تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د اسلامي دعوت اهداف
 
  October 25, 2015
  0

رالېږونکې: ح. نوري

سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه

د دعوت عمومي هدف دا دی چي خلګ د الله تعالي دين ته را وبلل شي ، په نیغه لاره برابر شي، له تیارو نه د رڼا او له شرک نه د توحید ، او د ظلم نه د عدالت ، رحمت او احسان لوري ته راوبلل او راویستل شي. پدي هکله ډیر دلایل وجود لري.دالله تعالی دا قول :
  
(وَلْتَكُنْ مِنْكُمْ أُمَّةٌ يَدْعُونَ إِلَى الْخَيْرِ وَيَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَأُولَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ). (سورت ال عمران ،آیت ۱۰۴)
 
ژباړه : او وي دي (تل ) له تاسې يوه ډله چې بولې (خلق) په طرف د خير (اسلام)  او امر کوي (خلقو ته) په معروف (نيکۍ) سره او منعه کوي (خلق) له منکر (بدۍ) نه او دغه (امرين بالمعروف ناهين عن المنکر) همدوى دي په مراد رسيدلي. (تعلیم القران ، ص ۹۹)

الله تعالی فرمایي : (وَإِنَّكَ لَتَدْعُوهُمْ إِلَى صِرَاطٍ مُسْتَقِيمٍ ). (سورت المومنون ،ایت ۷۳)
ژباړه : او بيشكه ته خامخا دوى بولې طرف د لارې سمې ته ( چې دين د اسلام دى ).

الله تعالی فرمایي: (لِكُلِّ أُمَّةٍ جَعَلْنَا مَنْسَكًا هُمْ نَاسِكُوهُ فَلَا يُنَازِعُنَّكَ فِي الْأَمْرِ وَادْعُ إِلَى رَبِّكَ إِنَّكَ لَعَلَى هُدًى مُسْتَقِيمٍ). (سورت الحج ،ایت ۶۷)

ژباړه: د هر يوه امت لپاره مقرره كړې ده مونږ يوه لاره د بندګۍ چي دوى عمل كوونكي دي د هغه پس نه ښايي چي جګړه وكړي ( دا خاوندان د اديانو ) خامخا له تاسره په دې كار ( دين ) كې ( ځكه چې محمدي دين حق او ظاهر دى ) او ته د خپل رب لوري ته ( د خلكو) بلنه كوه بيشكه ته يې خامخا په ( هغه ) سمه صافه لاره ( چې برابره تللې ده حق ته).

قُلْ إِنَّمَا أُمِرْتُ أَنْ أَعْبُدَ اللَّهَ وَلَا أُشْرِكَ بِهِ إِلَيْهِ أَدْعُو وَإِلَيْهِ مَآبِ. (سورت الرعد، ۳۶)
 
ژباړه : ووايه ( اى محمده ! دوى ته ) بيشكه حكم شوى دى ماته په دې چې عبادت وكړم زه د الله او شريك ونه نيسم له دغه ( الله ) سره ( هيڅوك په عبادت كې ) خاص همغه ته راوبولم ( تمام عالم ) او خاص همده ته دی ورتګ زما ( او د ټولو په عقبى كې ).

(الر كِتَابٌ أَنْزَلْنَاهُ إِلَيْكَ لِتُخْرِجَ النَّاسَ مِنَ الظُّلُمَاتِ إِلَى النُّورِ بِإِذْنِ رَبِّهِمْ إِلَى صِرَاطِ الْعَزِيزِ الْحَمِيدِ). (سورت ابراهیم ،ایت ۲-۱)
 
ژباړه : (الر دا قرآن ) يو کتاب دى چې ليږلى دى هغه مونږ تا ته لپاره ددې چې را وباسي خلك ( په دې کتاب سره ) د كفر له تيارو څخه د ايمان رڼا ته په اذن ( اراده توفيق ) د رب د دوى،  د هغه الله لارې ته چې ښه غالب دى.

الله تعالی فرمایی:
(اللَّهُ وَلِيُّ الَّذِينَ آمَنُوا يُخْرِجُهُمْ مِنَ الظُّلُمَاتِ إِلَى النُّورِ وَالَّذِينَ كَفَرُوا أَوْلِيَاؤُهُمُ الطَّاغُوتُ يُخْرِجُونَهُمْ مِنَ النُّورِ إِلَى الظُّلُمَاتِ أُولَئِكَ أَصْحَابُ النَّارِ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ). (سورت المائدة ،ایت ۲۵۷)
ژباړه : الله دوست (مرستيال) دى د هغو کسانو چې مؤمنان دي چې باسې دوى له تيارو (د کفر او ګمراهۍ نه) د رڼا (د ايمان او هدايت ) لورې ته او هغه کسان چې کافران (منکران) شوي دي دوستان د دوى شيطانان دي چې دوى باسي له رڼا (د فطري ايمان او هدايت نه) د تيارو (د کفر او ګمراهۍ) لورې ته، دغه کسان (چې فطري ايمان يې په عملي کفر سره بدل کړى دى) صاحبان د اور(د دوزخ) دي همدوى په دې اور کې تل پاتې کيدونکي دي.

۱- د امت په افرادو مجاهده کول :
د دعوت له اهدافو نه یو هدف دا دی چي داسي امت او افراد وروزل شي چي د نیکۍ او اصلاح صفت ولري .د الله تعالی عبادت وکړي .
 
الله تعالی فرمايي : (هُوَ الَّذِي بَعَثَ فِي الْأُمِّيِّينَ رَسُولًا مِنْهُمْ يَتْلُو عَلَيْهِمْ آيَاتِهِ وَيُزَكِّيهِمْ وَيُعَلِّمُهُمُ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَإِنْ كَانُوا مِنْ قَبْلُ لَفِي ضَلَالٍ مُبِينٍ ). (سورت الجمعة،ایت ۲)
 
ژباړه : دغه ( الله ) هغه ذات دى چې پورته كړي ليږلى يې دى په اميانو كې يو رسول ( محمد) له دوى څخه چې لولي پر دوى باندې آيتونه ددې ( قرآن ) او پاكوي دوى ( له شركه له نورو بدو اخلاقو) او ښيي دوى ته کتاب (قرآن) او احكام ( د قرآن ) اګر كه ؤ دوى پخواله ( بعثته د محمد علیه السلام ) خامخا په ګمراهي ښكاره كې.

۲- د صالح مؤمن روزل : 
ددي لپاره چي صالح امت ورزل او رامنځته شي ضروري ده چي لومړي صالح افراد او رښتوني مؤمنان وموندل شي ، نو د دعوت یو هدف  د صالح مؤمن روزل دي:
 
حدیث شریف کي راځي : عَنْ سَهْلِ بن سعد، رضي اللَّه عنْه، أنَّ النبي صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم قَالَ لِعَلي، رضي اللَّه عنْه: « فو اللَّهِ لأنْ يهْدِيَ اللَّه بِكَ رجُلاً واحِداً خَيْرٌ لكَ من حُمْرِ النَّعم » (صحیح البخاری ،جزء ۹/ ص ۲۴۵)

له سهل بن سعيد رضی الله عنه نه روايت چې رسول الله صلی الله عليه وسلم حضرت علی رضی الله عنه ته وفرمايل : په الله سوګند دی که چيرې ستا په لاس الله تعالی يو کس ته هدايت وکړي ستا د پاره تر سورو اوښانو بهتر دي .

۳- پرکافرانو او منکرانو باندي دلیل او حجت قایمول:

د دعوت بل هدف دا دی چي له الله تعالی نه پر منکرانو او کافرانو باندي حجت او دلیل قایم شي.
 رُسُلًا مُبَشِّرِينَ وَمُنْذِرِينَ لِئَلَّا يَكُونَ لِلنَّاسِ عَلَى اللَّهِ حُجَّةٌ بَعْدَ الرُّسُلِ وَكَانَ اللَّهُ عَزِيزًا حَكِيمًا). (سورت النساء ،ایاتونه ۱۶۵-۱۶۳) 

 ژباړه : (اوليږلي مو دي ) رسولان چې زيري وركوونكي دي ( مؤمنانو ته په جنت ) او ويروونكي دي ( د كفارو په جحيم ) لپاره ددې چې د رسولانو له ( ليږلو) وروسته خلكو ته پر الله باندې هيڅ حجت ( دليل ، عذر، بهانه ) پاتې نشي ، او دى الله ښه غالب قوي ( په ا نفاذ د احكامو) ښه حكمت والا ( چې هر كار په تد بير او مصلحت سره كوي ).

۴- په مځکه کي د فساد مخنیوي:
د دعوت بل هدف دا دی چي په مځکه کي د شر او فساد مخینوي وشي. 

د فساد مخنیوي او له فساد نه نهي کول په دنیا کي ټول خلګ له الهی عقوبت نه خوندي ساتي، لکه چي الله تعالی فرمايي: 
 
الله تعالی فرمایی: (وَمَا كَانَ رَبُّكَ مُهْلِكَ الْقُرَى حَتَّى يَبْعَثَ فِي أُمِّهَا رَسُولًا يَتْلُو عَلَيْهِمْ آيَاتِنَا وَمَا كُنَّا مُهْلِكِي الْقُرَى إِلَّا وَأَهْلُهَا ظَالِمُونَ). (سورت القصص ، ایت ۵۹)
 
ژباړه :  او ستا رب ( عادتا) د کلیو هلاك كوونكى نه دى تر هغه پورې چې د هغو ( کلیو ) په مرکزي مقام کي یې يو رسول نه وي لېږلی چې په دوى زمونږ ايتونه لولي ( د عذر لري كولو لپاره )، او مونږ د قريو ( ښارونو) هلاك كونكي نه يو مګر په هغه وخت كې چې اهل د هغوظالمان وي. 

الله تعالی فرمایي: (وَمَا كَانَ رَبُّكَ لِيُهْلِكَ الْقُرَى بِظُلْمٍ وَأَهْلُهَا مُصْلِحُونَ) (سورت هود، ایت ۱۱۷)
ژباړه : او رب ستا له سره نه دى ( اراده كونكى ددې ) چې هلاك كړي ( اهل د) قريو په ظلم كفر سره حال دا چې وي اهل ددې قريو ( نيكان ، مؤمنان ) مصلحان.

الله تعالی چي د څه شي حکم کړی هغه نیکي ده او له څه نه چي يي منع کړیده هغه بدي او فساد دي ، الله تعالی دا مطلب داسي بیان کړيدي : 
 
الله تعالی فرمايي: (إِنَّ اللَّهَ يَأْمُرُ بِالْعَدْلِ وَالْإِحْسَانِ وَإِيتَاءِ ذِي الْقُرْبَى وَيَنْهَى عَنِ الْفَحْشَاءِ وَالْمُنْكَرِ وَالْبَغْيِ يَعِظُكُمْ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ). (سورت النحل ،ایت ۹۰)
 
ژباړه : بيشكه الله امر ( حكم ) كوي په عدل سره او  په احسان ( نيكي كولو) سره او په وركړې سره خاوندانو د خپلوۍ ته او منع كوي له ناوړو كارونو څخه اوله بدوكارو او له سركښۍ څخه ، پند دركوي تاسې ته ( په دغو اوامرو ،نواهيو سره ) لپاره ددې چې تاسې پند واخلۍ ( په دغوسره ).

ټولو رسولانو (علیهم السلام) خپل قومونه د توحید ، عبادت او اطاعت له امر نه وروسته له فساد او سرکښۍ نه نهی او منع کړیدي، مثلاً حضرت نوح (علیه السلام ) خپل قوم له شرک او د څو نیکو کسانو له عبادت نه نهی کړیدي لدینه يي منع کړي چي مسلمانان د الله تعالی له دین نه واوړي ، مشکلات ورته راولاړ کړي ، تحقیر او توهین يي وکړي.

حضرت هود (علیه السلام) خپل قوم له شرک او طغیان نه منع کړیدی ، له فساد او د مال له تلف کولو نه يي نهي کړی دی.

الله تعالی فرمایی: 
(وَإِذَا تَوَلَّى سَعَى فِي الْأَرْضِ لِيُفْسِدَ فِيهَا وَيُهْلِكَ الْحَرْثَ وَالنَّسْلَ وَاللَّهُ لَا يُحِبُّ الْفَسَادَ). (سورت البقرة ،۲۰۵)
ژباړه: او کله چې بيرته وګرځي ( له تا نه اى محمده!) نو په ځمکه (د مدينې) کې ګرځي د پاره ددې چې فساد وکړي په ځمکه کې او کښت او ساکښان (په سوځولو او وژلو سره) هلاکوي حال دا چې الله نه خوښوي فساد (او معصيت).

له همدي ځایه ده چي د ځمکي اوسیدونکو ته چي زیان رسیږي او د فساد منفي اغیزه پري غورځیږي ددې ټولو اصلي علت د دوی خپلي ګناوي دي، په دې اساس د دعوت د سترو اهدافو نه یو هم د فساد مخنیوی دی ځکه فساد بشریت ته ګواښ دی.

۵- په خیر او نیک عمل سره د ځمکی آبادول:

د دعوت له اهدافو نه یو هم په خیر او نیک عمل سره د ځمکي ودانول او آبادول دي:

الله تعالی فرمايی:
 (يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا ارْكَعُوا وَاسْجُدُوا وَاعْبُدُوا رَبَّكُمْ وَافْعَلُوا الْخَيْرَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ). (سورت الحج ،۷۷)
ژباړه :  اى هغو كسانو چې ايمان يې راوړى دى ( يعنې اى مؤمنانو) ركوع كوئ تاسې او سجده كوئ ( په لمانځه كې ) او عبادت كوئ تاسې د رب خپل ( نه د بل ) او نيك كارونه كوئ ( لكه صله رحمي او ښه اخلاق ) لپاره ددې چې برى ومومئ ( په نعمت او جنت سره ).

خیر د هر ګټي او منفعت نوم دی، نیک خوی خیر دي ، نیکي ،صله رحمي ، احسان حتی د ګټورو شیانو کرل دا ټول خیر دي ، لکه چی رسول (صلی الله علیه وسلم) فرمايي : (عن انس بن مالک عن نبی صلی الله علیه وسلم قال ان قامت الساعة و في ید احدکم فسیلة فان استطاع أن لاتقوم حتی یغرسها فلیغرسها). (الاداب المفرد ، جزء ۱ ، ص ۱۶۸)

ترجمه : که قیامت هم شي ، ستاسي د کوم کس په لاس کي یو بوټي وي ، که هغه دا کولاي شواي چي دا بوټي کینوي ، نو ایله دی نه کوي همدا بوټي دي کښینوي.

پدي کي شک نشته چي رسول الله ( صلی الله علیه وسلم ) له دعوت نه  ټول بشریت او ټولو بندګانو ګټه اخستي ده ، ان هغه کسان هم ورڅخه مستفید شویدي چي په اسلام ایمان نلري .
 
 الله تعالی د رسول الله (صلی الله علیهه وسلم) په هکله فرمايي:(وَمَا أَرْسَلْنَاكَ إِلَّا رَحْمَةً لِلْعَالَمِينَ). (سورت الانبیاء ،ایت ۱۰۷)

ژباړه :  اونه يې ليږلى مونږ ته ( اى محمده! ) مګر د ( ټولو) عالميانو لپاره رحمت.

د اسلام له لارښوونو نه کافرانو هم د خپلو چارو د سمون په لاره کي ګټه اخستي ده ، په ډیرو معاملاتو کي د اسلامي تعالیماتو نه پیروي کړیده او پدی سره يي له اسلامي رسالت نه دنیوي ګټی اخستي دي. له ښځو ، خادمانو او مزدرانو سره نیکي ، په جګړه کي انساني حقوق رعایتول دا ټول هغه اسلامي اصول دي چي نن ورځ ډیرو ورنه نقل کړیدي . (سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه)

دعوت
 

 

سرته