د ګټي شرطونه:
لومړى : په مُضَارَبَت کي بايد د رب المال او مُضَارِب د ګټي مقدار معلوم وي ځکه د مُضَارَبَت اصلي موخه همدا ګټه ده ، که د ګټي وېش نامعلوم سي نو مُضَارَبَت فاسديږي . البته که څوک چا ته پيسې ورکړي او ورته ووايي : په ګټه کي شريکان يو دلته بيا مُضَارَبَت صحيح دى او ګټه نيمه د يوه او نيمه د بل کيږي ځکه دلته شراکت د برابري په معنا راځي .
دوهم : د ګټي وېش به د فيصدۍ له مخي ټاکل کيږي ، البته په هر څو فيصدي چي تر منځ موافقه وکړي .که د دواړو سلني برابري وي هم صحيح کيږي، او که د يوه دا مثلا څلوېښت فيصده او د بل دا شپيته فيصده وټاکل سي هم صحيح کيږي، که د يوه د پاره معلوم مقدار ګټه وټاکل سي د مثال په ډول د يوه د ګټي ونډه شل زره افغانۍ وټاکل سي تر شلو زرو چي هر څونه اضافه ګټه وسي هغه د هغه بل د پاره وټاکل سي دا ډول مُضَارَبَت بيا نه صحيح کيږي ، ځکه ګټه يې تر منځ مُشَاع نه ده .
د فاسد مُضَارَبَت حکمونه:
مُضَارَبَت به صحيح وي يا به فاسد وي هر ډول يې ځان ته حکمونه لري پدې څپرکي کي د فاسد مُضَارَبَت احکام بيانوو ، په فاسد مُضَارَبَت کي مُضَارِب نه د نفقې حق لري او نه د ټاکلي ګټي حق لري بلکي د اجر مثل مستحق ګرځي ،مُضَارِب چي څومره کار کړى دى دغه کار چي اجير په څومره اجوره کوي هغه د مُضَارِب د کار اجر مثل بلل کيږي .
مثال : که زيد بکر ته ووايي : زما موټر واخله ټکسيتوب په کوه ، څومره پيسه چي وګټې هغه مو تر منځ سم نيمى ده .
دا ډول مُضَارَبَت فاسد دى ، بکر چي څومره پيسه وګټي هغه ټوله د زيد يعني د رب المال کيږي ، ځکه دا د هغه د مال زېږد او محصول دى ، البته بکر د خپل کار په اندازه د مزدورۍ مستحق ګرځي، په فاسد مُضَارَبَت کي که بيخي ګټه ونسي بيا هم مُضَارِب د اجر مثل حق لري .
د صحيح مُضَارَبَت احکام:
د صحيح مُضَارَبَت ډېر احکام دي ځيني يې د مُضَارِب د لاس و حالت ته راجع کيږي ، ځيني يې د مُضَارِب د تصرفاتو سره تړاو لري ، ځيني يې د مُضَارِب وکار ته راجع کيږي او ځيني بيا پدې اړوند دي چي مُضَارِب په کاروبار کولو د څه شي مستحق ګرځي او ځيني نور بيا و رب المال ته راجع کيږي چي هغه په خپل مال د څه شي مستحق ګرځي .
------------------------------
اړونده ليکني:
مضاربت
شرکة العقود یا تړوني شراکت
ماخذ: فقه المبتدي، دریم ټوک- معاملات