تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
اسلام او افغاني زلميان
 
  February 1, 2017
  0
ليکوال : محمد عثمان پوپل د دوولسم ټولګي زده کوونکی / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

اسلام هغه دين دی چي د ژوند ټولی نيکمرغۍ ، خوشحالۍ، ښيګڼي ، برياليتوبونه او امتيازات پکي رانغښتي دي . دا هغه دين دی چي د خوشحاليو څخه د ډک ژوند ټول اصول د جامعې افرادو ته بيانوي . که يو څوک د اسلام دين شرايطو او اصولو ته غاړه کيږدي هغه کولاي سي هغه نامعلومه لاره چي د الله جل جلاله رضا پکي رانغښتيې ده او جنت ته تللې ده ولټوي او پر همدې مستقيمه لاره خپل اساسي هدف (جنت) ترلاسه کړي . 

اسلام هغه کامل او شامل دين دی چي د بريالي اجتماعي ژوند ټول اسرار يي په ځان کي نغاړلي دي . که يو څوک وغواړي هغه ترلاسه کړي په ډيره اسانۍ سره کولاي سي ، صرف اسلام دي قبول کړي خو دا هرڅه ستونزي ، کړاوونه، لانجې او مشکلات هم لري مطلب دا چي که يو څوک د اسلام مقدس دين فرمانبرداري وکړي نو هغه اړ دي چي ددې دين اصولو ته سر ټيټ کړي او هغه پخواني بد عادات ، رواجونه، سلوک او ژوند به شاته پريږدي او ددې نوي ژوند سره به ځان اشنا کوي . هم دارنګه به عقيدتاٌ او عملاٌ  زړه ورته ښه کوي .

مسلمانه وروره ! داچي په کوم دين همدا اوس ته مشرف يې د مال ، ځان، سر او ويني په بيه تر تا پوري رارسيدلي دی او ته يو وار خو هم د خپلو نيکونو او مسلمانو اتلانو سيرت مطالعه کړه نو بيا به درته خپل ځان د دين په وړاندي يو بې پروا شخص ښکاره سي .

خو بيا هم د الله جل جلاله بايد زيات شکر ادا کړو چي خپل فضل او مهرباني يې راباندي کړې او د اسلام مبارک دين پيروان او د ستر پيشوا حضرت محمد صلی الله علیه وسلم امتيان يي ګرځولي يو .

دا مبارک او هر اړخيز دين ( اسلام ) زموږ ګران هيواد افغانستان ته د حضرت عثمان رضی الله عنه د خلافت پر مهال راورسيدی او د افغانانو زړونه په دې نور باندي ځلانده او روښانه سوه نو له هماغه مهاله زيات شمير افغانانو د همدې دين د نشرولو په لاره کي زياتي سرښندني او قربانۍ ورکړيدي او هڅي او کوښښونه يې نه هيريدونکي دي خو نني زيات شمير افغانان د پخوانيو افغانانو څخه زيات توپير لري او لوي توپير يې دادی چي دنيوي امورو ته يې له دين څخه زيات ارزښت او ترجيح ورکړېده . 

هغه يو شمير منفي او له دين څخه وتلي نقاط چي په افغاني زلميانو کي نن ورځ تر سترګو کيږي په لاندي ډول دي :

۱ : د لمانځه په صحيح ډول نه ادا کول 
 
 لمونځ د اسلام هغه اساسي رکن دی چي په قايمولو سره يې دين برپايه کيږي لکه څرنګه چي الله جل جلاله په قران عظيم الشان کي فرمايي : (إِنَّ الصَّلاةَ تَنْهَى عَنِ الْفَحْشَآءِ وَالْمُنکَرِ) سورت العنکبوت ۴۵ ايت 
 
يعني بې شکه همدا لمونځ انسان د فحشاء او منکر څخه ساتي .

او همدارنګه نبي کريم صلی الله علیه وسلم فرمايي : ( الصلات عماد الدين ( يعني لمونځ د دين ستون دی.

د لمانځه پر خپلو اصولو برابر ادا کولو سره د ټولني د افرادو ترمنځ خواخوږي ، مهرباني او شفقت را منځته کيږي او جامعه به تر ډيره حده اصلاح وي مګر دا چي نن ورځ زموږ په افغانۍ ټولنه کي شخړي ، جنګونه او ظلمونه روان دي زما په نظر يوازنی علت يې د همدې لمانځه په سم ډول نه ادا کول دي خو که يو ورور په دې خبره اعتراض وکړي چي زه لمونځ پنځه وخته ادا کوم او بيا هم له ژونده ناراضه يم نو دا واضح خبره ده چي د نوموړي شخص په صحیح ډول لمونځ نه اداء کوي او بس .

۲ : له ناوړو ملګرو سره ناسته پاسته 
 
 ملګري په حقيقت کي د انسان په ژوند زياته اغيزه لري په ځانګړي ډول سره د نوو او تنکيو ځوانانو پر ژوند له والدين څخه وروسته تر ټولو ډير ملګري زياته اغيزه لري ځکه ملګري کولاي سي چي يو څوک پر نيکه يا بده لار روان کړي او دا چي زيات شمير افغاني ځوانان نن ورځ د دين له محبته ليرې پاته دي يو بل مؤثر عامل يې له ناوړه او بدو ملګرو سره ناسته او ولاړه ده نو د ژوند په اوږدو کي په کار ده ترڅو د ځان لپاره يو داسي ملګري انتخاب کړو چي د دين مينه او محبت يې په زړه کي قرار ولري او په نيکو کارونو مو امر او له بدو څخه مو منع کړي .

۳ : د مال زيادت 
 
لکه څرنګه الله جل جلاله په قران کريم کي فرمايي : (أَلْهَاكُمُ التَّكَاثُرُ. حَتَّى زُرْتُمُ الْمَقَابِرَ). سورت التکاثر.

ددې ايت لومړۍ دوې کلمې همدا معنا ورکوي چي تاسو د مال زياتوالي غافله کړي ياست نو د مال ډيروالي بي له شکه چي انسان له ديني کارونو څخه ليري او بې پروا کوي ځکه انسان د هغه د مصرف په تلاش کي کيږي او له دينه څخه يې توجه اوړي . ځوان نسل په هره اندازه چي پيسه او مال يې زيادت مومي په هغومره اندازه په فاحش او ناروا اعمالو لاس پوري کوي لکه : اسراف او داسي نور ... البته حلال مال په حلاله طریقه ګټل یوه ضروري وجیبه ده.

خو ددې ټولو سره سره ځوان تکبر او لويي هم د ځان افتخار ګڼي په داسي حال کي چي په يوه قدسي حديث کي راغلي دي چي الله جل جلاله فرمايي :

( الْكِبْرِيَاءُ رِدَائِي ، وَالْعَظَمَةُ إِزَارِي ، فَمَنْ نَازَعَنِي وَاحِدًا مِنْهُمَا ، أَلْقَيْتُهُ فِي النَّارِ.) ابن ماجه 
ژباړه : کبريا زما څادر دی او لويي زما لونګ دی نو هر څوک چي په يو له دې دوو صفتونو کي زما سره سيالي کوي نو هغه به د دوزخ اور ته واچوم .

په دې سره الله تعالی انسانو ته یو مثال بیانوي ترڅو ښه پوه سي یعني لکه څنګه چي په یوه څادر او لونګ کي دوه نفره نه ځایږي دغسي د رب العزت د لويي او عظمت په صفت هیڅوک نه سي متصف کیدلای.

که انسان ديني او اسلامي روحيه ولري او خپل ځان کابو کولاي سي نو بيا د دين تر حدودو تجاوز نه سي کولاي.

۴: له ميديا Media څخه ناوړه استفاده کول 
 
ميډيا چي په مجموع کي تلويزيون ، انټرنيت، کمپيوټر ، موبايل او نورو ته ويل کيږي هغه وخت کولاي سي چي انسان له نيغې او برابري لارې څخه ګوښه کړي چي کله خرابه او ناوړه ګټه ترېنه واخيستل شي ، زموږ افغاني زلميان اکثراٌ ددې په عوض چي له media ميډيا څخه بيلا بيل ديني او صحيح معلومات ترلاسه کړي هغه له دې ټولو خلاف له ميديا څخه ناسمه ګټه پورته کوي نو ځکه ددې ځوانانو علاقه او شوق له دين سره کم وي .
 
۵: د ديني مشرانو خبرو ته غوږ نه نيول 
 
ديني مشران چي د يوې ټولني د پرمختګ له مهمو وسايلو څخه ګڼل کيږي د هغه ټولني قيمتي سرمايه جوړوي . هغه معلومات او تجارب چي ديني او قومي مشران يې لري د ټولني په ځوانه طبقه کي نه تر سترګو کيږي . د ديني مشرانو نه شتون د يوې ټولني د وروسته پاته کيدو لامل کيدلاي سي . ځکه ديني او قومي مشرانو د مشکلاتو ، تيروتنو او نورو سختيو سره د ژوند په اوږدو کي لاس و ګريوان شوي دي نو که د ټولني ځوان قشر د هغوی په نصيحتونو عمل وکړي او خبرو ته يې غوږ ونيسي بيا نو ممکن ټولنه د تباهۍ له کندي څخه وساتل سي مګر دا چي نن ورځ افغانستان او په خاص ډول سره د جنوب غرب حوزې زيات شمير ځوانان دومره وروسته پاتي دي او هميشه له ناخوالو او کړکيچونو سره مخ وي له نورو لاملونو سره، سره يو لامل يې همدا د دیني مشرانو له خبرو څخه صرف نظر کول دي . لکه څرنګه چي الله جل جلاله د ديني مشرانو په اړه په قران عظيم الشان کي فرمايي : ( يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا أَطِيعُوا اللَّهَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ وَأُولِي الْأَمْرِ مِنْكُمْ ...) سورت النساء ۵۹  ايت 
 
ژباړه : اي مؤمنانو د الله (جل جلاله) او د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) او د هغو کسانو اطاعت وکړي چي له تاسي نه د امر خاوندان دي .
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته