تازه سرليکونه
د (اسلام او ساينس) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
موسیقي او ساینسي څېړني
 
  August 27, 2015
  0
رالېږونکی: عبدالغفار جبیر
سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه

د انسان پر جسم  د موسيقۍ ناوړه اغيزې
 
د موسيقۍ اواز د خلګو د عام اواز څخه  بېل دی، او هغه دا چي په موسیقۍ کي مختلف اوازونه په منظم ډول سره کښته، پورته، کيږي. دا غیر طبعي اوازونه چي کله د غزلو اوازونه هم ورسره اضافه  سي نو د انسان پر ټول بدن ډېري ناوړي اغېزې لري. 

اکثره خلګ چي کله موسیقي اوري د احساساتو او جذباتو دومره  ښکار او غلام  سي ؛چي ځان نسي قابو کولای. پر لاره چي کله روان وي اتڼ کوي، د خپل ژوند ټول مقصد او موخه ئې همدا موسقي ګرځولې وي او۲۴ ساعته ئې فکر او ذکر موسقي وي.

که په لنډو کي درته ووایم موسقي پر بدن، زړه، دماغ او روح ټولو ژوري اغېزې کوي او دا ټول د ځان تابع او د غلامۍ  په جال کي رانغاړي .که په یوه جمله کي دا هر څه سره را غونډ کړم نو موسقي د ټول بدن موازینه سره ویجاړوي اوله طبعي حالت څخه ئې باسي.

  • د موسیقۍ د اغیزو په هکله پروفيسر اې پايک(A. Pike)  پخپل کتاب Journal of Researches in Music Education چي په ۱۹۹۲م  کال کي چاپ سو داسي وایي:

د موسیقۍ  د اورېدلو پرمهال ۹۶٪ اورېدونکي  د خوند او احساس په څپو کي دي، ۸۳٪ د موسیقۍ سره د یووالې احساس کوي، ٪۷۲  پخپل طبعیت کي د بدلون احساس کوي او٪۶۵  اورېدونکي د خوځښت او پخپل ځان کي د حرکت احساس کوي. (۱)

  ددې څخه جوتیږي چي موسقي د انسان پر بدن باندي په کومه اندازه سره ژوري اغېزې لري. ساینس پوهان په دې باور دي چي موسقي پر اخلاقو باندي هم ژوري اغېزې لري او هم ئې درلودلای سي؛ په ۱۹۹۱ میلادي کال کي د کېل پوهنتون (University of Keele) دوو ساینس پوهانو یو د برطانې جان اې سلوبوډا (John A. Sloboda) او بل د کاناډا یو مشهوره ساینس پوه ګيبرئيلس (Gabrielsson) پخپلو څېړنو او تجربو کي ثابته کړل چي موسقي په انسان باندي دومره اغېزې لري چي حتی ځيني خلګ ورته ژاړي. (۲)
     
ساینس پوهانو دا هم ثابته کړېده چي د موسېقۍ اورېدل او برېښنایی شغلې هم  د مخ پر څېرې اوهم پر پوستکي ډېري بدي اوناوړه اغېزې لري او ژوربدلون پکښي راولي.
 
  • د نړۍ  درې وتلو ساینس پوهانو هر یو لکه نائيکليسيک (Nyklicek)، تيير(Theyer) او وېن ډورنين (Van Doornen) په یوه څېړنه کي (Journal of Psychophysiology) چي په ۱۹۹۷م کال کي چاپ سوه داسي لیکلي دي.

د موسيقۍ د اورېدلو پر مهال لاندني بدلونونه اواغيزې ضرور راځي:
خوښي، غم، غُصه، استراحت، په زړه او تنفسي سیستم کي ناموازینه او بدلون لکه د زړه د حرکت تېزوالی او سستوالی، د تنفس تېزوالی او کراروالی او د نبض پوره بدلون چي دا ټولي اغېزې د موسیقۍ په اورېدلو کي شتون لري.

  • د پنسلوانیا د ایالت پوهنتون (Pennsylvania State University) یو وتلی ارواه پوه جولين تيير (Julian Theyer) وایي:
د موسیقۍ اواز د انسان فطري حواس پوره کنترولوي او ترپوره اغېزو لاندي ئې راولي  لنډه دا چي موسقي په انسان کي پوره بدلون راولي. (۳)

د پورتینو پاڼو څخه دا په لاس راځي چي موسیقي د انسان جذبات او احساسات پوره تر اغېز لاندي راولي او د انسان د دماغ  (Limbic Region)، یعني هغه برخه چي جذبات او احساسات کنترولوي پوره بې واکه کوي او ترخپلو پوره اغیزو لاندی ئې راولي. همدا وجه ده هغه کسان چي موسيقي د تل لپاره اوري نو کله ژاړي، کله بې ځایه او بې موجبه خاندي، کله ئې حواس داسي کار پرېږدي چي  خپل ځان وژني خو دی نه پوهیږي، کله بل څوک وژني نو دغه احساس نه وي ورسره چي زه څه کوم؟ د ژوند موخه مي څه ده؟ څه کول پکار دي؟ د ټولني او سیمې لپاره باید زه څه وکړم؟ د کوم مقصد لپاره پیدا سوی یم؟ مرګ لرم او که ئې نه لرم؟ په یوه اسلامي او افغانۍ ټولنه کي مي مسئولیت څه دی؟ ایا زما په شان نور کسان هم داسي بېهوده سته؟ ایا موسيقي یوازي زما د ژوند بنسټ دی؟ او داسي نوري په زرهاوو پوښتني بې جوابه سي.
 
 
پر انساني بدن د موسيقۍ بيولوژيکي اغېزې:
د موسیقۍ یوه ناوړه اغیزه داده چي د اورېدلو پر مهال په انسان کي یو داسي خوځښت راولي چي انسان هیجاني کړي او په دغه وخت کي انسان خپل حواس د لاسه ورکوي چي دې ته تریل (Thrill) وایي . دا احساساتي او هیجاني حالت د سر څخه پیل او و نور ټول بدن ته سرایت کوي.

 پاته دي نه وي چي دا اغېزې په ښځو او نارینه وو کي یو شان دي.  دغه هیجاني  حالت په موسیقۍ کي ۹۶٪  ، د لوبو پرمهال ۳۶٪ ، د سوال د حل کولو پر مهال ۵۷٪ ، په جنسي اړیکو کي ۷۰٪  ثابت سوی او ثبت سوی دی، د یادوني  وړ خو داده چي دا هېجاني حالت نسبت و نورو ته په موسیقۍ  کي تر ټولو زیات دی. (۴)

  • د لویدیځ  د دوو وتلو ساینس پوهانو هر یو لکه شمټ (Schmidt) او ټرېنر(Trainor) په اند: د موسيقۍ د اورېدلو پر مهال د    انسان د دماغ  مختلفي برخي په خوځښت راځي او د انسان د اعصابو د مختلفو ناروغیو سبب کيږي. هغه دا چي په دماغ کي د وینې جریان پوره بدلون مومي چي د عصبي تکانو سبب  ګرځي . همدارنګه کله چي انسان د خوښۍ غزلي اوري نو د انسان د دماغ چپه برخه او د غمګینو غزلو د اورېدلو پر مهال د دماغ  راسته برخه په حرکت او خوځښت راځي. چي دا پخپله د اعصابو لپاره نه زغمونکی حالت او زهر دي. (۵)

  • د لویدیځ دوو مشهورو ساینس پوهانو هر یو لکه، ګليزيو (Galizio) او هنډريک  (Hendrick) په یوه ساینسي څېړنه (Journal of Applied Social Psychology) کي چي په ۱۹۷۲م کال کي چاپ سوه داسي لیکي:

موسيقي  ډېري بدې اغېزې لري چي ترغزل ویونکو ئې اغېزې پرغزل اورېدونکي زښته ډېري دي او دا په هغه صورت کي چي کله د غزلو سره رباب او یا د موسیقۍ نورالات هم   ورسره وي. (۶)

موسيقي د هر انسان حافظه داسي کمزورې کوي لکه  د موږک  حافظه او انسان تر دومرو اغېزو لاندي راولي چي د انسان ټول حواس او جذبات موسيقي  وګرځي او  بل هر شي ورته مالا یعني او بې ځایه وګرځي. (۷)

د انسان  په دماغ کي یوه برخه ده چي د غور، فکر، احساساتو او جذباتو مرکز دی چي لمبيک (Limbic) ورته  وایي او په دې لمبيک سیستم کي ایمګډیلا  (Amygdale)، هپوکيمپس (Hippocampus) اوهایپوتیلمس (Hypothalamus) برخي شاملي دي چي د لمبيک عصبي سیستم لاندي دندي او وظیفې ترسره کوي:

۱: د جذباتو کنترول.
۲: د جذباتو او احساساتو په مقابل کي ردِ عمل.
۳: د بدن څخه د کيمیاوي موادو د خارجولو کنترول.
۴: د مزاج (Mood) کنترول.
۵: درد او خوند حس کول.
۶: اوږد مهاله حافظه (Long-Term Memory).

که دا هر څه په یو څو جملو کي را ونغاړو نو د عصبي مرکز دا برخه غصه، نفرت، مینه، غم ، خوښي او ټول احساسات ترواک لاندي لري. کله چي د یوې ناروغۍ او یا موسیقۍ  په  وجه سره په دې برخه کي تغیر راسي نو انسان ته د خوښۍ په حالت خندا، او په معمولي ماتم سره ژړا، ژر غصه کېدل، فکراو پرېشانۍ  ته ژر راتلل، رواني فکرونه، او جنسي تمایلات او احساسات ئې و ډېرو لوړو درجوته راولي، همدا يې تاوانونه دي. (۸)

موسيقي د لمبيک سیستم هغه برخه متحرکه کوي چي هغه برخه د جنسي اړیکو ، د شرابو او نشيي موادو د استعمال په وخت تر اغېزو لاندي راځي. او مطلب ئې دا دی چي موسیقي انسان و دې ته هڅوي چي جنسي خواهشات ئې لوړ، د نشيی موادو د استعمال  خواهش ئې لوړ او په پایله که ددې ټولو لعنتي کړاونو او شرابو معتاد سي چي دا ټولي قواوي موسيقي په خوځښت راولي او داهم  د طب له نظره.

یوه معقوله فارموله ده چي په ځوانانو کي مردانه هارمونونه (Testosterone)، د عامو حالاتو څخه ۲۰ ځله زیات دي . همدارنګه  په ښځینه  وو کي  زنانه هارمونونه (Progesterone)، په همدغه اندازه لوړیږي نو ددې څخه په څرګند ډول سره په لاس راځي چي د موسیقۍ له کبله چي د لمبيک سیستم په زیات تناسب سره په خوځښت راولي  نو جنسی هارمونونه هم په حرکت راځي چي دا پخپله وجنسي اړیکو ته دروازه پرانیزي او دا په حقیقت کي د ټولني لپاره یو لعنت دی او یو الهي عذاب دی. 

همدارنګه  داسي پېښیږي چي دا هارمونونه دومره په حرکت راځي چي یو انسان که نر وي  که ښځه هر څه  کوي چي په دغه وخت کي خپل ځان هم نسي کنترولولای؛ چي دا و زنا، بربنډتوب، عیاشۍ ، فحاشۍ او فساد ته ښه راغلاست دی، چي دا د لویدیځ دوو ساینس پوهانو هریو لکه ګليلر(Geller)، او ګريډينس (Greydanus) تجربه کړي دي. (۹)

  • د ماشومانو نړيوال تکړه ډاکټر پاول کينګ  (Paul King)وايي:
موسيقي په مجموع کي ځوان نسل و تشدد او جنسي بې لارۍ ته کشوي چي په نتیجه کي ځان وژني او نورو ناوړو افعالو ته مخه کوي چي دا پخپله وناورین ته ښه راغلاست او و تباهۍ ته ځان غورځول دي. (۱۰)

پاته دي نه وي چي کله موسیقي اورېدل کيږي او جنسي هارمونونه په حرکت راځي ددې سره اوږد مهاله حافظه اغیزمنه کيږي، په فعالیت او کار کي  بدلون راځي، په طبعي جوړښت او فعالیت کي انقلاب راځي او بالاخره حافظه کډه وډه کوي او کار پرېږدي.

  • د يونان مشهوره فليسوف افلاطون (Plato) وايي:
د موسیقۍ اواز، سروز او رقص دا ټوله په اصل کي د انسان روح وحشي او درنده طبعه کوي، چي بیا د هیڅ شي پروا نلري. (۱۱)

افلاطون پخپل کتاب جمهوريت (Republic) کي وايي:
عوام خلګ باید په جدي ډول سره د موسیقۍ  څخه وژغورل سي دا ځکه چي دوی ګمراه کوي، د دوی اخلاق بربادوي او فاسدوي او وناوړو کارونو ته ئې هڅوي.

  • مشهور ولي الله شيخ فضیل بن عیاض رحمة الله علیه فرمايي:
الغناء رقية الزنا. (۱۲)
ژباړه: موسیقي د زنا پیل دی.

لکه څرنګه چي د موسیقۍ اورېدل په ځانګړي ډول سره د ټولنې ځوان نسل خوښوي. نو له همدې کبله دا ځوان نسل د موسیقۍ څخه پوره رنګ اخلي، پر هغو اثر کوي او په پایله کي بې لاري کيږي؛ الزبت براون او ډاکټر وليم هينډی په دې یقین دی چي نوي ځوانان چي کله موسیقي اوري نو دوی د خپل ژوند ټول الهام د موسیقۍ څخه اخلي، او د ژوند په هره برخه کي ئې عملي کوي، اودا اغېزې ترډېره مهاله  پوري پاتي کيږي. (۱۳)

  • علامه ابن قيم رحمة الله عليه وايي چي د انسان ناروغياني پر دوه ډوله دي:

۱: د شبهاتو ناروغۍ.
۲: د شهوت ناروغۍ.

په زړه کي د شبهاتو ناروغۍ هغه وخت پیدا کيږي او وده  کوي چي د موسیقۍ له کبله په زړه کي منافقت پیدا سي چي په دغه وخت کي د انسان او خدای جل جلاله تر مینځ پوره واټن پیداکيږي او د شهوت پرستۍ په جال کي انسان هغه وخت راګیر سي چي کله دی خپل اصلي مقصد پرېږدي او د معیاري موخو پرځای و کښتو، فاسدو او بې معناو شیانو ته مخه کړي چي په  دغه وخت کي انسان  د انسانیت د دایرې څخه وځي او د حیوانیت وکرغېړن چوکاټ ته دا خلیږي چي په دغه وخت کي د انسان دنیا او اخرت له مینځه ځي دا ځکه چي په بڼه سره انسان دی، مسئولیت ئې د انسان دی او بل لورته باطني ژوند ئې د یوه حیوان څخه لا هم بدتر دی دا ځکه چي تر معنویاتو ئې و خواهشاتو ته ترجیح ورکړې ده.

سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه
یادونه: ددې مقالې نقلول د تعلیم الاسلام ویب پاڼي د نوم په یادولو جواز لري.
موسیقي قرانکریم حرامه کړې ده
موسیقي په حدیثو کي
موسیقي د څلورو مذاهبو حرامه کړې ده
--------------------
(۱):  Journal of Researches in Music Education Vol. 20, pp 262 
(۲):Canadian Journal of Research in Music Education vol,20
Psychology of Music Vol. 19, pp, 110:120
(۳):Rosenfeld, Anne H. (Dec,1985) Music the Beautiful Disturber, Psychology Today 
(۴):Goldstien, Avram(1980), Thrills in Response of Music and others Stimuli" Physiological Psychology Vol. 8, pp: 126-129
(۵):Music and Emotion Theory and Research, New York, Oxford University Press, 2001
(۶):The Effect of Musical Accompaniment on attitude, Journal of Applied Social Psychology vol. 2, pp, 350-359
(۷):Insight Magazine April, 27, 1987 pg 5-7
(۸):Cayman, Charles B.M.D. (Medical Editor),(1989) Home Medical Encyclopedia (The American Asso.) New York. Random House.
(۹):Aggression in adolescents: aspect of pathogensis" Journal of Adolescent Health Care Vol. 1(pp236-243
(۱۰):Postgraduate Medicine vol:83, pp295-304
(۱۱):Alan Bloom (1987) the closing of American Mind New York 
(۱۲):(عوارف المعارف، سيخ شهاب الدین سهروردی، ۱۹۶۶، بیروت)
(۱۳):Adolescents and their music insights into the health of Adolescents, 1989

سرته