تازه سرليکونه
د (نکاح) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د محرم او نامحرم پېژندنه
 
  August 30, 2015
  0
 سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
مېړه او ماينه يو د بل بدن ته کتلاى سي او هم لاس پر تېرولاى سي البته فرج ته کتل مکروه ګڼل کيږي .

نارينه د خپلي مَحرَمي لکه مور ، خور ، خاله ، عمه  مخ ، سر ، ځيګر ، پنډۍ ، ليڅي او بازوګانو ته کتلاى سي خو نس او ملا ته يې کتل ورته ناجايزه دي .

د خپلي ښځي او مَحرَمي څخه ماسيوا نوري ټولي ښځي د سړي څخه پردۍ دي ، مَحرَمه هغي ښځي ته وايي چي هيڅکله يې نکاح نه ور سره صحيح کيږي ، لکه مور ، خور ، خورځه ، ورېره ، خاله ، عمه ، خواښې ، مږور او ميره .

د خاله لور ، د عمه لور ، د ماما لور ، د اکا لور ، خوښينه ، ورېنداره که څه هم د نسب او خوېښۍ لکبله خپلواني دي خو مَحرَمي نه دي ، نو ځکه هغوى هم د پردې او حجاب په حکم کي پردى دي .

په نن زمانه کي فقهاء د بيخي بوډا ښځي څخه ماسيوا د ځوانانو ښځو مخ ته کتل منع کوي .

پاک رسول  صلی الله علیه وسلم  پردۍ ښځي ته کتل د سترګو زنا بللې ده او د لاس ور وړل يې د لاسو زنا بللې ده.

عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ عَنْ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ كُتِبَ عَلَى ابْنِ آدَمَ نَصِيبُهُ مِنْ الزِّنَا مُدْرِكٌ ذَلِكَ لَا مَحَالَةَ فَالْعَيْنَانِ زِنَاهُمَا النَّظَرُ وَالْأُذُنَانِ زِنَاهُمَا الِاسْتِمَاعُ وَاللِّسَانُ زِنَاهُ الْكَلَامُ وَالْيَدُ زِنَاهَا الْبَطْشُ وَالرِّجْلُ زِنَاهَا الْخُطَا وَالْقَلْبُ يَهْوَى وَيَتَمَنَّى وَيُصَدِّقُ ذَلِكَ الْفَرْجُ وَيُكَذِّبُهُ ( مسلم )

دغه ډول الله عزوجل مومنان د پرديو ښځو څخه د نظر په ټيټولو امر کړي : 

قُلْ لِلْمُؤْمِنِينَ يَغُضُّوا مِنْ أَبْصَارِهِم ...(سورة النور ايت  ٣٠ )
 ژباړه : ته مؤمنانو ته ووايه چي هغوى خپل نظرونه ټيټ وساتي .

که د چا نظر پر پردۍ ښځي په ناڅاپي ډول ولګيږي نو سمدستي دي نظر ځني اړوي ، ناڅاپي نظر ګناه نه لري ، خو که ناڅاپي نظر پر ښځي ولګيږي هغه ته دوام ورکول بيا ګناه لري ، دغه ډول د ناڅاپي نظر څخه وروسته بيا نظر ور اړول هم ګناه لري.

عَنْ ابْنِ بُرَيْدَةَ عَنْ أَبِيهِ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ لِعَلِيٍّ يَا عَلِيُّ لَا تُتْبِعْ النَّظْرَةَ النَّظْرَةَ فَإِنَّ لَكَ الْأُولَى وَلَيْسَتْ لَكَ الْآخِرَةُ ( ابوداود )

ماخذ: فقه المبتدي، نکاح
مؤلف: مولوي محمد عمر خطابي حفظه الله
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته