تازه سرليکونه
د (د نبوت دلايل) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د نبوت دلائل: د هرقل په شاهي دربار کي (۱۰)
  تعلیم الاسلام
  November 15, 2017
  0
 
د هرقل په دربار کي د نبي کریم صلی الله علیه وسلم حقایق

تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 
له ابن عباس رضي الله عنه څخه روايت دى چې د حرب زوی ابو سفيان ماته خبر راكړ چي كله موږ د رسول الله صلی الله علیه وسلم  سره جگړه بنده كړه نو د څو تنو سوداگرو سره شام ته لاړو هرقل (د روم پاچا) وغوښتو نو ورغلو هغه په ايليا (بیت المقدس) كې و هغه ور وبللو پر شاوخوا يې د روم مشران ناست وو بيا يې ژباړونكي را وغوښت ويې ويل: 
 
په تاسي كي دغه سړي ته چي ځان نبي بولي څوك په نسب نژدې دى؟ ابو سفيان رضی الله عنه ويل: ما ورته وويل: زه نژدې يم بيا يې وويل: دى رانژدې كړئ ملگري يې تر شا كښېنوئ بيا يې ترجمان ته وويل: د ده ملگرو ته ووايه زه د ده څخه د هغه سړي په هكله چې ځان نبي بولي پوښتنې كوم كه يې ماته درواغ وويل: تاسې يې درواغ ښكاره كړئ ابوسفيان وويل: كه نه شرمېداى چې دوى به مې درواغ په ډاگه كړي هرومرو به مي درواغ ويلي واى.
 
لومړى پوښتنه يې دا وه: دغه سړى په نسب څنگه دى؟
ما ورته وويل: ښه لوړ نسب يې دى.
ويې ويل: په تاسې كې مخكې بل چا داسې دعوه كړې ده؟
ما وويل: نه 
بيا يې وويل: په پلرونو كې يې پاچا تېر شوى دى؟
ما ورته وويل: نه. 
ويې ويل: شتمن يې پيروي كوي كه بې وزله؟
ما ورته وويل: بې وزله (ضعيفان) 
 
ويې ويل: ډېرېږي كه لږېږي؟ 
ما ورته وويل: ډېرېږي.
ويې ويل: څوك چې دين ته داخل شي بېرته د ناخوښۍ له امله ځينې وزي؟
ما ورته وويل: نه. 
ويې ويل: تر دې خبرې مخكې مو په درواغو متهم كړى دى؟
ما ورته وويل: نه. 
 
ويې ويل: په جنگ كې چل ول كوي؟
ما ورته وويل: نه خو اوس مو جگړه سره بنده كړې ده (معاهده مو كړې) نه پوهېږو چې څه به وكړي، ابو سفيان وويل: ما ته بل ځاى ممكنه نه وه چې داسي تعريضي خبره وكړم.
ويې ويل: جگړه مو مخكي سره كړې ده؟
ما ورته وويل: هو!
 
ويې ويل: د جگړې پايله  څنگه وه؟
ما ورته وويل: جگړه ډكه سلواغه وي كله د دوى په برخه وي كله زموږ په برخه.
ويې ويل: په څه شي درته امر كوي؟
ما ورته وويل وايى د يوه الله پاک عبادت وكړئ شريك مه ورته نيسئ هغه بتان پرېږدى چې ستاسې پلرونو يې عبادت كاوه، موږ ته په لمونځ او زكات او په رښتيا ويلو او په پاك لمنۍ او د خپلوۍ په پاللو امر كوي.
 
ژباړونكي ته يې وويل: ده ته ووايه: ما له تا وپوښتل چې نسب يې څنگه دى تا وويل: ښه نسب يې دى، رسولان همداسې د خپل قوم په لوړ نسب كې لېږل كېږي، ما وپوښتل چې په تاسې كې مخكي بل چا داسي دعوه كړې ده؟ تا وويل: نه، نو ما به ويلى واى چې دى هم غواړى د هغه پر پله ولاړشي (نو د ځانه یې دعوه نه ده کړې)،
 
ما وپوښتل چې په پلرونو كې يو څوك پاچا تېرشوى دى تا وويل: نه ، كه په پلرونو كې يو څوك پاچا تېرشوى واى نو مابه ويلى واى چې دا سړى د خپل پلار پاچاهۍ لټوي.
 
ما در څخه وپوښتل مخكي مو په درواغو متهم كړى دى؟ تا وويل: نه. نو زه پوه شوم چې داسى شخص داسي هیڅکله نه كوى چې د خلكو درواغ دې پرېږدي (پر خلګو دي درواغ نه وايي) خو پر الله جل جلاله دي درواغ ووايي.
 
ما در څخه وپوښتل چي شتمن خلك يې متابعت كوي كه بې وزله؟ تا وويل: بې وزله خو اصلاً دا بې وزله خلك د رسولانو پيروان وي. ما وپوښتل: ډېرېږي كه لږېږي؟ تا وويل: ډېرېږي . د ايمان همداسي شان وي تر څو پوره شي. ما درڅخه وپوښتل: يو څه كسان د دين د ناخوښۍ له امله بېرته اوړي؟ تا وويل: نه. ايمان هم داسي وي كله چې له خوښۍ سره زړونو ته ننوزي (بیا نه وځي). ما در څخه وپوښتل: په جگړه كي چل ول كوي؟ تا وويل: نه. رسولان همداسي بې چل وله وي.
 
ما درڅخه وپوښتل: په څه شي مو امر كوي؟ تا وويل: د يوه الله تعالی په عبادت او دا چې شريك به نه ورته نيسو، د بتانو له عبادت او پرستش مو راگرځوي، په لمونځ كولو، رښتينولۍ او په پاك لمنۍ راته امر كوي.
 
كه ستا خبري رښتيا وي نو دا سړى به زما د پښو لاندي ځمكه ډېر ژر ونيسي زه پوه وم چې داسې څوك پيدا كېدونكى دى خو دا گمان مي نه ؤ چې په تاسې عربو كې به پيداكيږي كه زه پوهېداى چې لېدو ته يې ورتلى شم نو دا زحمت به مي هرومرو گاللى و، كه زه هلته واى نو پښې به مې ور پرېولې واى....
 
 بيا يې د رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه ليك را وغوښت چې د دحيه په لاس د بصرىٰ مشر ته لېږل شوى ؤ هغه بيا هر قل ته وركړى ؤ په هغه ليك كى داسي ليكل شوى وو: "بسم الله الرحمن الرحيم دا ليك د الله تعالی د استاځي او بنده محمد صلی الله علیه وسلم  له لوري د روم د مشر هرقل لپاره دى سلام دي پر هغه چا وي چې د هدايت پيروى كوي تا اسلام ته رابولم مسلمان شه سالم به پاتې شې او الله جل جلاله  به دوه اجره دركړي، كه سر غړاوى وكړې نو ستا د پيروانو گناه هم ستا په غاړه ده او (اى كتاب والاوو! هغې كلمې ته راشئ چې زموږ او ستاسې تر منځ شريكه ده  هغه دا ده: چې يوازې د يوه الله تعالی عبادت به كوو هيڅ شى به نه ورسره شريكوو د الله تعالی  له خوښۍ پرته به يو او بل باداران نه نيسو كه سر غړاوى وكړى نو وواياست شاهدان شئ بې شكه موږ مسلمانان يو".
 
ابو سفيان وويل: كله چې هر قل د ليك له لوستلو څخه فارغ شو نو شور جوړ شو آوازونه سره لوړ شول موږ يې را وايستلو ما خپلو ملگرو ته وويل: ابن ابي كبشه محمد صلی الله علیه وسلم  كار مخ ته تللى دى د بني اصفر پاچا ترې وېرېږي څو مسلمانېدم زما باور و چې محمد صلی الله علیه وسلم بريالى كېږي.
 
ابن ناطور چې د ايليا والي، د هرقل ملگرى او د شام د عيسويانو مذهبي لارښود و وويل: چې هرقل كله ايليا ته راغى نو سهار خواشينى و ځينو دولتي خلكو ورته وويل: بڼه دي سمه نه ده! ابن ناطور وويل: هرقل كاهن او ستور پوه و، كله چې هغوى پوښتنه وكړه نو ده ورته وويل: تېره شپه مي په ستورو كې كتل داسې راته څرگنده شوه چې سنت شوي پاچا برى موندلى وي په اوسني خلكو كې څوك ختنه كوي؟ ....
 
هغه وويل: عرب ختنه كوي بيا هرقل وويل: د دې ډلي پاچا بريالى كېږى بيا يې خپل هغه ملگري ته چې په روميه كې مېشت ؤ ليك واستاوه هغه هم ستور پوه ؤ هرقل حمص ته لاړ له حمصه نه و وتلى چې د ملگري يې ځوابي ليك راورسيد چې د هرقل نظر يې تائيد كړى ؤ چې داسي نبى ښكاره شوى دى او رښتيني نبى دی بيا هرقل د روم مشران خبر كړل او په هغه قصر كې را جمع كړل چې په حمص كې درلوده بيا يې دروازې وتړلې نو ورته راغى، ويې ويل: د روم اوسېدونكو! ستاسو د پوهې او خلاصون سره مينه شته؟ د خپل ملك د ثبات سره مو مينه شته؟
 
كه مو مينه وي نو راشئ د دې نبي سره بيعت وكړئ هغوى  د وحشي خرو په څېر وغورځېدل خو دروازې يې بندي ولېدې كله چې هرقل د دوى كركه ولېده او له ايمان راوړلو څخه يې نا اميده شو نو ويې ويل: دوى راولئ بيا يې ورته وويل: زما دا اوسنۍ خبره ستاسې د ازمايښت لپاره وه  ما پر دين ستاسې ټينگوالى آزمايه هغه ټينگوالى مې وليد، هغوى ځينى خوښ شول سجده يې ورته وكړه دا د هرقل وروستى حال ؤ. 
 
-------------------------------------
 
متفق علیه: بخاري، کتاب بدء الوحي، حدیث: ۶، مسلم: کتاب الجهاد والسیر، باب کتاب النبي ص الی هرقل...حدیث: ۷۴
ژباړه د پښتو بخاري څخه
 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته