تازه سرليکونه
د (نيکمرغه مېرمن) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د واده اوله شپه باید څنګه وي؟
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  October 15, 2019
  0

رالېږونکی: محمد امین

سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼي څانګه

 بسم الله الرحمن الرحیم

د واده اوله شپه باید څنګه وي؟
 
کله چي ښځه د میړه و کور او خوني ته راوستل سوه نو د هرمسلمان په ذهن کي باید دا خبره وي چي اوس نو کوم آداب او اصول پر ځای کړي؟ چي هغه په لاندي ډول دي:
 
۱-  لومړی به اودس تازه کړي بیا به دوه رکعته صلوة الحاجت (د حاجت لمونځ) وکړي بیا به د خیر، برکت او په خپلو منځو کي د توافق،‎ یووالي ، پاکي میني او همدارنګه د صالح اولاد د حصول لپاره دعا وکړي.
 
۲- میړه او میرمن دواړه باید د واده تر شپې د مخه ځانونه دومره ستړي نه کړي چي د واده په شپه ستومانه او په تکلیف وي، یوه ورځ تر مخه باید آرام وکړي چي د واده په شپه دواړه خوشحاله، بشاش او په بدن کي يې تازه ګي وي.
 
۳- دغه د طبیعت خوشحالي که په اسبابو سره تر لاسه کیږي انتظام دې وکړي مثلا: میوې یا داسي نور د خوراک شیان، خوشبویي او د خوني د زینت سامان تر خپله وسه ښه کار دی مګر بعضي کسان په دې کي ډیر تیری او تجاوز کوي او له حده څخه زیاتي پیسې په دغو زیب و زینت خرڅوي دا ناروا کار ، اسراف او د شیطان عمل دی په هر کار کي درمیانه والي کول بهتر دی.
 
۴- که مهر معجل (تلواري) رواج نه وو نو یو شی دي د مهر څخه علاوه چي ددې د طبیعت رعایت پکښي موجود وي هدیه (سوغات) ورکړي، نو که مهر یي هم په ځنډ سره وي او دغه سوغات هم ور نه کړي نو ددې څخه فایده اخیستل د مردانګۍ، غیرت او د شرافت خلاف کار دی.
 
۵- په اول ملاقات کي دي السلام علیکم ورحمة الله و برکاته ( پر تاسو باندي دي د الله تعالی سلامتي او رحمتونه وي) وایي بیا به د ښځي پر تندي او وریشتانو باندي لاس ونیسي او دا دعا به ووایي:
 
اللَّهُمَّ إِنِّي أَسْأَلُكَ مِنْ خَيْرِهَا ، وَخَيْرِ مَا جُبِلَتْ عَلَيْهِ ، وَأَعُوذُ بِكَ مِنْ شَرِّهَا ، وَشَرِّ مَا جُبِلَتْ عَلَيْهِ. (رواه ابن ماجه)
 
ژباړه: اې الله جل جلاله! زه ستا څخه ددې خیر و برکت او ددې  د پیدایشي خصلت خیر و برکت چي تا پر هغې باندي پیدا کړي دي طلب ګار یم او ددې د شر څخه او ددې د پیدایشي خصلت د شر څخه پناه غواړم. (حصن حصین:۱۶۴ مخ)
 
همدارنګه د سلف صالحینو او بزرګانو څخه هم دغه عمل ښکاره سوی دی، چي په مناسب وخت کي خپلي میرمني ته چي ډیره په سینګار او زینت باندي مزینه سوې وي د دنیا فاني والي ، د مال بي ثباتي او داسي نور د ښه ژوند ارزښتونه بیان کړي چي مخه یي د دین و طرف ته سي او بیا په کرار کرار خپل تعلق او د محبت خبري ورسره کوي.
 
ددې خبري به زیات خیال کوي چي خاوند او میرمن د واده تر مخه بالکل پردي وه په منځ کي يي هیڅ قسم تعلق نه وو اوس چي د نکاح په ذریعه تعلق پیدا سو نو ظاهره خبره ده چي په یو وار الفت نه سي پیدا کیدلای نو ځکه په جماع کولو کي به تلوار نه کوي بلکي شپه او دوې به فقط انسیت او محبت او د خوش طبعي خبري وي بیا به يي کرار کرار و خپل طرف ته مایله کړي که يي په جماع کي تلوار وکړ نو د لاندي څو نقصاناتو خطرسته :
 
۱- د کوروالا په ‌ذهن کي دا خبره ځای نیسي چي د نکاح مقصود صرف شهوت پوره کول دي او بس.
 
۲- ښکاره خبره ده چي ښځه فطرتا با حیا وي هغه داسي ‌‌ژر د وطي لپاره نه سي اماده کیدلای او که اماده کیده نو يي هم ژر په خواهش کي زیاتوب نه راځي ځکه نو نارینه به ‌‌‌ژر فارغه سي او ددې خواهش به ناتمامه پاته سي او لذت به محسوس نه کړي.
 
۳- په اول واري د وطي کي د بکارت پرده زایلیږي چي تکلیف ورکوي او په ښځه کي خواهش نه وي، نو ښځي ته ددې پردې زایلیدو تکلیف زیات وي، او ددې په وجه میړه ته هم په زړه کي ددغه عمل په  وجه کراهت او بد خوندې پیښوي.
 
د ښځي په نژدې والي کي یوه ضروري خبره په ذهن کي ونیسي، هغه دا چي تر نکاح وروسته یو نوی حالت او نوی ‌‎ژوند د انسان و مخته راځي او په هغه کي یوه عجبه او زړه راکښونکي حالت د انسان ومخته راځي په داسي موقع کي ځان کنټرولول بې حده ضروري دي، خپل ټول عشقي طبیعت به نه ظاهروي که دا کار وکړي دا ښځه خبره درباندي مني او خپلي غوښتني درباندي تسلیموي، او نه به ښځي ته د مینځي یا خادمي په نظر ګورې چي بده رویه او بد اخلاقي اختیار کړي، ستا به دا خیال وي چي زه يي لاندي کوم او یا زه خپل هیبت پر اچوم حال دا چي په داسي زیاتو سختیو سره به د ښځي په زړه کي د خاوند پر خلاف نفرت او د حقارت جذبات راپورته سي چي د لوی نقصان سبب ګرځي.
 
ښځه فطرتا د سړي محبوبه وي او ستا په پټو کارو کي مددګاره وي نو ځکه د محبت او الفت اظهار به ورسره کوې سره ددې چي ستا عزت او وقار هم پر ځای وي په دغسي تدبیر باندي د دواړو په منځ کي خوشحالي پیدا کیږي او ستا قوام او حاکم والي به هم باقي وي.
 
خبرداری !
 
۱. که ئې واده د باکرې (چي واده ئي نه وي سوی) ښځي سره وي نو په اول صحبت کښي د بکارت د پردې د پرېکولو په وجه تکلیف زیات وي او بېره ورسره وي په دغه وخت کي باید په ډېره نرمۍ معامله ور سره وسي حرکت باید کم وي .
 
۲ . که ئې چیري د باکرې ښځي سره واده وي او دغه  د بکارت پرده ئې موجوده نه وي نو صرف د دغه پردې د نه  درلودلو په وجه باید متهمه نه سي او دا ډیره سخته ګناه ده؛ چي ښځه په دغه عيب بې تحقیقه متهمه کړي ځکه چي فقهاوو کرامو او طبيبانو فرمایلی دي چي کله د یوه لوړه ځایه څخه د راغورځېدو یا د یو ځای څخه د رالوېدو یا د زیات حیض په وجه باندي یا دا چي ډېر عمر ئې واده ونه سي په دغو صورتو کي هم د ښځي د بکارت پرده له منځه ځي ، ډیر خلګ په دغه مسئله کي ډېره بې پروایي کوي.
 
که ددغه مذکوره عذرونو په خاطر دغه پرده لیري سوې وي او ته پردې ښځي باندي تهمت ولګوې نو ددې به څومره لویه ګناه وي او ټوله عمر به ښراوي درته کوي. 
 
فتوا: که د واده په اوله شپه د ښځي پرده نه وي!
------------------------------

ماخذ: تحسین النکاح
مؤلف: مفتي احمد ګل کندهاري
 
 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته