تازه سرليکونه
د (ستاسو ليکني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د خپل ځان سره محاسبه وکړئ
 
  November 24, 2011
  0


د خپل ځان سره محاسبه وکړئ
 مخکي تر دې چي محاسبه در سره وسي

او  خپل اعمال په خپله وتلئ
 مخکي تر دې چي وتلل سي .

راټولونه : قاري ذبيح الله ذهين د کابل څخه

ايا د خوب څخه د پاڅېدو پر مهال دي د الله جل جلاله  ذکر او حمد ويلئ دئ؟
آيا نن دي سهار لمونځ په جماعت سره اداء کړئ دئ ؟
آيا نن ورځ دي په داسي حال کي پيل کړې چي د الله جل جلاله  څخه دي د حلال رزق غوښتنه کړې وي او په دي اړه دي زيار ايستلی وي ؟
آيا د دی شکر دي پر ځای کړی دئ چي الله جل جلاله  د اسلام په ستر نعمت وياړلی يې ؟
آيا نن دي د سهار مسنونه اذکار لوستلي دي؟
آيا د سترګو، غوږو، پوزي، لاسو، پښو،  زړه او نورو ټولو نعمتونو له امله دي د الله جل جلاله  شکر اداء کړئ دئ ؟
آيا د دعاء، قبليدو او د الله جل جلاله  د رابلني له وختونو څخه دي ګټه اخيستې ده ؟
آيا نن ورځ دي د الله جل جلاله  د کتاب قرآن عظيم الشان څه برخه لوستې او زده کړی ده ؟ او يا دي  عمل  په کړئ دئ ؟
آيا نن دي له فرايضو څخه څه زده کړي دي او د زده کړی لپاره دي په کوم مجلس کي ګډون کړئ دئ  او د لاسته راوړني کوښښ دي کړئ دئ ؟
آيا نن دي پر رسول الله صلى الله عليه وسلم  باندی درود ويلئ دئ ؟
آيا نن دي خپل غوږونه ، سترګی ، لاسونه ، پښې ، خوله او نور غړي د حرامو څخه ژغورلي دي ؟
آيا د مريض ورور پوښتني ته ورغلئ يې ؟
آيا د کوم سړي د جنازې مشيت دي کړئ دئ لکه غسل ورکول ، د جنازى لمونځ او تدفين کی برخه اخيستل ؟
آيا نن دي په کوم ښه کار امر کړئ او يا دي له بديو څخه څوک منع کړی دئ ؟
آيا د الله جل جلاله په اړه دي چاته نصيحت کړئ دئ ؟
آيا د کوم مسلمان مرسته دي کړې ده ؟
آيا نن ورځ دي درې ځله د الله جل جلاله جنت ته د داخليدو دعاء کړی ده ؟
بېشکه هغه څوک چي د الله جل جلاله  څخه جنت ته د داخليدو سوال کوي ، جنت وايي : اې الله جل جلاله  دی جنت ته داخل کړه .
آيا نن ورځ دي د الله جل جلاله څخه درې ځلي د دوږخ د اور څخه د خلاصون دعاء کړی ده ؟  بېشکه هغه کسان ، چي د الله جل جلاله  څخه د دوږخ د خلاصون دعاء کوي ، دوږخ وايی : اې الله جل جلاله  دی له دوږخ څخه وژغوره .
آيا خپل ټول لمونځونه دي په خپل ټاکلی وخت کي په جماعت سره اداء کړي دي ؟
آيا نن دي سنت او نفلي عبادات تر سره کړي دي ؟
آيا د لمانځه او اذان څخه وروسته مسنونه اذکارو باندی ټينګ پاته  سوي ياست ؟
آيا نن ورځ دي خپل لمونځ په داسي خشوع او خضوع ډول اداء کړی دئ ، چي په لوستل سوی قرآئت باندی دي فکر کړئ وي ؟
آيا د خپل کار ، خوراک ، چيښاک او پوښاک  په اړه د الله جل جلاله  څخه وېرېدلئ يې ؟
آيا نن دي چوپتيا فکر ، خبري دي ذکر او ليدل دي عبرت وه ؟
آيا مينه او کينه دي يواځي د الله جل جلاله  لپاره وه ؟
آيا د ميني ، محبت او زړه لاسته راوړلو لپاره دي يو چاته ښه خبره او يا هم کومه تحفه ورکړئ ده ؟
آيا له ناوړه ملګرو څخه د ليري والي او دښو ملګرو سره د نژدې والي په اړه دي فکر کړئ دئ؟
آيا د الله جل جلاله  لپاره دي د کوم نوي ملګري د پيژندلو په اړه له حرص نه کار اخيستئ دئ ؟
آيا له ډېري خندا څخه دي ځان ژغورلئ دئ ؟
آيا نن ورځ دئ د الله جل جلاله له وېري ژړلي دي ؟
آيا نن ورځ دئ  د خپلو ګناهونو بخښنه د الله جل جلاله  څخه غوښتې ده ؟
آيا نن ورځ دي د الله جل جلاله  څخه غوښتي چي زړه دي په دين باندی ثابت وساتي ؟
آيا د مؤمنانو سړو او مؤمنانو ښځو لپاره دي د الله جل جلاله  څخه بخښنه غوښتې ده ؟
آيا نن دي د کوم مسلمان ورور په خوله د خوشحالۍ موسکا غوړولې ده ؟
آيا نن ورځ دي دبېوسو او اړو خلګو ته صدقه ورکړې ده ؟
آيا پر خپلي ژمني ټينګ او په وعده کی رښتينی پاته سوی يې ؟
آيا په خپلو ټولو ښکاره او پټو عملونو کي دي د اخلاص څخه کار اخيستئ دئ ؟
آيا په فقر او غناء کي دي له صبر او تواضع څخه کار اخيستئ دئ ؟
آيا له هغه چا سره چي اړيکه يې درسره پرې کړې تا ورسره بيرته نښلولې ده ؟
آيا په قهر او رضاء کي دي د عدالت څخه کار اخيستئ دئ ؟
آيا چا چي در باندی ظلم کړئ دئ ، تا ورته بخښنه او چا چي در څخه سپمولی دئ ، تا ورکړه کړی ده ؟
آيا ځان دي د قهر او غوسې څخه ژغورلئ دئ ؟
آيا خپل ځان او زړه دي له ناوړه مرضونو لکه خيانت ، درغلي ، بغض ، کينه ، حسد ، غلا ، شراب ، لواطت ، زنا او نورو ناوړو عملونو څخه ژغورلئ  دئ ؟
آيا ژبه دی له درواغو، غيبت ، چغلى ، شخړي او د عبثو شيانو د ويلو څخه ژغورلې ده ؟
آيا خپل نفس دي د حلم ، صبر ، تواضع ، تقوی ، پرهيزګاری ، رحمت ، توکل او اخلاص څخه برخمن کړئ دئ ؟
آيا کوم مصيبت ، چي درته پيښ سوی دئ  چي تا ويلی وی (اِنا لِلهِ وَ اِنا اِلَيهِ راجِعون)؟
آيا نن ورځ دي دا دعاء (الهم انی اعوذبک ان اشرک بک و انا اعلم و استغفرک لما لا اعلم) لوستې ده ؟ څوک چي دا دعا ولولي الله جل جلاله  به يې د پټ او ښکاره شرک څخه وژغوري .
آيا نن دي په خپلو ټولو عملونو کي اخلاص کړئ  دئ ؟
آيا د رسول الله صلى الله عليه وسلم  په قولي او عملي سنت باندي ټينګ پاته شوی يې ؟
آيا د مرګ ، قبر ، اخرت ، او د هغو په سختيو باندي دي فکر کړی دئ ؟
آيا خپل قسم خوړلي دښمنان (يهود او نصاری) دي پيژندلي او د هغو د دسيسو او پلانونو لپاره دی فکر کړئ دئ ؟
آيا خپله ورځ دي په توبه ، نصوح ، بخښني او خشوع سره پای ته رسولې ده ؟
أيا پرون ماښام دي د ځان سره دا قضاوت وکړئ ، چي دا ورځ پر ما باندی د رواه او که د نا رواه کارونو په کولو سره تيره سوه؟
أيا کله دی هم دا قضاوت د ځان سره کړئ  دئ ، چي زه د څه شي لپاره پيدا سوی يم ؟ څه شي به کوم ؟ أخر به چيري ځم ؟ د کومو شيانو او عملونو پوښتنه به را څخه کيږي ؟  او څرنګه به يې ځوابوم ؟
أيا کله دي هم د ځان څخه دا پوښتلي دي ، چي دومره سخت حالت او سخت امتحان په مخ کی لرم لکه : مرګ ، قبر او اخرت ، نو آيا د دې ستر امتحان لپاره امادګي ته ضرورت سته که يا ؟ آيا بې امادګی به په دی ستر امتحان کی کاميابه سم کا يا ؟ 
أيا کوم مال ، دولت او شتمني ، چي الله جل جلاله  درکړې ده ، د هغه شکر دي اداء کړئ دئ ؟ آيا زکات دي ورکړي دئ ؟
آيا کوم نعمتونه ، چي الله جل جلاله  په دنيا کي درکړي دي د هغو شکر دي اداء کړئ دئ ؟
أيا کله دئ هم د خپلو تيرو ګناهونو لپاره د الله جل جلاله څخه د مغفرت غوښتنه کړې ده ؟
آيا کومو سوالونو ته ، چي مو (يا) جواب ورکړئ دئ ، هغو ته به په راتلونکي وخت کي په هو سره جواب وواياست يعني د عمل جامي به ور واغوندئ  كه يا ؟

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته