تازه سرليکونه
د (اسلامي تاريخ) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د تاریخ په اوږدو کي پر مسلمانانو لګېدلي تورونه ۵
  تعلیم الاسلام
  March 17, 2016
  0

 د تاريخ په اوږدو کي پر مسلمانانو لګېدلي تورونه (پنځمه برخه)

ژباړن: احسان ربي اَنفال/تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
پر موسی علیه السلام  باندي د شخصي ګټو او واک ډېرولو تور پوري کول:
 
پر مسلمانانو باندي د کفارو د تور پوري کولو اصلي سبب همېشه د دوی فاسد اخلاق او لرليد وي. هغه کسان چي د قراني اخلاقو سره سم ژوند نه کوي زښت زيات خودخوا او له دنيوي ژوند څخه د خوند اخيستلو بې شمېره خواهيشات لري، چي فرعون دداسي کسانو يو مثال دئ. ده همېشه ځان په خپلو دغو خواهيشاتو کړولی دئ، چي ګواکي دی د مصر يوازنی بادار دئ. او ددې موخي د تر لاسه کولو له پاره ئې د بې ګناه او مظلومو انسانانو له کړولو او شهيدانولو څخه هم ډډه ونه کړه. د خپلي دغي باطلي عقيدې او واک پرستۍ له اسيته ئې بل هر کس ته په ټيټه سترګه کتل. دا سبب وو چي د موسی علیه السلام  او هارون علیه السلام  هغه حيثيت چي د الله جل جلاله  په وړاندي ئې درلود درک نه کړ او نه په دې پوه سو چي ولي موسی علیه السلام  او هارون علیه السلام  دده و دربار ته راغله.
 
موسی علیه السلام  خلک ايمان راوړلو ته رابلل. دغه بلنه ئې يوازي او يوازي په دې موخه وه، چي د الله جل جلاله  له موجوديت سره ئې بلد کړي، د هغه له بې انتها او عظيم قدرت سره ئې اشنا کړي، نيک اخلاق وروښيي او له هغوی سره د روښانه او مستقيمي لاري په پيدا کولو کي مرسته وکړي. له بلي خوا فرعون او له هغه سره خپلي داخلي کړۍ په ډېره ناپوهي سره دا فکر کاوه، چي موسی علیه السلام  د واک ډېرولو هڅه کوي او له همدې اسيته ئې هغه ته د خپل فکر سره سم د يوه سياسي رقيب په سترګه کتل. دا چي فرعون او د هغه ملګرو څنګه پر موسی علیه السلام  او هارون علیه السلام  باندي تورونه پوري کول ددې په اړه الله جل جلاله  په قران کريم کي داسي څرګندونه کړې ده:
 
قَالُوا أَجِئْتَنَا لِتَلْفِتَنَا عَمَّا وَجَدْنَا عَلَيْهِ آَبَاءَنَا وَتَكُونَ لَكُمَا الْكِبْرِيَاءُ فِي الْأَرْضِ وَمَا نَحْنُ لَكُمَا بِمُؤْمِنِينَ﴿78﴾( سورة اليونس (آيت، ۷۸)
ژباړه: دوی وويل: ايا ددې له پاره موږ ته راغلی يې چي موږ د خپلو پلرونو له هغي تګلاري واړوې چي پر موندلي مو وو او څو د مځکي پر مخ لويوالی ستا او ستا د ورور سي؟ خو موږ پر تاسي باور کوونکي نه يو.
 
په حقيقت کي موسی علیه السلام  او هارون علیه السلام  د نورو انبياوو او رښتينو مؤمنانو په څير هيڅکله د دنيوي ګټو يا عزت تر لاسه کولو هڅه نه ده کړې او نه ئې د مزد او انعام غوښتنه کړې ده. د الله جل جلاله  ولاري ته د خلکو رابللو او د اخرت د ور په يادولو په مقابل کي چي دوی کوم څه غوښته هغه يوازي او يوازي د الله جل جلاله  د خوښۍ، رحم او جنت غوښتنه وه. الله جل جلاله   فرمايي چي موسی علیه السلام   ئې داسي بنده وو، چي يوازي او يوازي ئې د الله جل جلاله  رضاء غوښته.
 
وَاذْكُرْ فِي الْكِتَابِ مُوسَى إِنَّهُ كَانَ مُخْلَصًا وَكَانَ رَسُولًا نَبِيًّا﴿51﴾ ( سورة مريم (آيت، ۵۱)
ژباړه: او په (دغه) کتاب کښي د موسی ياد وکړه. بې شکه چي هغه مخلص او رسول نبي و.
 
په بل آيت شريف کي ئې الله جل جلاله  په اړه فرمايي، چي حضرت موسی علیه السلام  او حضرت هارون علیه السلام  د الله جل جلاله  مؤمن بندګان وه.
 
إِنَّهُمَا مِنْ عِبَادِنَا الْمُؤْمِنِينَ ﴿122﴾ وَإِنَّ إِلْيَاسَ لَمِنَ الْمُرْسَلِينَ ﴿123﴾ إِذْ قَالَ لِقَوْمِهِ أَلَا تَتَّقُونَ ﴿124﴾( سورة الصافات (آيت، ۱۲۲-۱۲۴)
ژباړه: په رښتيا هغوی زموږ له مؤمنو بندګانو څخه وه. (۱۲۲) او الياس هم په يقيني توګه له رسولانو څخه وو.(۱۲۳)  (هغه ياد کړه) کله چي هغه (خپل قوم) ته ويلي وو: تاسي ولي نه بېرېږئ؟
 
پر موسی علیه السلام د خلکو د نا ارامه کولو او نا امنۍ تورونه پوري کول:
 
د فرعون له تاکتيکونو څخه يو تاکتيک دا وو، چي له خپل ذهنيت سره سم ئې د مصر او مصري وګړو له پاره موسی علیه السلام  او هارون علیه السلام  په هر حالت کي ستر ګواښ بلل. ده به په دغو بې اساسه تورونو سره خلک د حضرت موسی علیه السلام  پر خلاف لمسول. حتی موسی علیه السلام  ئې په دې هم تورن کړ، چي ګواکي خلک له خپلي مځکي او ټاټوبي څخه شړي. الله جل جلاله  موږ ته د فرعون د خبرو په اړه داسي فرمايي:
 
قَالَ لِلْمَلَإِ حَوْلَهُ إِنَّ هَذَا لَسَاحِرٌ عَلِيمٌ﴿34﴾ يُرِيدُ أَنْ يُخْرِجَكُمْ مِنْ أَرْضِكُمْ بِسِحْرِهِ فَمَاذَا تَأْمُرُونَ﴿35﴾ ( سورة الشعراء (آيت، ۳۴-۳۵)
ژباړه: (فرعون) خپلو شاوخوا سردارانو ته وويل: په رښتيا چي دی يو پوه کوډګر دئ.(۳۴) غواړي چي د خپلو کوډو په زور مو له خپلي خاوري وباسي، نو اوس څه مشوره راکوئ؟
 
په بل آيت شريف کي الله جل جلاله  فرمايي، چي فرعون موسی او د هغه پيروان په دې تورنول چي دوی ددې له پاره دسيسې جوړوي چي خلک له خپلي خاوري او ټاټوبي څخه وشړي:
 
قَالَ فِرْعَوْنُ آَمَنْتُمْ بِهِ قَبْلَ أَنْ آَذَنَ لَكُمْ إِنَّ هَذَا لَمَكْرٌ مَكَرْتُمُوهُ فِي الْمَدِينَةِ لِتُخْرِجُوا مِنْهَا أَهْلَهَا فَسَوْفَ تَعْلَمُونَ ﴿123﴾ ( سورة الاعراف (آيت، ۱۲۳)
ژباړه: فرعون وويل: ايا مخکي له دې څخه چي زه تاسي ته اجازه درکړم پر هغه مو ايمان راووړ؟ په رښتيا سره چي دا خو يو چل دئ چي تاسي په ښار کښي جوړ کړی دئ څو د هغه خلک د هغه څخه وباسئ نو ژر به تاسي (دخپل دغه کار په پايله) پوه سئ.
 
فرعون ددې هڅه کول، چي حضرت موسی علیه السلام  اود هغه پيروان خاينان معرفي کړي او مصريان ئې پر ضد ودريږي. د الله جل جلاله  له وعدې سره سم لکه څنګه چي د نورو مؤمنانو پر ضد دسيسې شنډي سوي، هم هغسي د فرعون توطئيو او دسيسو هم هيڅ ګټه ونه کړه.
 
فَوَقَاهُ اللَّهُ سَيِّئَاتِ مَا مَكَرُوا وَحَاقَ بِآَلِ فِرْعَوْنَ سُوءُ الْعَذَابِ﴿45﴾ ( سورة الغافر/ المؤمن (آيت، ۴۵)
ژباړه: نو الله هغه د هغو د چل ول څخه چي دوی سرته رسولي، وساته او پر فرعونيانو سخت عذاب راغی.
 
نوري برخي:
د تاريخ په اوږدو کي پر مسلمانانو لګېدلي تورونه
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته