تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
اوښ - د الله تعالی د قدرت نښه
 
  May 26, 2016
  0

ژباړه: خلیل احمد عمري/ تعلیم الاسلام مجله

د اوبو حیرانونکې ذخیره

 اوښ داسي حیوان دی چي د ځمکي پرمخ د زیات حرارت په صورت کي هم ژوندی پاتېدلای سي. اوښان اکثره په رېګونو يا دښتونو کي د بارونو د انتقال لپاره کاریږي. په داسي سيمو کي چي د حرارت درجه ۵۰ سانټي ګرېډ (۱۲۲- فارنهايت) وي. 


موږ او تاسو ته دا تجربه ده: کله چي هوا د۳۰ سانټي ګرېډ (۸۶- فارنهايت) څخه لوړه وي، په دې وخت کي که څوک د کار یا ساعت تېري لپاره له آرام ځای څخه را ووځي، نو زیات ستړی او تږی کیږي؛ خو اوښان د حرارت په ۵۰  سانټي ګرېډ درجو (۱۲۲- فارنهايت) کي څو کیلو متره تګ هم کولای سي. دوی کولای سي څو ورځي بېله اوبو څيښلو ژوند وکړي؛ ځکه چي الله جل جلاله د دوی بدن د انسانانو د بدنونو څخه ډېر متفاوت جوړ کړی دی. اوښان په خپل بدن کي د زیاتي مودې لپاره اوبه ذخیره کوي او خپله تنده له همدغو اوبو څخه، چي په بدن کي يې ذخیره کړي دي پوره کوي. 

 په دښتونو کي د اوبو د نه موجودیت ترڅنګ شنه واښه هم نه وي؛ ترڅو حیوانات د خوراک لپاره  ورڅخه ګټه واخلي، هلته یواځي ځوزان او ځوز لرونکي نباتات سته. د اوښانو خولې او شونډان ډېر سخت جوړښت لري، دوی کولای سي د خولې د سخت جوړښت په واسطه د بوټ په کلک تلي کي سوری جوړ کړي، نو ځکه په اسانۍ سره د ځوز لرونکو نباتاتو څخه تغذیه کوي او خپله لوږه په لیري کوي. 
 

 
همدارنګه هغه ورېښتان، چي د اوښانو پوست يې پوښلی دی دوی له زیاتي ګرمۍ  څخه ساتي. بله دا چي الله  جل جلاله د اوښ د نس لاندنۍ برخه ډېره کلکه او مقاومه جوړه کړې ده، چي د ناستي په وخت کي يې د نس هغه لاندي برخه، چي د ځمکي سره په تماس کي کیږي نه سوځي. 

الله جل جلاله د اوښانو  پښې غټي جوړي کړي دي؛ ځکه دوی په رېګ لرونکو مځکو کي ګرځي، چي پښې يې په ریګو کي دننه نسي. 

په رېګي دښتونو او ازادو ځايونوکي ډېر سخت بادونه او طوفانونه رامنځ ته کیږي، چي رېګ د بادونو په ذريعه هوا ته الوځي او څوک نسي کولای خپلي سترګي خلاصي کړي؛ خو اوښانو ته الله  جل جلاله دوه لايه د سترګو باڼوګان ورکړي دي، چي دغه باڼوګان د تلکي (دام) په څېر یوه له بلي سره موښلي او د اوښانو سترګي د رېګونو د داخلېدلو څخه ساتي. 
 

 
الله  جل جلاله هر ژوندی موجود دهغه خصوصیاتو مطابق پیدا کړی دی، چي د دوی د اوسېدو د ځای سره وړ وي. 

مثال: پنګوين (Penguin) حيوان په دښتونو کي نسته Penguin په دښت کي ډېر ژر مړه کېدلای سي؛ ځکه د د ښت له حالاتو سره د ده جسم توافق نسي کولای. دده د اوسېدلو ځايونه يخي ساحلي سيمي دي. الله  جل جلاله هر شی په هغه ځای کي پیدا کړی دی چي هلته بايد وي.

 الله جل جلاله په خپل کتاب (قران کریم) کي د اوښ د جوړښت څخه موږ خبروي:

أَفَلَا يَنْظُرُونَ إِلَى الْإِبِلِ كَيْفَ خُلِقَتْ. (سورة الغاشیة: ۱۷)

ژباړه: ایا دوی اوښ ته نه ګوري، چي دا څنګه جوړ سوی دی؟

ماخذ: تعلیم الاسلام مجله ، ۱۶ ګڼه د (Wonder of Allah’s creation) څخه
سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته