تازه سرليکونه
د (معاملات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
دمضارب دلاس حالت
 
  January 6, 2016
  0
د مُضَارِب د لاس حالت

مُضَارِب امين دى ، د مُضَارِب په لاس کي راس المال د وديعې او امانتي مال حکم لري ځکه چي د مالک په اجازه يې اخيستى دى، مُضَارِب چي څه مهال په راس المال د مُضَارَبَت د پاره مال رانيسي نو بيا د پېر او پلور د وكَيْل حکم پيدا کوي ځکه د بل په مال کي يې د هغه په اجازه تصرف وکړ ، وكَيْل هم همدې ته وايي .
 
مُضَارِب چي څه مهال ګټه وکړي نو د خپلي ونډي په اندازه د رب المال سره شريک ګرځي ، ځکه په خپل کار او عمل د مال د يوې برخي څښتن وګرځېدى ، خو که د يو سبب لکبله مُضَارَبَت فاسد سو نو د مُضَارَبَت تړون د اجارې په تړون بدليږي او مُضَارِب د رب المال د پاره د اجير حکم پيدا کوي او د خپل کار په اندازه د اجورې مستحق ګرځي .
 
که د مُضَارِب په لاس کي بېله د ده د تفريط اونيمګړتيا څخه مال له منځه ولاړ سي تلف سي تاوان يې نه پر راځي، د مُضَارَبَت ټول تاوان پر رب المال راځي البته که د مخه يې ګټه کړې وي اول هغه ګټه په تاوان کي ځي ، که تاوان تر ګټي زيات وو نو بيا د ګټي څخه اضافه تاوان د مايې څخه شمېرل کيږي.که مُضَارِب د رب المال د شرط څخه مخالفت وکړي.

 مثلا : داسي کاروبار په وکړي چي رب المال يې اجازه نه وي ورکړې يا داسي شى په رانيسي چي رب المال د هغه د رانيولو څخه منع کړى وي ، پدې صورت کي مُضَارِب د غاصب په شان ګڼل کيږي د مال ضمان پر راځي ، ځکه دا د بل پر ملک د تيري په معنا دى .
که رب المال پر مُضَارِب د راس المال د تلف کېدلو د ضمان شرط کښېښود نو شرط يې باطل دى البته تړون يې صحيح بلل کيږي .


------------------------------------------

مأخذ:  فقه المبتدي، دريم ټوک - معاملات

اړونده ليکني: 
مضاربت
د ګټي شرطونه
شرکة العقود یا تړوني شراکت

 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته