تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
موسیقي په اسلام کي ۱
 
  August 5, 2014
  0

موسيقي اورېدل او د هغې ناوړه پايلي

ليکنه  او  ترتيب :  نعمت الله شاكر

وَمِنَ النَّاسِ مَن يَشْتَرِي لَهْوَ الْحَدِيثِ لِيُضِلَّ عَن سَبِيلِ اللَّهِ بِغَيْرِ عِلْمٍ وَيَتَّخِذَهَا هُزُوًا أُولَئِكَ لَهُمْ عَذَابٌ مُّهِينٌ  ﴿6﴾ سورت لقمان

ژباړه: ځيني د خلګو  څخه  هغه  څوك  دي چي عبثي  خبري  رانيسي ، د الله جل جلاله لاري  څخه اړوونكي  دي (  او د خپل  عمل  د عواقبو څخه ) ناخبره  دي اوپه  دغه ( د الله جل جلاله په لاره  يا  د قرآن په  اياتونو )  پسخند وهي ، ددوى  لپاره  سپكوونكى عذاب  دى.

وأخرج ابن أبي شيبة ، وابن أبي الدنيا ، وابن جرير ، وابن المنذر ، والحاكم وصححه ، والبيهقي في شعب الإيمان عن أبي الصهباء قال سألت عبد اللّه بن مسعود عن قوله تعالى : وَمِنَ النَّاسِ مَنْ يَشْتَرِي لَهْوَ الْحَدِيثِ قال : هو واللّه الغناء وبه وفسر كثير ، والأحسن تفسيره بما يعم كل ذلك كما ذكرناه عن الحسن ، وهو الذي يقتضيه ما أخرجه البخاري في الأدب المفرد ، وابن أبي الدنيا ، وابن جرير ، وابن أبي حاتم ، وابن مردويه ، والبيهقي في سننه عن ابن عباس أنه قال : لَهْوَ الْحَدِيثِ هو الغناء ، وأشباهه . تفسيرروح المعاني

ډير مفسرين حضرات لهو الحديث په  موسيقي تعبيروي او بعضي  فقهاء  موسيقي  او موسيقي  ته  ورته  شيان لهو الحديث ګڼي خو موسيقي  ددې حكم  څخه نسي وتلاى ! ځكه  موسيقي  اجتماعي او  فردي  زيانونه  لري چي  لنډ  به  واضح  سي ، د اسلام دښمنانو د مسلمانانو خصوصاَ د ځوانانو دبي لارې كولو لپا ره تر ټولو مهمه وسيله موسيقي ګڼلې او دا گمراه كوونکي وسيله يې د تلويزيون، راديو، كمپيوټر، انترنيټ،  سينما او داسي  نورو عصري وسايلو په واسطه د مسلمانانو په اكثرو ټولنو کي عامه كړې تر دې چي په اوسني عصر کي خو زياتره خلك ساز او سرود ته د گناه  په سترگه هم نه گوري حال دا چي الله جل جلاله موسيقي  په قراّنكريم کي د لهو الحديث (بيهوده خبرو)  په نامه يا دوي.

وفي السنن عن ابن مسعود قال : قال رسول اللّه صلّى اللّه عليه وسلم الغناء ينبت النفاق في القلب كما ينبت الماء البقل. د حضرت  عبدالله بن  مسعود رضى الله عنه  څخه روايت  دى  چي رسو ل الله صلى الله عليه وسلم فرمايي : مو سيقي په زړونو کي نفا ق داسې زرغونوى لكه اوبه چي كښت او زراعت ته وده وركوي. عن أبي أمامة رضي اللّه تعالى عنه أن رسول اللّه صلى اللّه تعالى عليه وسلم قال : ما رفع أحد صوته بغناء إلا بعث اللّه تعالى إليه شيطانين يجلسان على منكبيه يضربان بأعقابهما على صدره حتى يمسك.

د حضرت ابو امامه رضى الله عنه څخه  روايت دى چي  رسول  صلى الله عليه وسلم وفرمايل : كوم  څوك  چي  موسيقي  ږغوي الله جل جلاله دوه  شيطانان وروليږي او هغوى يي پر اوږو كښيني پر څټ او شا يي وهي تر هغه وخته چي  پيروي يي كوي. وأخرج سعيد بن منصور ، وأحمد ، والترمذي ، وابن ماجة ، وابن جرير ، وابن المنذر ، وابن أبي حاتم ، والطبراني ، وغيرهم عن أبي أمامة عن رسول اللّه صلی الله علیه وسلم قال : لا تبيعوا القينات ولا تشتروهن ولا تعلموهن ولا خير في تجارة فيهن وثمنهن حرام في مثل هذا أنزلت هذه الآية: وَمِنَ النَّاسِ مَنْ يَشْتَرِي لَهْوَ الْحَدِيثِ  إلى آخر الآية .

د حضرت ابو امامه رضى الله عنه څخه  روايت دى چي  رسول الله  صلى الله عليه وسلم وفرمايل :د موسيقي  اسباب مه رانيسي مه يي  خرڅوى ، مه يي چاته ور ښياست ، او ددې  اسبابو په خريد او فروش كي خير او بركت  نسته او  ددې  كار پيسې او ګټه حرامي دي  لكه دا ( عمل  چي  حرام دى ).

وقال الضحاك : الغناء منفدة للمال مسخطة للرب مفسدة للقلب. امام  ضحاك رحمة الله عليه فرمايي: موسيقي د مال ضائع كول ، د الله جل جلاله د غضب  سبب او د زړه د فساد  ذريعه  ده .وفي التاتار خانية اعلم أن التغني حرام في جميع الأديان . فتاواى تاتارخانيه ليكي: موسيقي په ټولو  اسماني  دينونو كي حرام  وه . همدا رنگه رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي : كله چي زما په امت کي موسيقي او سندرې زياتى سي نو د خداى جل جلا له دعذا ب رانازليدل به پرې شروع سي.

څيړنو ښودلې ده چي موسيقي اوريدل د اوريدني پر حس فشار راولي ؛ د ډاکټرانو په وينا د موسيقي ږغ د ويني فشار زياتوي او د زړه ټکان ګړندي کوي. همدا راز روغتيا پوهان وايي : زړه د ډير لوړ ږغ  په اوريدو د بدن د نورو غړو په پرتله تر ډير فشار لاندي راځي او د ويني د رګونو په اندازه کي هم  بدلون راولی.

څيړنو دا هم ښوولې ده چي موسيقي د اميندوارو ښځو په ګيډه کي د ماشوم  په بڼه او کچه کي هم بدلون راولي؛ دا په داسي  حال كي چي  څيړني لا اوس هم رواني دي شايد په سلګونو نور زيانونه هم ولري چي لا  تر  اوسه څيړونكو نه دي كشف كړي، ځكه  څيړونكي حد اكثر  دوې ډلي دي يوه ډله هغه مسلمانان دي چي غواړي د اسلام  د احكامو  لپاره د الله جل جلاله د حكمتونو څخه يو حكمت معلوم كړي يعني كوم  كار چي په اسلام كي منع سوي وي د هغه زيان كشف كړي او كوم  كار چي اسلام يي د كولو امر كړي دي د هغه  ګټه  معلومه  سي ؛ كه  څه  هم  مسلمان  مكلف  دى  چي  هر  څه  بیله  دې  چي  زيان يي معلوم   سي   بايد هغه  ومني  او  ور څخه  ډډه  وسي  او  كوم  كار  چي  اسلام يي  په كولو  او  اجراء  امر  كړي  دي بيله  دې  چي  د هغه  ګټه  معلومه  وي  مسلمان  مكلف  دي  چي هغه ومني  او  ادا  يي كړي ،  دوهمه  ډله  هغه  كافران  دي  چي  د اسلام  د بد نامولو  او  منفور  كولو  په غرض   څيړني  كوي  تر  څو  ممنوع  او  حرام  عملونه  ګټور  ثابت  كړي  چي  تر  اوسه  الحمد لله  پر دې  ندي  بريالي  سوي  او  زيات  وختونه  دا  څیړني د څيړونكي  د مسلمانيدلو  سبب سي  په  لسګونو  هغه  عملونه  لكه  شراب  څښل ، زنا  كول ، نكاح اليد كول ( خپل  ځان  معذور  كول ) ، سود  اخيستل  ، رشوت  خوړل ، ناحقه  قتل  كول  او نور  حرام  عملونه  د  اجتماعي  زيانونو  سره  سره  شخصي  زيانونه  هم  لري ، مثلاً:

 شراب  خوړل :
 د  شرابو  خوړلو څوارلس  زيانونه  تر  اوسه  څيړونكو  كشف  كړي  دي ، كه  څه  هم  په  سلګونو  نور  زيانونه  هم  لري  چي  څيړونكو  نه دي  كشف  كړي  چي  يو  زيان يي  د اينې  يا  جګر  تخريب  دى  ځكه  اينه  د يوه  ژوندي  موجود  په  بدن  كي  زيات  فعاليتونه  او دندي  سر ته  رسوي  چي  يوه  دنده  يي  د انسان  د بدن  ديخچال  وظيفه  ده  يعني  كله  چي  انسان  يو شى  وخوري  په هغه  كي  ډول، ډول مواد وي  مثلاً  د مالټې په  تركيب كي  ويټامين سي  دي ، د مالټې زيات  خوراك  د ويټامين سي   مقدار  د انسان  په بدن  كي  زياتوي  اينه  هغه  اضافي  مقدار  ساتي  او  هغه  وخت  بدن  ورڅخه  استفاده  كولاي  سي  چي  د  بدن  د ويټامين  سي  مقدار  په  بدن  كي  كم  سي او  داسي  هر خوراكي  شى  لسګونه  ګټور  مواد  لري  كه  اينه  خرابه  وي  ټول  اضافي  مواد  نه  يوازي  دا چي  ضايع  كيږي  بلكي  هغه  په  بدن  كي  په  مضرو  موادو  بدليږي ، د شرابو  خوړل  د  نورو  زيانونو  سره سره  د اينې  د تخريب  سبب  هم كيږي. The Centers for Disease Control and Prevention د ستري امریکايې ادارې مطابق

زنا كول :
همداسي  د زنا  كولو  اجتماعي  زيانونه  خو  دهيڅ  عاقل  انسان  څڅه  پټ  نه دي  خو  شخصي  زيانونه  يې  هم  ډير  كشف  سوي  دي  چي  يو  زيان  يي  د ايډز  مريضي  ده  چي  هر  كال  په  لكونو  انسانان  ورڅخه  مري  ،  ايډز  هغه  مريضي  ده  چي  تر  اوسه  يي  علاج  هم  نه دى  كشف  سوئ او  ايډز  هغه  حالت  دئ  چي د انسان به  بدن  كي د معافيت  يا  وقايي  سيسټم  له  منځه  وړي مثلاً  د انسان  په  وينه  كي د نورو  تركيبونو  سره سره يو  تركيب  د سپينو كروياتو  پنامه  سته  چي  د نورو دندو  سره  سره  يوه  دا  دنده  هم  په   ترسره کوي  چي  د هر  مكروب  د داخليدلو  پر  وخت خپل  ځان  ته انفجار  وركوي  او  هغه  مكروب  له  منځه  وړي  او  ايډز  دغه  سيسټم  له  منځه  وړي  يا  يي  ضعيفوي چي  په  نتيجه  كي  د انسان  بدن  داسي  بي  دفاع  او  بې  مقاومته  حالت  غوره  كوي ،  لكه يو  بې  فوجه  او  بې  پوليسه  حاكميت  چي  په  لږ  قوه  له  منځه  ځي  او نسكورېږي .

خپل ځان معذور  كول  :
رسول الله  صلى الله عليه وسلم هغه  څوك  ملعون  بللى  دئ  چي  خپل  ځان په خپله  معذور كوي ، ددي عمل  زيات  زيانونه  دي  ، چي  يو  زيان يي د انسان  هغه  غدې تخريبول  دي  چي  مواد  منويه  جوړوي  او  دهغو تخريب  زيات  بد  عواقب  لري   چي  د  اولاد  د نه  پيدا كيدلو احتمال  ډيروي  او  بل زيان يي  په  عصبي  سيسټم  كي  د تصميم  ګيري  او مقاومت  برخه خرابوي .

سود  خوړل ، رشوت  خوړل ، ناحقه  قتل  او نورو جرمونو  اجتماعي  او شخصي  زيانونه  هم  واضح  دي  ،  همداسي  موسيقي  ږغول  يا  اوريدل   اجتماعي  او  فردي  زيانونه  لري هغه  خلک په تيره  بيا ځوانان  چي موسيقي اوري  د ټولني  تر  څنګ ځان ته  تاوان رسوي . 

 نو  ښه دا ده  چي د  موسيقي  د اوريدلو  څخه  ډډه  وسي   ځكه  له  يوې  خوا اسلام  چي  د انسانيت  د نجات  او  فلاح  دين   دي   او  هر  هغه  كار  چي  د  انسانيت  په  خيروي  هغه  يي  ورته  جايز كړى  دئ  او بر عكس  هغه  كارونه  چي  د انسانيت  لپاره  مضر وي  هغه  يې  منع  كړي دي ، هيله  ده  د موسيقي  د اوريدلو څخه  ډډه  وسي  تر څو  د دنيوي  او اُخروي  زيانونو  څخه  مو  ځان  ژغورلى   وي  او  داسي  تفريحي كارونه وكړو  چي  په  هغه  كي  د  بدني فايدې  تر  څنګ  ثواب  هم  ولري.

د موسيقي د نيوي اضرار:

‍۱: موسيقي د اخلا قي فسا د مهم عا مل دى.
۲: د پرښتو يا ملائیکو د را نازليدو څخه مخنيوى كوي.
۳: په زړه كښې نفاق زرغونوي.
۴: د زنا طرف ته د تشويق  وسيله ده.
۵: د خپل ناموس په هكله د بې تفا وتى سبب گرځې. 

 ان شاءالله نور بیا...

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته