀ ټول حرکات منظم کوي، هغه خلک چي د زړه حرکتونه ئې غیرمنظم وي کله ئې د زړۀ ګراف پر یوه بڼه سره وي او کله هم پر بل شان وي نو خُرما ورته ډېره ښه ده؛ خُرما ځکه د زړۀ حرکتونه منظم کوي چي د زړه د منظم حرکت لپاره کلسیم خورا ارزښت لري، او ساینس پوهان هم په دې باور دي که چیري یو څوک د ورځې د ( ۵- ۷) پوري خُرماوې وخوري نو د بدن ټول کلسیم ئې پوره کیږي، او کله چې د بدن کلسیم ئې پوره سول نو د زړه حرکتونه ئې پخپله وعادي حالت ته راځي.
 
کولیسټرول: د خُرما په استعمال سره د بدن LDL(Low Density Lipoprotein) یعني د وینې کولسترول نه اضافه کیږي، خُرما د کولسترول اندازه ثابته ساتي وبل لور ته کچیري د چا په وینه کي LDL زیات سي پر دې سړي د زړه دوره (Heart Attack) راځي، چې دا ومرګ ته ښه راغلاست دی، او خُرما دا بدمرغي له مینځه وړي؛ خُرما ودماغ ته هم پوره توان او طاقت بخښي، دا ځکه چي په خُرما کښې شته پروتینونه، لحمیات او مینرالونه دماغ قوي کوي، نو هغه څوک چي دماغي کمزوري لري باید د خُرما استعمال ډېر وکړي تر څوئې دماغ پوره توان پیدا کړي.
 
د زهرو علاج: ساینس پوهانو پخپلو څېړنو کي داهم جوته کړیده چې خُرما د زهرو اغیزې له مینځه وړي او زهر وداسي حالت ته رسوي چې وانسان ته هیڅ تاوان  ونه رسوي، د ساینس پوهانو دا څېړنه دهغه حدیث شریف ښکاره ثبوت دی چې موږ مخکی ذکر کړ او هغه دا چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي چې که هرڅوک د ورځې ۷ عجوه خرماوي وخوري پر دغه سړي باندي نه هم زهر او نه هم جادو اغیز کوي (لله الحمد). 
 
دفاعي نظام: ټول ساینس پوهان هم په دې باندي متفق دي چې خُرما د انسان دفاعي نظام پوره قوي کوي او ښه والی پکښې راولي؛ په یوه روایت کي راځي چي د یوه صحابي رضی الله عنه پر سینې باندي درد ؤ نبي کریم صلی الله علیه وسلم ۱۲ عجوه خُرماوي ورکړې اوهغه درد ئې له مینځه ولاړی
 
حافظې: د هغو کسانو لپاره چې حافظه ئې کمزورې او یا هم ئې تکان خوړلې وي خُرما ورته اړینه ده دا ځکه چي خُرما حافظه زیاتوي؛ که چېري د یو چا لاس او پښې رېږدي د کمزورۍ او یا هم د یوې ناروغۍ له کبله خُرما ورته کیمیا ده، په هغه وخت کي خُرما اغیزې نلري که چیری دا د لاس او پښې رېږېدل د بوډاتوب له کبله وه.
 
خُرما او اوږد عمر 
د نړېوالي روغتیائې ادارې د وبایي ناروغیو متخصص ډاکترعمر سلیمان محمد چې د شمالې سوډان اوسېدونکی دی وايي چې ددې سیمو (سوډان) د خلکوعمرونه د (۱۰۰) کلونو څخه اضافه دي او حال دا چې د عمر په اخیرو شیبو کي هم دا خلک تندرسته او د پوره روغتیا څښتنان دي، زما د څېړنو او معلوماتو مطابق دا خلک د خپلو خوراکې توکو سره خُرما استعمالوي.
 
خُرما ينه (ځيګر) سموي
که چیري خُرما د شپږو ساعتونو لپاره په اوبو کي کښېښول سي او وروسته ئې یواځي دا اوبه وڅیښل سي نو دا ینه ډېره صفاء کوي، او که چیري یو چا نشیې توکي استعمال کړي وي نو د خُرما اوبه دا نشه هم له مینځه وړي.
 
خُرما قبض له مينځه وړي
خُرما د ډېر وخته راهیسي  دقبض دله مینځه وړلو لپاره تجربه سوې درمل ده، ددې استعمال د ډېره وخته راهیسي حکیمانواو طبیبانو کاوه خو اوس ډاکتران هم ورڅخه استفاده کوي او ددې ننګه کوي، په اصل کي خُرما هضمیه برابروي دا په هغه وخت کي که چیري خُرما د ډوډۍ سره وخوړل سي.
 
 
سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته