تازه سرليکونه
د (ليکنيزي پوښتني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا- ږیره خریل په اسلام کي څه حکم لري؟
 
  November 23, 2011
  0


پوښتنه: ږيره خريل په اسلام کي څه حکم لري؟

د پوښتني کوونکي نوم: فضل محمد 
                            
جواب: ږيره خريل حرامه ده او د ټولو انبياؤ عليهم السلام د تگ لاري څخه مخالفت دى .نبي کریم صلی الله علیه وسلم لس شیان د فطرت د شیانو څخه بللي دي، یعني هغه دا ډول كارونه دي چي د شريعت د حكم څخه علاوه انساني جوړ طبيعت يي هم د كولو تقاضا او غوښتنه کوي په دغو لسو كارونو كي یو د ږیري غټول او بل د بریتونو کوچني کول دي، د آدم علیه السلام څخه نیولې بیا تر محمد رسول الله صلی الله علیه وسلم پوري چي څومره پیغمبران او رسولان عليهم السلام د الله جل جلاله د لوري راغلي دي ټول د سليم فطرت څښتنان وه هغوى ږیري لرلې...

او ددې د پاره موږ قرآني آیت هم ثبوت لرو، کله چي موسی علیه السلام د طور غره ته تللی ؤ او د الله جل جلاله لخوا څخه تورات ورکول سو، دده قوم د ګېلګي عبادت شروع کړ او دده ورور هارون علیه السلام هغوی منع کول خو هغو د هارون علیه السلام په قول نه کول، کله چي موسی علیه السلام د طور د غره له خوا را ستون سو په خپلو سترگو یې ولیدل چي دده قوم د ګیلګي عبادت شروع کړی دی د ډیر درد او غضب څخه يي  خپل ورور هارون علیه السلام  تر سر او ږیره ونیوه الله يي حكايت داسي كوي: قَالَ يَا ابْنَ أُمَّ لَا تَأْخُذْ بِلِحْيَتِي وَلَا بِرَأْسِي .. ۹۴ طه ژباړه : هارون عليه السلام موسي ته وويل : اې زما د مور زویه ! ما تر سر او ږیره مه نیسه.

 د ږيرو خريل د مشركانو عادت ؤ نو ځكه نبي علیه السلام د هغوى څخه په دې عمل كي د مخالفت كولو حکم کړی دی :امام بخاري د ابن عمر څخه روايت كوي : عَنْ ابْنِ عُمَرعَنْ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ : خَالِفُوا الْمُشْرِكِينَ وَفِّرُوا اللِّحَى وَأَحْفُوا الشَّوَارِبَ .ژباړۀ : تاسو د مشرکانو څخه مخالفت کوﺉ ږيري مو غټوئ او بريتونه مو كوچني كوئ. د مؤمنانو د پاره په كار ده چي په رسول الله صلی الله علیه وسلم او هم نورو انبياؤ پسي اقتداء وكړي  الله جل جلا له فرمایي: لَقَدْ كَانَ لَكُمْ فِي رَسُولِ اللَّهِ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ... (الآیة) ژباړه : حقيقتا ستاسو د پاره په نبي (محمد علیه السلام) کي ډیر ښه د اقتدا وړ صفات دي، د  رسول الله صلی الله علیه وسلم هر صفت د اقتدا وړ دی او مؤمنان باید په هغه پسي اقتدا وکړي، ږیره پريښول د انبیاؤ علیهم السلام مسنونه طریقه ده بلکي واجبي حکم دی چي هر مسلمان باید ږیره پریږدي او بریتونه کوچني کړي.

د تعلیم الاسلام مجلې د لومړی ګڼې څخه

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته