تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د صلاة تسبیح فضیلت او طریقه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  May 11, 2019
  0
رالېږونکی: مبارک شاه/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه 2017-05-27
 
ددې لمانځه هم لوی فضیلت دی ددې لمانځه دکولو څخه د انسان د مخه او وروسته نوی او زاړه ، لوی او کوچني، ښکاره او پټ، په قصدي ډول په غیر قصدي ډول پېښ سوي ګناهونه الله تعالی ورمعافه وي، دا لمونځ د الله پیغمبر صلی الله علیه وسلم و خپل اکا حضرت عباس رضي الله عنه ته ورښوولی وو او ورته فرمایلي يې وه چي که يې کولای سې نو دا لمونځ هره ورځ کوه که هره ورځ نه وي نو هر جمعه، که هره جمعه يې نه سي کولای، نو په کال کښي يې یو واري کوه په کال کښي یې یوواري ضروري او خامخا کوه.
 
د تکلیف او غم او د مصیبت او سختي په وخت کښي دا لمونځ ډير زیات فائده مند دی ابوعثمان زاهدي رحمه الله فرمايې چي ما په داسي وخت کي تر صلوة تسبیح کولو ښه عمل بل هیڅ شی نه دي لیدلی د اکثره امامانو او د دین د بزرګانو دا لمونځ معمول وو  او په دغه يې عمل کړي دی، الله تعالی دي ماته او هر  مسلمان ته پر دغه باندي د عمل کولو توفیق راکړي امین.
 
ددې لمانځه څلور رکعتونه دي په هر کعت کي کښي دغه لاندي لیکل سوي کلمې  په دې ترتیب سره ویل کيږي:
 
سبحان الله والحمدلله و لا اله الا الله  والله اکبر
 
چي  نیت وتړې تر ثنا یعني سبحنک اللهم وروسته دي داکلمې پنځلس واره وايې.
تر   اعوذ بالله ، بسم الله ، الحمدلله او  سورت ویلو وروسته دي لس واره وايې،
په رکوع  کي  تر سبحان ربي العظیم وروسته دي لس واره دي وايې ، 
چي د رکوع څخه ولاړ سي په قومه کي دي لس واره وايي
او په اوله سجده کي د سبحان ربي الاعلی څخه وروسته  دي لس واره ووايي 
چي د اولي سجدې څخه راپورته سي او کښيني نو لس واره دي يې وايي، 
بیا هم دوهمه سجده کي تر سبحان ربي الاعلی وروسته دي يې لس واره ووايي.
 
په دغه ترتیب دا تسبیح په یوه رکعت کي پنځه اویا (۷۵) واره کیږي.
 
ددې څخه وروسته دي د دوهم رکعت لپاره ولاړسي او د سورت فاتحه څخه مخکي دي دا کلمې پیځلس واره ووايي ،
 
همدارنګه په پاته رکعتونو کي دي په پورته بیان سوې طریقه سره عمل کوي ،په څلورو رکعتو  کي دغه کلمې درې سوه واره ویل کيږي .
 
دا طریقه امام ترمذي رحمه الله د عبدالله ابن مبارک رحمه الله څخه روایت کړې ده.
 
 دا لمونځ د مکروه وختو څخه ماسیوا هر وخت کولای سی.
 
د حضرت ابن عباس رضي الله عنه څخه روایت دی چي په اول رکعت کي دي تر  سورت فاتحه وروسته:
 
 الهکم التکاثر 
په دوهم رکعت کښي والعصر 
په دریم رکعت کښي قل یاایهاالکفرون
په څلورم رکعت کي قل هو الله احد وايي
 
او په دوهم روایت کي اذا زلزلت الارض په اول رکعت
 والعدیت په دوهم رکعت کي
 اذا جاء په دریم رکعت کي
او په څلورم رکعت کي قل هو الله احد ویل هم راغلي دي .
 
لیکن دا سورتونه ویل ضروري نه دي چا ته چي کوم سورتونه یادوي هغه هم ویلای سي.
 
ماخذ: معلم الدین/تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
 
بیان: د صلاة تسبیح مکمله طریقه او مسایل
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته