تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د گناهونو د مغفرت او بخښني اسباب ۴
  تعلیم الاسلام
  September 13, 2015
  0

 د گناهونو د مغفرت او بخښل کېدو اسباب (۴) او وروستۍ برخه

بسم الله الرحمن الرحيم

نحمده ونصلي علی رسوله الکريم اما بعد :
 
۷: دُعاگاني کول
دُعاء د گناهونو د مغفرت لپاره يو ستر لامل دی چي انسان ئې د خپلو گناهونو د بخښني لپاره له الله پاک څخه غواړي.
 
په ځانگړې توگه په هغو  وختونو کي  چي دُعاء پکي قبلېږي، لکه  د شپې په منځ کي، د جمعې  د ورځي په آخري ساعت کي، د آذان  او اقامت  تر منځ  او داسي نور ځايونه ...
 
همداراز  د مومنانو خپلمنځي دُعاگاني چي دوی ئې يوه او بل ته کوي، د دغسي دُعاگانو د ژر قبلېدلو اميد هم زيات شته او گناوي هم پرې بخښل کېږي.
 
۸ : د مرگ په وخت کي او  ترې وروسته تکليفونه :
د قبر وارخطايي او تنگېدل، همداراز د زنکدن سختي ، د قيامت  د ورځي سختي ، گرمي ، پرېشاني  او نورو تکاليفو سره  هم الله پاک مسلمانانو ته بخښنه کوي.
 
ددې دا مطلب وي چي گناهگار مسلمان ته د ده د گناهونو سزا ورکول کېږي، نو الله پاک يې ددغو تکليفونو په تېرولو بخښي چي دومره سزا بس ده.
 
۹: د نبي کریم ﷺ شفاعت
 
دا هم  د مغفرت  يو ستر او عُمده لامل دی.
 
له حضرت انس رضی الله عنه څخه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : شفاعتي لاهل الکبائرمن امتي. (رواه الترمذي ص:۷۰ج:۲ وابوداود و رواه ابن ماجة عن جابر مشکوة المصابيح ص:۴۹۴ج:۲)
ژباړه : زما شفاعت زما له امت څخه  د لويو گناهونو د خاوندانو لپاره دی.
 
عن عوف بن مالك الأشجعي قال : قال رسول الله صلى الله عليه و سلم أتاني آت من عند ربي فخيرني بين أن يدخل نصف أمتي الجنة و بين الشفاعة فاخترت الشفاعة وهي لمن مات لا يشرك بالله شيئا. (رواه الترمذي ص : ۷۰ج : ۲ و ابن ماجةمشکوة المصابيح ص : ۴۹۴ج : ۲)
 
له حضرت عوف بن مالک رضی الله عنه څخه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : ما ته زما د رب له لوري يو راتلونکی راغی، ما ته يې زما د نيم امت جنت ته  د داخلېدو او شفاعت تر منځ اختيار راکړ؟ ( يعني په دې دوو کارو کي کوم يو خوښوې؟) نو ما شفاعت خوښ کړ او دا شفاعت  د هغه چا لپاره دی چي څوک په داسي حال کي مړ شي چي  د الله پاک سره شرک نه کوي!!
 
شفاعت يې په دې خوښ کړ چي دا ډېرعام دی . همداراز شفاعت  د نورو نېکانو خلگو هم  يو سبب دی.
 
۱۰: د الله پاک رحمت
 د بنده گناوي که  هر څومره زياتي  او ستري وي  خو بيا هم  د الله پاک رحمت ترې پراخ او ستر دی.
دا د مغفرت  تر ټولو ستر لامل دی.
 
 د مغفرت  د اسبابو په حاصلولو کي  ډېر کوښښ اړين دی، مخکي له دې چي دا موقع مو له لاسه  ووزي. (تلک عشرة کاملة)
 
و صلی الله علی نبينا محمد و علی آله  و اصحابه اجمعين
ليکوال :  مولوي عصمت الله عزام
نوري برخي: د مغفرت اسباب
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته