تازه سرليکونه
د (نوي مسلمانان) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
کفار په اسلام کي د زړه نورانیت مومي
 
  March 20, 2016
  0

 کفار په اسلام کي د زړه نورانیت مومي

لیکونکی: علي الله متوکل الرحمن / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
په شرابو، زنا، خمار او عیش او عشرت کي د روح ارام، د زړه نورانیت او د معنویاتو سمون لټول د کفري نړۍ تر ټولو لویه غلطي ده. تنکي ځوانان او انجوني خپل اتلسم سپرلي ته انتظار کوي ترڅو د خمار، زنا، نامشروع اړیکو او نڅا ځایونو کي نڅا په وخت مجرم و نه ګڼل سي، یعني څنګه چي د اتلسو کلنو سي نو په ازاد ډول هرڅه کولای سي. هره ورځ د یو نوي څه په لټه له کوره راوځي، د نړۍ کونج کونج ته منډي ترنډي وهي، ترڅو د ارام څو شیبې وڅکي، د ژوندانه چاري یې و نه ځوروي او ذهن یې د سکون په لمحو کي پاته سي، خو بیا هم دا هرڅه نه سي موندلای. دا ټول ځکه، چي دوی د اسلام تر دیوالونو ور ها خوا د تاریکیو تر منارو لاندي د وحشي ژوند په غیږ کي ژوند کوي.
 
د قرغزیستان هیواد نوي مسلمانه سوې خور تسنیم وايي: "اسلام ماته خوشحالي راکوي. الله ﷻ یو دی، بي نیازه دی او باید پنځه وخته لمونځ ادا سي؛ هغه خوشحالي چي د دوو لمونځو په منځ کي زه احساسوم په کوم بل څه کي نسته"
 
غیرمسلمان چي د اسلام پراخ نظام ته داخل سي نو د یو عالم ښیګڼو، خوشبختیو، فطري غوښتونو، د معنویاتو د سمون، د ژوندانه د ارام او د زړه د نورانیت سره وویني، د خوښی شیبي احساس کړي او نوی ژوند شروع کړي.
 
د نړی مشهور د سوق وهني اتل محمد علي وایې: "هیڅ خوشحالي مي دومره زیاته نه ده احساس کړې لکه د حج په دوران کي د عرفات پر غونډی د دریدو خوشحالي، ځکه دا هغه ورځ ده چي خان، غریب، عالم، باچا او واکدار ټول په دوو سپینو ټوکرانو کي د خپل لایزال رب ﷻ په وړاندي د ریږي او د مغفرت دوعاګاني ځني غواړي او ددې خوشحالۍ خوند به راسره تل یاد وي."
 
غیرمسلمان چي د اسلام پلویانو ته وګوري له سترګو څخه یې اوښکي راتوی سي، عجبه ورته ښکاره سي او د اسلام د لا حقانیت موندلو لپاره هلي ځلي شروع کړي، پدې پوه سي چي مخکي ژوند د وحشت وو او بالاخره انسان ته د انسان په سترګه کتلو دین ته ځان وسپاري.
 
سني بیل ویلیمز د نیوزیلنډ هیواد تکړه سوق وهونکی او د راګبای د لوبي مخکښ اتل دی چي په دي ورستیو کي يې د اسلام مبارک دین قبول کړ. سني بیل ویلیمز هغه وخت مسلمان سو، چي کله یې د یوې غریبې مسلماني کورنی صبر، زغم، د ژوند طریقي، یو د بل سره میني، شرف او عزت، د مشرانو احترام او خوشحالی ته متوجه سو، کوم چي په جنوبي فرانسه کي يې ژوند کوی او تر تأثیر لاندي راغلی. دی وایي: " زه یو حقیقي مسلمان سوم، اسلام و ماته خوشحالۍ راکوي، زه یې دي ته و هڅولم چي یو درست انسان سم، او له ما څخه یې په حقیقت کي هغه څوک جوړ کړی کوم چي زه نن یم"
 
کله چي غیرمسلمان و اسلام ته داخل سي په زړه کي یې د اسلام مینه، نورانیت او ارزښت خپلي شغلي وغوړوي. د اسلام په هکله نور پوهیدل غواړي، زده کول غواړي او عملي کول غواړي.
 
د مالیزیا مشهوره پاپ غزل ویونکي سټاسي انام چي په سټاسي ای ایف هم مشهوره ده، د عیسوي دین تر پریښودلو وروسته یې په اسلام کښي د ځان لپاره ام شیخه سټاسي انام نوم غوره کړی، دې په داسي حال کي اسلام قبول کړ چي د واده ګنګوسي یې وي، دا وایي: " اوس ماته تر واده کولو اسلام مهم دی ځکه اسلام یو لوی مسؤلیت دی تر څو چي مي دا مسؤلیت پوره درک او ادا کړی نه وي واده به و نه کم " 
 
اسلام ښکلی دی، پاک دی او د الله ﷻ حق دین دی. نیمګړتیاوي او نقص درلودل، د احکامو ګنګ پاته کیدل، تر امت پوري نه رسیدل، تحریف او پر دغه قران د الله ﷻ بل کلام راتلل، نه ددې کلام صفت دی او نه به کله هم دا هرڅه وسي. کامل دی، شامل دی، عظیم دی، ساتل سوی، له لاس وهني پاک، فصیح، معجز او زموږ د زړونو رڼا ده. دا بل څه نه، زموږ سر او سترګي؛ عظیم الشان قران دی.
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته