تازه سرليکونه
د (اسلام او سياست) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د حکومت موخي او اهداف ۱
 
  October 29, 2015
  0
 
اوله برخه
رالېږونکی: خیال محمد خادم/ سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه

په ننۍ نړۍ کي چي د حکومت موخي بیانیږي ، په هغو کي یوازي دومره ویل کیږي چي حکومت معنی دا چي زیات نه زیات خلګو ته خوښي برابرول  او یا د دوی د حقوقو څه ناڅه ساتنه کول ، خو تاسو وینئ چي په ننیو دودیزو نظرونو کي یوه سیاسي نظریه هم دا نه وایي چي د حکومت په اهدافو کي دا خبره هم سته چي د ولس روزنه وکړي ، نیکي عامه کړي او د بدیو مخنیوی وکړي .

دا خبري په یوه حکومت یا سیاسي نظام کي هم نسته ، او ددې اصلي لامل دا دی چي په دې نظرونو کي د بدیو او نېکیو کوم ځانګړی تصور هم نسته په نننیو فیشن جوړونکو فلسفو کي بدي او نیکي محض یوه ذاتي اصطلاح ده معنی دا چي ټولنه د خپلو دودونو له مخي دا خبره جوړوي چي کوم شی بد او کوم شی ښه دی او ضروري نده چي یو شی یو مهال بد ګڼل کېده هغه دي اوس هم بد وي ، که په یوه ټولنه کي د بد شي کارول زیات سي او خلګ یی ښه وګڼي؛ نو هغه بد شی به ښه ګڼل کیږي . دارنګه که په یو هیواد کي خلګ یو شی ښه وګڼي ؛ نو ضروري نه ده چي په بل هیواد کي دي هم هغه تصور وي؛ نو ځکه د حکومت په موخو او اهدافو کي د نیکیو او ښو چارو د خپرولو او له بدیو څخه د ځان ساتلو هیڅ یادونه نه کیږي. (ځکه نو په اوسنۍ نړۍ کي ډول ډول جرایم ورځ تر بلي ډيريږي او کنټرول یې د حکومت تر توان وتلی دی).

ددې برعکس په اسلام کي د نیکۍ او بدۍ بشپړ معیار سته ، ددې کائناتو خالق چي کوم شی بد ګڼلی دی هغه بد وي او کوم شی چي یې ښه ګڼلی دی هغه به ښه وي ، همدا لامل دی چي د خلافت په نظام کي د حکومت په بنسټیزو اهدافو کي تر ټولو لومړنی او مهم کار دا دی چي حکومت به د نیکیو عامول او د بدیو مخنیوی کوي . ځکه خو قرآن کریم د حکومت موخي په څرګندو ټکو کي بیان کړي دي ، الله تعالی فرمايي:

الَّذِينَ إِنْ مَكَّنَّاهُمْ فِي الْأَرْضِ أَقَامُوا الصَّلَاةَ وَآتَوُا الزَّكَاةَ وَأَمَرُوا بِالْمَعْرُوفِ وَنَهَوْا عَنِ الْمُنْكَرِ وَلِلَّهِ عَاقِبَةُ الْأُمُورِ. (سورت الحج: ۴۱)
ژباړه : دوی هغه خلګ دي چي که موږ په ځمکه کي قدرت ورکړو ، لمونځ قایموي ، زکات ورکوي ، د نیکۍ امر کوي او له بدیو څخه ایسارول کوي او د ټولو چارو خاتمه  الله جل جلاله لره ده .

قرآن کریم په زغرده ویلي دي چي د حکومت اهداف یوزي دا نه دي چي خوښي ترلاسه سي. لکه د حکومت په ځینو نظرونو کي چي بیان سوي دي ، ځکه چي خوښي یو مبهم شی دی ، د بیلا بیلو طبیعتونو له پلوه په مختلفو شیانو کي خوښي ترلاسه کیدای سي. څوک چي جرم خوښوي هغه به جرم کولو سره خوښي ترلاسه کوي . نو دا یو مخلوط سوې کلمه ده چي هر ډول معنی ته کارول کیږي .

قرآن عظیم الشان چي د یو غوره حکومت لپاره کومي موخي بیان کړي دي ، که پر هغو فکر وسي همدا د حکومت اصلي موخي پوره کولایسي . 

لمونځ قائمول
په اسلام کي تر ټولو لومړی د لمونځ قایمولو امر سوی دی . ښایي د سیکولر پلویان دا کار د سیاست څخه بیل وګڼي ؛ خو حقیقت هغه څه دی چي قرآن کریم بیان کړی دی ، پر افرادو باندي د یو حاکم هیئت اړتیا ځکه اړینه ده چي که هر فرد د خپلي خوښۍ ترلاسه کولو لپاره آزاد پرېښول سي ؛ نو سخته ګډوډي به رامنځته سي ؛ نو حکومت ځکه ضروري دی چي خلګ د نظم او ضبط پابند وګرځوي او څرګنده ده چي یوازي د قانون د ډنډې په زور دا کار نه کيږي . 

له همدې امله  لومړی د فکري روزني اړتیا سته چي په دې اړه تر ټولو اغیزناکه تګلاره دا ده چي خلګ د خپل رب مخي ته ودرېږي او په زړونو کي یې الله تعالی ته د هر عمل د ځواب ویلو احساس پیداکړل سي ، دا هغه احساس دی چي د شپې په تیاره او د ورځي په رڼا هم باید ورسره مل وي . ددې احساس هر وخت په پام کي ساتلو سره د لمانځه پابندي مهم رول لوبولی سي . ځکه خو د نېکانو واکمنو په اهدافو کي تر ټولو لومړی د لمانځه قایمولو یادونه سوې ده .او  رسول الله صلي الله علیه وسلم فرمايي چي لومنځ د دین ستن ده ، او هغه د صحابه په روزنه کي لمونځ تر ټولو لومړی قدم ګڼلي و، تل به یې د لمانځه امامت په خپله کاوه ، او د خپل مبارک ژوند په وروستۍ ورځ چي کله یی د ډېري کمزورۍ له امله امامت نسو ورکولی ؛ نو جَمعي ته راوه نه وتی، د خپلي خوني پرده یې پورته کړه او چي ویې لیدل حضرت ابو بکر صدیق رضي الله تعالی عنه خلګو ته لمونځ ورکوي ؛ نو پردې کار یې ډیره خوښي څرګنده کړه . 

دغه راز راشدینو خلفاو رضي الله عنهم و چي د دوی خلافت له هر اړخه د اسلامي نظام یوه بیلګه ده ، دوی تر ټولو زیاته پاملرنه امامت ته کوله . او امامت به یې هم په خپله ورکاوه ، تردې چي د حکومت د امیر سره امامت دومره وتړل سو چي د حکومتي امیر نوم هم په امام سره مشهور سو ، او په اسلامي اصطلاحاتو کي امامت ته (امامت صغری) او د حکومت امیر ته (امامت کبری) وايي.

راشدینو خلفاو به تر ځان لاندي خلګو ته نه یوازي د لمانځه پر قایمولو ډېر ټینګار کاوه بلکي هغه یې د مسئولیت د مهمو دندو څخه ګرځولی وو . امام مالک رحمه الله پخپل کتاب موطأ کي داسي روایت کوي:

عن نافع مولى عبد الله بن عمر :أن عمر بن الخطاب كتب إلى عماله إن أهم أمركم عندي الصلاة فمن حفظها وحافظ عليها حفظ دينه ومن ضيعها فهو لما سواها أضيع. (موطا امام مالک ، وقوت الصلاة ،ص :۶ج۱)

ژباړه: د عبدالله بن عمر رضي الله عنه آزاد سوی غلام نافع رحمه الله وایي: ”حضرت عمر رضي الله عنه خپلو والیانو ته ولیکل چي زما په فکر ستاسو په ټولو کارونو کي تر ټولو مهم کار لمونځ دی ؛ نو څوک چي د لمانځه ساتنه او پابندي وکړي هغه د خپل دین ساتنه وکړه او څوک چي لمونځ ګډوډ کړي د هغه نور کارونه به تر دې هم ګډوډ وي.
 
تر دې وروسته حضرت عمر رضی الله عنه په دې لیک کي خپلو ټولو والیانو ته د لمانځه د وختونو تفصیل ولیکی چي لمونځونه باید په کومو وختونو کي ادا کړل سي. دا یو عادي لیک نه وو بلکي یو رسمي فرمان وو چي د ټولي واکمنۍ (خلافت) والیانو ته د امیرالمؤمنین د رسمي فرمان په توګه ور لېږل سوی و.

دارنګه د حدیثو په کتابو کي راغلي دي چي د مسلمانانو دریم خلیفه حضرت عثمان بن عفان رضي الله عنه د خپل خلافت په پیر کي د خلګو مخ ته کښیناست او هغوی ته یې د اوداسه ښودنه کوله.

همدغسي واقعه د حضرت علي رضي الله عنه څخه هم را نقل سوې ده. (سنن ابي داود، باب صفة الصلاة النبي صلی الله علیه وسلم)

د لمانځه او سیاست تړاو
ننني ماده پرسته نظریات چي له داسي ډول نیکمرغیو څخه بې برخي دي وايي چي د لمانځه، اوداسه او نورو د سیاست سره هیڅ تړاو نسته خو په اسلام کي که سیاست وي، که اقتصاد وي او یا د دنیوي ژوند کومه بله معامله وي، ددې به هرو مرو د الله تعالی سره ټینګه اړیکه او د خلګو له روحاني تربیت سره تړاو وي. لمونځ داسي رکن دی چي هر وخت د انسان په زړه کي ددې مسؤلیت جذبات را پیدا کوي چي دده هر کار د هغه ذات تر څارني لاندي دی چي اخر هم دی بیرته هغه ته ورتلونکی دی. همدا جذبه ده چي په صحیح معنی له انسان څخه انسان جوړوي او د هغه د عمل تګلاره د نظم په حدودو کي ساتي.

الله عزوجل فرمایي: إِنَّ الصَّلَاةَ تَنْهَى عَنِ الْفَحْشَاءِ وَالْمُنْكَرِ وَلَذِكْرُ اللَّهِ أَكْبَرُ وَاللَّهُ يَعْلَمُ مَا تَصْنَعُونَ. (الایة)
بې شکه لمونځ له بې حیایی او ناوړه کارو څخه ایسارول کوي او د الله یادول ډیر لوی شی دی او الله ته هغه څه معلوم دي چي تاسي یې کوی.

په دې ایت کي دا په ګوته سوي دي چي لمونځ د الله تعالی یا دی، او لمونځ په انسان کي دا احساس را پیدا کوي چي الله تعالی يې ویني او له هر کاره یې خبر دی، ځکه نو لمونځ یې له بدو کارونو څخه راګرځوي. 

اوس چي کوم خلګ له اصولي پلوه ددې خبرو قایل نه دي، هغوی وخت ناوخته دا مثالونه بیانوي چي فلانی سړی د لمانځه پابند و خو دا او ها ناوړه کارونه یې کول.

لومړی خو په داسي مثالونو بیانولو کي په عمومي توګه مبالغه کیږي، دویم دا چي د لمونځ ګزارو او بې لمانځو خلګو ترمنځ توپیر پدې ها خوا دې خوا خبرو باندي نه دی، د دوی ترمنځ توپیر به د اکثریت پر بنسټ کیږي او دا یو حقیقت دی چي اوس هم څوک د بې لمانځه خلګو پر پرتله د لمونځ کونکو حالات وګورئ نو رښتیا هم چي په لمونځ کونکو کي دینداري، امانت، انصاف او رښتنولي د نورو په پرتله ډيره زیاته ده. او دا په داسي وخت کي چي د خلګو په ځانګړي ډول د لمونځ کونکو د روزني د پاره کوم منظم انتظام هم نسته، که چیري د حکومت په سطحه شریعت پلی سی نو د لمانځه یوه مهمه غوښتنه دا ده چي د ولس دیني او اخلاقي روزنه وسي.

همدا لامل دی چي قران کریم د حکومت په بنسټیزو اهدافو کي تر ټولو لومړی هدف د لمانځه قایمولو یادونه کړې ده.
ماخذ: اسلام او سیاسي اندونه، د نړۍ منلی عالم علامه مفتي محمد تقي عثماني/ ژباړه: مولوي نور الله عزام

سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
په ورپسې لیکونو کي به ان شاءالله د حکومت لاندي اهداف بیان سي:
زکات ورکول
امربالمعروف او نهي عن المنکر
عدل او انصاف پلي کول
خلافت یو مسؤلیت دی، د چا حق نه دی
 ---------------------------------------------------
د حکومت اسلامي تصور
د اسلامي خلافت مفهوم

سرته