تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د خلکو عيبونه مه لټوئ!
 
  September 13, 2015
  0
ترتيب: محمد داود "امیري" - لښکرګاه

عَنْ أَبِى بَرْزَةَ الأَسْلَمِىِّ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلی الله علیه وسلم  «يَا مَعْشَرَ مَنْ آمَنَ بِلِسَانِهِ وَلَمْ يَدْخُلِ الإِيمَانُ قَلْبَهُ لاَ تَغْتَابُوا الْمُسْلِمِينَ وَلاَ تَتَّبِعُوا عَوْرَاتِهِمْ فَإِنَّهُ مَنِ اتَّبَعَ عَوْرَاتِهِمْ يَتَّبِعِ اللَّهُ عَوْرَتَهُ وَمَنْ يَتَّبِعِ اللَّهُ عَوْرَتَهُ يَفْضَحْهُ فِى بَيْتِهِ.» (ابوداود)

ابو برزة الاسلمي رضي الله عنه فرمايي، چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  وفرمايل: اې دهغو کسانو ډلګۍ! څوک، چي په ژبه دایمان دعوا کوي، خو زړونو ته يې ایمان نه دی ننوتلی، دمسلمانانو غیبتونه مه کوﺉ او د هغوی عیبونه مه پلټئ. څوک چي داسي کوي الله رب العزت به يې عیبونه راسربېره کړي او الله تعالی چي د چا عیبونه لوڅ کړي هغه بیا د خپل کور په دننه کي رسوا کوي او شرموي یې .

له پورتني حدیث څخه دا واضحه ده، چي مسلمان بايد د بل مسلمان عيب و نه پلټي. 

که موږ د ځان او نورو ارامي او خوشالي غواړو، باید د هر چا مثبتو خصلتونو ته ځیر سو او پر منفي خویونو یې سترګي پټي کړو؛ تر څو ټول بد خویونه یې له همدې لاري ورک کړو؛ ځکه داسي انسان نسته، چي هغه دي تېروتني او منفي اړخونه و نه لري او هغه کسان چي عیبونه پلټي، مثال یې د هغه مچ دی، چي  ټول ښکلی بدن پرېږدي او پر زخم کښېني.  

ټولو مسلمانو وروڼواو خویندو ته په کار ده، چي تل له دې ډول کړنو څخه لاس واخلي؛ ځکه شیطان تل کوښښ کوي، چي انسان ته خپل ناوړه کړه وړه ښایسته کړي او د بل مسلمان کړني ورته بدي ښکاره کړي. مسلمان ته په کار ده، چي شیطان يې تېر نه باسي او د تېرو کړنو څخه دي توبه وکړي. الله تعالی دي موږ ټولو مسلمانانو ته  د عمل کولو توفیق راکړي.
 
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۱۵ ګڼه
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته