تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
غښتلی زوی
 
  September 4, 2016
  0

 

رالېږونکی: غلام جيلاني

غښتلی زوی
د پنده ډک حکايت

يوه ورځ پلار د خپل زوی پر اوږه لاس کېښود او ويې ويل:

زه غښتلی يم او که ته؟

زوی يې وويل زه!

پلار يې بيا وپوښتل زه غښتلی يم او که ته؟

زوی يې وويل زه!

پلار يې په دريم ځل په قهر تري وپوښتل زه غښتلی يم او که ته؟

زوی يې وويل زه!

پلار يې له خپله ځايه په داسي حال کي روان سو، چي ډېرناخوښه او له سترګويې اوښکي رواني وې، بيا يې له زوی څخه وپوښتل زه غښتلی يم، که ته؟

زوی يې ورته وويل ته...

پلاريې وويل زه خو نا ارامه سوم چي تا ويل زه له تا غښتلی يم.

زوی يې وويل نه هغه درې ځله مي چي وويل له تا غښتلی يم، هغه وخت تا خپل لاس زما پر اوږه ايښی وو، او دومره ډاډه وم لکه ترشا مي چي غر ولاړ وي، خوکله چي تاخپل لاس زما له اوږې ليري کړ! نو ومي ليدل چي بې له تا هيڅ نه يم.
 
---------------------------

سرچينه: تعليم الاسلام ویب پاڼه
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته