تازه سرليکونه
د (معاملات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د مضاربت تعریف او ډولونه
  تعلیم الاسلام ویبپاڼه
  December 17, 2015
  0

مضاربت :

د مُضاَرَبَت تعريف : بل ته پيسې د کار وبار د پاره ورکول چي ګټه يې د خاوند او عامل تر منځ د فيصدى په حساب شريکه وي مضاربت بلل کيږي  .
د يادوني وړ ده چي په مُضَارَبت کي تاوان ټول پر
رب المال راځي ، مُضَارِب په تاوان کي هيڅ ونډه نه اخلي بلکي د هغه خواري او محنت ضايع کيږي .

اصطلاحات :
رب المال: د پيسو خاوند ته رب المال يا مالک وايي .
مُضَارِب : د بل په پيسو کارکونکي ته چي په ګټه کي ورسره شريک وي مُضَارِب يا عامل وايي .
راس المال : راس المال هغو پيسو ته وايي چي په مضاربت کي د کار وبار د پاره و مُضَارِب ته  ور کول کيږي .

مثال : زيد بکر ته لس لکه افغانۍ د تجارت د پاره پدې شرط ورکړي چي ګټه به يې نيمه د زيد او نيمه د بکر وي دغه ډول تړون ته مُضَارَبَت وايي .


پدې مثال کي زيد ته رب المال وايي ، بکر ته مُضَارِب يا عامل وايي ، لس لکه افغانۍ چي زيد بکر ته ورکړي دي د راس المال په نامه ياديږي، مُضَارَبَت ته مُقَارضَة او مُعَاملة هم وايي .
د مُضَارَبَت تړون په ايجاب او قبول تړل کيږي .

د مُضَارَبَت ډولونه:   مُضَارَبَت پر دوه ډوله دى

الف: -  مطلق مُضَارَبَت
باء: -  مقيد مُضَارَبَت

الف: - مطلق مُضَارَبَت دې ته وايي چي رب المال بېله قيد او شرط څخه مُضَارِب ته مال ورکړي ورته ووايي : دا مال مي تا ته په مُضَارَبَت درکړ، ته چي څه ډول لازم بولې هغه ډول کار په وکړه ، ګټه مو تر منځ دونه فيصده ستا او دونه فيصده زما ده .

باء:- مقيد مُضَارَبَت دې ته وايي چي رب المال و مُضَارِب ته د کاروبارځاى وټاکي چي په پلانکي ښار  او  وطن کي کاروبار  په کوه يا د کاروبار ډول ورته تعيين کړي چي د پلانکي شي تجارت په کوه يا وخت ورته وټاکي يا د کاروبار نفر ورته وټاکي چي د دغو کسانو سره پېر او پلور کوه .

په مقيد مُضَارَبَت کي مُضَارِب هغه ډول کاروبار کولاى سي کوم چي ورته ټاکل سوى او د ټولو ټاکل سوو شرطونو مراعات به ساتي .






----------------------------------------------
ماخذ: فقه المبتدي، دریم ټوک- معاملات

مخکنۍ ليکنه: شَرِکَةُ الَاعمَالِ:

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته