شاعر: حبیب الله قلمل
اچـــــــــــــولی چې پر ســــــر د حياء شال دی
ښځه حوره حـــــــــوريت يې ســـــــتر کمال دی
چي مـــستوره وي نو حوره به ترې جار سي
چي جمـــــــــــال وي څومره پټ هغه جمال دی
بد رنګي له ښـــايست زېږي چي ښکاره سي
د ښکلا ظاهرېــــــــــــــــــــده بس لوی زوال دی
پوښ حياء، حيــــــــــــــــــاء ايمــــــان د هر وګړي
په پرده کي پروت عــــــــزت او پروت جـلال دی
په حجـــــــــاب کي د اســـلام به وجـود نغاړې
په قرآن کي دا ارشـــــــــــــــاد د ذوالجـلال دی
"قلم مله" دغه دوه تر دوو لوګي ســـــــــــــــــــه
تر نامـــــــــوس او دين قربان مي سر او مال دی
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۱۵ ګڼه