تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د اشراق لمونځ - د حج او عمرې ثواب
  تعلیم الاسلام
  July 14, 2021
  0
رالېږونکی: مبارک شاه
په حدیث شریف کي راغلي دي چي د اشراق لمونځ کوونکو لره د یوه حج او یوې عمرې ثواب ورکول کیږي، ددې لمانځه طریقه دا ده چي د سهار لمونځ وکړي پر هغه ځای ناست واوسي او د الله عزوجل ذکر او اذکار کوي، دنیوي کاروبار او د هیچا سره دنیوي خبري نه کوي.
 
کله چي لمر پوره راوخیژي نو دوه څلور رکعاته د اشراق لمونځ وکړي او که چا د سهار لمونځ وکړی د دنیا په کار وبار سره اخته سو نو هغه يې  هم کولای سي مګر په ثواب کښي يې کمی راځي.
 
 
ښځو لره پکار ده چي دوی د سهار لمونځ وکړي په خپل کور کي د لمانځه پر ځای کښیني د الله تعالي ذکر کوي او کله چي د اشراق وخت سي نو د اشراق لمونځ دي وکړي . د اشراق وخت هغه وخت شروع کیږي چي کله لمر پورته راوخیژي او دده وطرف ته په پوره کتلو سره سړی نه سي کتلای ، سترګي پر برېښي ،تقریباً پنځلس دقیقې وروسته لمر دغه شکل ته رسیږي.
 
ماخذ: معلم الدین/تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
د څاښت لمونځ
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته