تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
مشوره او د هغې ګټي
 
  November 4, 2016
  0

ليكنه : حاجي   نعمت  الله  شاكر 

۱- ا يمان د انسان د دنيا او آخرت د كاميابۍ او عزت ذريعه ده او د ايمان په سبب انسان، انسان  بلل کېږي بې ايمانه انسانان الله جل جلاله په خپل پاك كلام كي تر حيوانانو بد تر بللي دى. هو ايمان خلګ د انسانيت او د الله جل جلاله د دوستۍ لوړو مرتبو ته رسولي دي نو ايمان لرل، د ايمان په اړه معلومات لرل او په هغه عمل كول انسانيت دى.

۲ - د الله  جل جلاله  اوامر منل  د مناهيو څخه يې ځان ژغورل د تقوىٰ څخه عبارت دي او دا هله  كېداى سي چي د يني علم حاصل سي ځكه بي علمه مؤمن تقوىٰ نسي كولاى د تقوىٰ په نامه ممكن  نور كارونه  وكړي او د  ايمان په موجوديت كي د تقوىٰ لوړي درجې دي چي په زياتو آيتونو او  احاديثو سره ثابتي دي. 

۳ - الله جل جلاله موږ ته مكمل دين را ليږلى دى او د  ټولو عباداتو ترتيب يې په نبوي طريقه  غوره بللى دى هر نوع عبادت چي پر بله طريقه وسي هغه نه يوازي دا چي د قبوليت درجه نه  لري  بلكي د عذاب سبب ګرځي.

۴ - حسنه اخلاق د ايمان او اسلام برخه جوړوي او بد اخلاقه شخص كامل مؤمن ندى بل لسوى او  د يادوني وړ ده چي حسنه اخلاق نه يوازي دا چي د آخرت د سترو نعمتونو سبب كيږي بلكي په دنيا  كي هم د ښه ژوند ذريعه كيداى سي. 

۵ - د هر لوى او واړه كار تر اجرا مخكي مشوره كول لازمي ده ځكه مشوره كول بې ګټي نه وي  او دا ده پيغمبرانو ( چي وحيي هم ورته راتللي ) او د الله جل جلاله د ټولو دوستانو طرېقه ده.

۶ - تدبير او سنجش تر عقل لوړه مرتبه لري نو ځكه د هر كار عواقب سنجول انسان د آينده ملامتيا  څخه ژغورلاى سي. 

۷ - ډېره سختي نده په كار ځكه له  يوې خوا به دي په خلګو كي منفور كړي او څوك به دي دوستۍ  او روابطوته ارزښت نه وركوي او له بلي خوا به ستا د ضعف په وخت كي ستا تر لاس لاندي  كسان ستا د عزت څخه لاس واخلي ځكه هغه پخوانى عزت تا په زور خپل كړى وو.

۸ -  صبر  كول زياتي دنيوي او اخروي ګټي لري چي ليكل يې د دې كاغذ تر حوصلې لوړ دي  خو دومره بايد ووايو چي صبر مختلف صورتونه لري صبر پر مصائبو او غمونو كول يعني د غم  او مصيبت په وخت كي د خالق او مخلوق څخه شكايت نه كول، صبر پر عباداتو كول يعني په هر ډول غم، ښادي، احتياج، غنا، فراغت او مصروفيت كي د الله جل جلاله صحيح عبادت او پرهيز د  ګناه څخه كول يعني د هر ډول وړې او لويې ګناه څخه ځان ساتل صبر بلل سوى دى.

۹ - شكر كول د الله جل جلاله د قرب او دوستۍ د تقويت او د نعمتونو د تزئيد سبب كيږي او په دې  اړه زيات آيتونه او احاديث سته او هم د عقل او انساني ټولني ترتيب سته هغه انسان چي د بل  انسان احسان ونه مني احسان كوونكى  بل وخت احسان نه ور سره كوي نو الله جل جلاله چي د  ټولو كايناتو مالك او خالق دى او په زرهاوو احسانونه يې د خپلو بندګانو سره كړي دي كه څوك د  هغه مقدس ذات احسانونه ونه مني نو الله جل جلاله به څنګه هغه نعمتونه ورڅخه وانه خلي، او د  هغه شخص دعذاب فيصله به ونه كړي نعوذ بالله.

۱۰- سخاوت كوى ځكه سخي انسان الله جل جلاله او خلګو ته محبوب وي كه څه هم خلګ به دوې  ډولي وي نيكان خلګ به ستا د ښه اوصافو  په سبب مينه درسره لري او استفاده طلبه خلګ به د خپلي ګټي په غرض محبت درسره كوي د دويمي ډلي په خاطر سخا مه پريږده ځكه د نيكانو خلګو محبت په هر څه ارزي.

۱۱- د خلګو احسانونه او ښه صفتونه بيانوى چي په نتيجه كي به ښه خلګ پرخپلو اوصافو مستحكم  سي او تاسو به احسان شناسه او صفت پېژندونكي وګڼي او بد خلګ به د احسان او صفت په ارزښت پوه سي.

۱۲-  د مسلمانانو سره ښه اړيكي ساتى كه څوك ښه مسلمان وو ، محبت ورسره كوه ، ځكه د هغه  سره محبت له يوې خوا هغه شخص ستا سره محبت ته هڅوي او له بلي خوا پر تا د هغه خويونه اثركوي او هغه خويونه خپلوې چي په نتيجه كي به هم ښه ملګرى ولري اوهم ښه خويونه.

ب : كه كوم مسلمان ښه خويونه نه لرل د هغه سره بايد  ګذاره  وكړى  ځكه  د هغه  سره  ګذاره  كول دي له يوې  خوا د هغه له شر څخه ساتي اوله بلي خوا هغه ستا تراثر لاندي كيږي او ستا خويونه خپلوي  .

ج : د هغه چا سره ښه ژوند كوه چي يا ورته مجبوره يې او يا ور سره ډير وخت تيروي د هغه په مقابل كي دهغه چا مشورې مه منه چي فقط خپل ځان ستا په غم غمجن ښيي او عملاً كومه ګټه نه در رسوي.

(سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه)

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته