تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د هلاکت څخه د نجات لار
 
  December 6, 2015
  0

 د هلاکت څخه د نجات لار

لیکنه: علی الله متوکل الرحمن / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
قران کریم خپل د ژوند قانون جوړول، د نبي ﷺ پر سیرت عمل کول او د هغه مبارکه لاره خپلول د هلاکتونو څخه د نجات لاري دي خو بیا هم د علماوو د اقوالو په رڼا کي ځني یي لاندي را جمع سوی 
 
د نجات لاندي لاري و عامو اسبابو او خاصو اسبابو ته ویشل کیږي.
 
الف. د هلاکت څخه د نجات عمومي اسباب
۱. د امربالمعروف او نهي عن المنکر عملي کول: کچیري موږ د الله ﷻ ددین ساتنه په دي عمل سره وکړو نو الله ﷻ به زموږ ساتنه وکړي (د کفارو او د هغوی له فتنو څخه).
۲. پر حق ثابت پاته کیدل: د الله ﷻ پر حقه لاره پاته کیدل، دین په سمه توګه پیژندل، او ددي لپاره د الله ﷻ عبادت، د علماء سره ناسته او د هغوی د مجالسو څخه فیض اخیستل ضروري دي.
۳. پر نعمتونو باندي شکر ادا کول: د الله ﷻ لخوا څخه راکړل سوو نعمتونو باندي شکر ایستل او په هر حالت او هر څه کي د الله ﷻ رضا لټول.
۴. په نیکو اعمالو کي تلوار کول: ددي لپاره چي په هلاکت کي و نه لویږو لازمه ده چي د نیکو اعمالو په کسب کولو کي بیړه وسي او د الله ﷻ او رسول ﷺ و لاري ته نږدي سو.
۴. د اخرت د لاسته راوړلو قصد کول: دا چي دونیا کي ژوند کول امتحان دی نو په امتحان کي ښه بری لاس ته راوړل دي نو ځکه دا ضروري ده چي په دونیا کي د اخرت کوښښ وسي او د ابدي نړی سعادت لاس ته راوړل سي. 
ب. د هلاکت څخه د نجات خاص اسباب
۱. وصله رحمي کول: هغه وسیله ده چي اسلامي ټولنه پر یوه ټغر سره کښینوي. په زړونو کي مینه را شنه کوي او په ډیره اسانی سره د یوه صالح مشر تر قیادت لاندي ټولنه، کورنی او افراد له هلاکت څخه ژغورل کیدای سي.
۲. دعا کول: د مسلمان أپاره یوه ارښتناکه وسیله ده چي د خان اصلاح او د الله ﷻ څخه د هدایت غوښتنه په کولای سو. دعا د عبادت زړه دی او په قران او سنتو کي یي زیات توصیف سوی:
وَ اِذَا سَاَلَکَ عِبَادِیۡ عَنِّیۡ فَاِنِّیۡ قَرِیۡبٌ ؕ اُجِیۡبُ دَعْوَۃَ الدَّاعِ اِذَا دَعَانِ  ۙ فَلْیَسْتَجِیۡبُوۡا لِیۡ وَلْیُؤْمِنُوۡا بِیۡ لَعَلَّہُمْ یَرْشُدُوۡنَ (سورة البقره ۱۸۶)
ترجمه: او ( ای پیغمبره ﷺ ) زما بندګان که ستا څخه زما ( لیري والي او نژدې والي) په اړه پوښتنه وکړي؛ نو هغوی ته ووایه چي زه ورته ډیر ژدي یم؛ بلونکی چي کله ما وبلي، زه د هغه بلنه اورم او جواب ورکوم، نو هغوی ته ښایي چي زما بلني ته لبیک ووایي او پر ما ایمان راوړي ( ته دا خبره هغو ته واوروه)، کیدای سي چي سمه لاره و مومي.
================================================
ستاسو د هلاکت ذریعه
کبیره ګناهونه (لوی ګناهونه)
موږ په فتنو کي یو!
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته