تازه سرليکونه
د (احکام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
هر کال نفلي حج کول
  تعلیم الاسلام
  June 11, 2019
  0

پرلپسې حجونه کول

 لیکنه: مولوي عنایت الله علمي – طائف، سعودي 2017-07-13

 
اعوذ بالله من الشیطان الرجیم
بسم الله الرحمْن الرحیم
 
لَيْسَ عَلَيْكَ هُدَاهُمْ وَلَكِنَّ اللَّهَ يَهْدِي مَنْ يَشَاءُ وَمَا تُنْفِقُوا مِنْ خَيْرٍ فَلِأَنْفُسِكُمْ وَمَا تُنْفِقُونَ إِلَّا ابْتِغَاءَ وَجْهِ اللَّهِ وَمَا تُنْفِقُوا مِنْ خَيْرٍ يُوَفَّ إِلَيْكُمْ وَأَنْتُمْ لَا تُظْلَمُونَ. [البقره: ۲۷۲]  
 
کله چي حاجیان صاحبان د حج یا عُمرې تر آداء کولو وروسته خپل ملک او وطن ته ولاړ سي نو خلک د ده و استقبال او ښه راغلي ته ورځي، د مبارکۍ د جملې د ویلو سره دا جمله هم ډیره ویل کیږي چي الله دي بیا نصیب وکړه، او داسي معلومیږي چي دغه دعاء اوس د خلکو په مابین کي یو ښکاره حقیقت وګرځېدی، ځکه د ډیرو مالدارانو او بډایانو دا عادت ګرځېدلی دی چي د لیري ملکو او وطنو څخه هر کال باید د حج و آداء کولو ته ولاړ سي.
 
ته به داسي کسان و وینې چي دﺉ د خپل کلي او خپله ښاره څخه د نفلي حج یا نفلي عُمرې دپاره ځي خو د ده په حضور او شا و خوا کي به تر حساب تېر محتاجه او محرومه خلک وي او هلته به د ده په کلي او ښار کي نوري ډیري د خیر ورکولو لاري وي، خو دﺉ به د هغو ټولو څخه سترګي پټوي او په هغو کارو کي به نه ثواب او نه عبادت ویني، کوم وخت چي بیا د حرمینو و مقدسي مځکي ته ورسیږي هلته بیا پر خپلو هغه مسلمان وروڼو مځکه تنګوي چي د اول وار او فرضي حج د آداء کولو د پاره راغلي وي.
 
د دغو حاجیانو صاحبانو دا هیڅ په فکر کي نه ورګرځي چي د خپلي ټولني د غریبانو او مسکینانو د مشکلاتو په حلولو کي حصه اخستل ډیر ښه او د خیر کار دی او د ده د نېکیو په ترازو کي ایښوول کیږي، دا مسئولیت یې هم په زړه کي نه ورګرځي چي د هغه چا د نامه پر ځای چي د اول وار د پاره یې د حج کولو د پاره نوم اچولی دی د ده نوم را وختی او هغه یې د دغه سفره څخه محرومه کړی، او په دې یې هم پروا نه کیږي چي د حج د مناسکو په آداء کولو کي یې پر هغو کسانو مځکه تنګه کړه او هغو ته یې د رش او ازدحام په سبب آزار ورساوه چي د اول وار دپاره فرضي حج آداء کوي.
 
دا هغه قسم دیانت دی چي د ځان مصلحت یې د امت تر مصلحت خوښ دی او نفل تر فرضو د مخه کوي، چي د دې کار نتیجه دا سوه:
 
که څه هم په امت کي مو صالحه کسان ډیر دي خو بیا مو هم امت مهزومه او ناکامه دی، ځکه چي د دغو صالحه کسانو ښه سړي توب او عبادتونه د دوی تر خپل ځان نه تیریږي.
 
 
هو هلته داسي کسان سته چي د دوی وظیفه او د دوی عمل پر دوی دا لازمه وي چي هر کال حج ته ولاړ سي هغه لکه د تبلیغ او دعوت خلک، لکه علماء او د حاجیانو لار ښوونکي او نور داسي کسان چي د حاجیانو خدمت کوي، دغه کسان دوه عبادته کوي چي یو عبادت یې د حج کولو دی او بل عبادت یې د حاجیانو خدمت کول دي، طبعاً پر دغو کسانو ملامتي نسته خو خبره په هغه چا کي ده چي د دوی طاعت او عبادت یواځي د نفلي حجو په آداء کولو کي وي، حتی په نورو واجباتو کي قصور او کوتاهي د دې د پاره کوي چي مکرر او تکراري حجونه ځني پاته نه سي.
 
د عباداتو ټولنیز اړخ
 
تاسي پوهېږی؟ چي د الله جل جلاله  په مختلفو عبادتو کي پر یوه عبادت اختصار کول، یا فقط د داسي ښه عمل کول چي د فرد یا شخص د نجات سبب ګرځي دا کار د اسلام د هغه مقصد سره مخالفت دی چي انسان یې په مځکه کي د الله جل جلاله  خلیفه ګرځولی دی او د مځکي د آبادولو او د ټولني د ترقۍ مسئولیت یې پر غاړه وراچولی دی، نو ځکه وايي: 
(خيرُ النّاس مَن يَنفَعُ النّاس
ښه او بهتر د خلکو هغه څوک دی چي و خلکو ته یې نفعه رسیږي.
 
تاسي پوهېږی چي ځیني فقهاء او علماء کرام د فرض کفايي آداء کول تر فرض عیني د مخه او بهتر بولي؟ دا ځکه چي د فرض کفايي په آداء کولو کي د ټولني او امت مسلمه فایده او مصلحت سته او د فرض عیني په آداء کولو کي د فرد مصلحت موجود دی.
 
او دا هم درته معلومه ده چي عالِم تر عابد افضل او بهتر دی، ځکه چي عالم په خپل علم سره و خلکو ته فایده رسوي او د عابد عمل د ده تر ځان یا د ده تر شخصیت نه تیریږي.
 
یو وخت امام شافعي رحمه الله په عراق کي د امام احمد حنبل رحمه الله مېلمه سو، امام احمد رحمه الله  خپلي لور ته د امام شافعي رحمه الله د عبادت او تقوْی دومره صفت او بیان وکړی چي هغې د خپل اطمینان دپاره ټوله شپه د امام شافعي رحمه الله د حال او عبادت څارنه او مراقبت کاوه چي آیا رشتیا دغه سړﺉ عابد او زاهد دی؟ خو هغې په تعجب سره ولیده چي سړﺉ په ټوله شپه کي د خپل بستر څخه بېله د سهار د لمانځه دپاره نه سو راپورته، نو نجلۍ خپل پلار ته ورغله او ورته ویې ویل:
 
 ته شافعي دومره لوړ شخصیت بولې خو ما په ټوله شپه نه د ده لمونځ ولیدی او نه مي د ده اذکار ولیدل! 
 
په دغه وخت کي امام شافعي رحمه الله  د سهار د لمانځه او مسجد څخه راغلی، امام احمد رحمه الله  د تیري شپې پوښتنه ځني وکړه چي څنګه شپه دي تېره کړه؟ امام شافعي رحمه الله  و ویل: 
 
ما تر دغي شپې مبارکه او د ګټي شپه نه ده لیدلې، په دغه شپه کي مي د مسلمانانو د مصلحت دپاره سل مسئلې په داسي حال کي ترتیب او برابري کړې چي زه ستوني ستخ پروت وم.
 
دلته نو امام احمد بن حنبل رحمه الله  خپلي لور ته وویل لوري! دا هغه کار دی چي امام شافعي په تېره شپه کي کړی دی، دغه د ده د پروتي کار تر هغه افضل او بهتر ؤ چي زه ولاړ وم او لمونځ مي کاوه.
 
اوس پوه سواست چي علماوو او امامانو د ښو عملو په منځ کي څنګه درجې ایښوولې او په څه سبب سره یې یو کار تر هغه بل کار ښه باله؟ هغو د امت مسلمه راحت او د مشاکلو څخه د مسلمانانو خلاصېدل د خپلو ځانو تر خلاصېدلو د مخه کول.
 
څرنګه چي صلاح الدین ایوبي رحمه الله  د صلیبیانو سره جهاد کولو مشغوله کړی ؤ هغه فرضي حج یې هم نه دی آداء کړی او هیچا هم ملامتیا نه ده پر ویلې، ځکه د جهاد اعمال د حج تر اعمالو افضل دي لکه څرنګه چي ابن تیمیه رحمه الله  وايي: په ښو عملو کي درجي سته چي ځيني یې تر ځینو ښه او افضل دي.
 
امام عبدالله بن المبارک رحمه الله  د یوې قافلې سره د "مروه" له ښاره څخه د حج د آداء کولو په نیت را ووتی او د ده دا عادت ؤ چي د قافلې ټول مال به یې د هغه خپله خزانه داره سره د دې د پاره ایښاوه چي د احتیاج په وخت کي د هر چا ضرورت ور پوره کړي، دوی لا د لاري په شروع کي وه چي یوه نجلۍ یې په داسي حال کي ولیدل چي په کچره او انبار کي په یوه داسي شي پسي ګرځېدل چي دا یې وخوري ، پسله هغه څخه چي د نجلۍ معلومات یې وکړی دا معلومه سوه چي نجلۍ یتیمه ده او داسي څوک هم نه لري چي د دې سر پرستي وکړي او په دغه کچره او انبارو کي په داسي شي پسي ګرځي چي نس په موړ کړي.
 
عبدالله بن مبارک رحمة الله علیه هغه خپل خزانه دار ته و ویل:
 
 هغه مال چي درسره دی هغه ټول و دغه نجلۍ ته ورکړه او ویل زموږ د سږ کال حج دغه دی، او بیا بیرته د قافلې سره خپل کورته رهي سو.
 
سبحان الله! په دغه اوسني عصر او زمانه کي دغه فهم او پوهه ولي د هغو کسانو څخه غایبه سوې ده چي هر کال تکراري حجونه کوي؟ 
 
آیا دغه کار په دې سبب سره کیږي چي د خلکو سره د اولویاتو د پیژندلو علم نسته؟ او ډیر خلک د أهم او مهم په فرق نه پوهیږي؟ او که دغو خلکو دین او عبادت پر دغه حصر کړی دی چي هر کال باید بیت الله شریفي ته ورسي او هلته خپل ایمان نوی او تازه کړي؟ خو دوی نه پوهیږي چي د دوی په دغه کار سره د حاجیانو شمېر زیاتیږي چي د هغه په نتیجه کي ډیر مشکلات په وجود راځي. 
 
استاذ محمد منشاوي
 
استاذ محمد منشاوي وايي: د دغه تکراري حج د آداء کولو عادت او اصطلاح چي نن ورځ د غنیانو او مالدارانو په منځ کي یو موډ ګرځېدلی دی، یو ضرر دا دی چي د متوسطي طبقې د فرضي حج پر آداء کولو یې اثر کړی دی، او ډیر هغه کسان چي تر اوسه یې حج نه دی کړی د هغه خپله حقه څخه یې محرومه کړي دي، دا ځکه چي د هر دولت خلکو یا وګړو ته په یوه معین شمېر اجازه ورکول کیږي چي د حج د آداء کولو د پاره ولاړ سي او دغه شمېر هر کال د حج او اوقاف د وزارت له طرفه اعلانیږي، او دوهم ضرر یې دا دی چي دغه د دوی په تکراري حجو سره او په هغه مبلغ سره چي دغه مالداران  یې و کمېشن کارانو او اجنټانو ته ورکوي د حج کولو قیمت او مصرف هم زیاتیږي. 
 
په ځینو ملکو او مملکتو کي خو سیاحتي مؤسسې او شرکتونه سته چي دغه د حج رحلې یا سفرونه تنظیموي او د هر فرد پر سر په سل کي پنځلس ګټه او مفاد اخلي، خو کله چي مالداران د خپل مالي قدرت په سبب او د تکراري حج د آداء کولو د  پاره و هغو شرکتو ته دومره زیات مبلغ ورکوي چي د هغو شرکتو ګټه په سلو کي څلویښتو ته رسیږي نو دغه نرخ او قیمت د هغو متوسط الحاله خلکو د پاره هم ثابت او معین کړل سو چي په دغه ډول سره یې پر هغو د حج مصارف زیات او ګران کړل.
 
اوس راسی چي د علماء کرامو هغه خبري واورو چي د نفلي او تکراري حج په باره کي څه وايي؟
 
فضیلة الشیخ صالح السدلان
 
فضیلة الشیخ صالح السدلان چي په جامعة الإمام محمد بن سعود الإسلامي کي د لوړو تعلیماتو استاذ دی وايي:
 
په دې کي هیڅ شک نسته چي حج د اسلام د ارکانو څخه یو رکن دی چي الله جل جلاله  پر خپلو هغو بندګانو چي قدرت یې و لري په عمر کي یو وار فرض کړی دی لکه څرنګه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  فرمايي:
«الحجُّ مرّة» قيلَ لهُ: في العام؟ قالَ: « لا بل لأبد الأبد» 
 
یعني: رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمایل: حج یو وار دی. یو چا و ویل: په هرکال کي؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمایل: یا ، بلکه په ټول عمر کي.
 
همدارنګه په هغه حدیث شریف کي چي امام مسلم یې روایتوي رسول الله صلی الله علیه وسلم  فرمايي:
« أَيُّهَا النَّاسُ قَدْ فَرَضَ اللَّهُ عَلَيْكُمُ الْحَجَّ فَحُجُّوا ».
اې خلکو! الله جل جلاله  پر تاسي حج فرض کړی نو حج کوی.   
 
فَقَالَ رَجُلٌ أَكُلَّ عَامٍ يَا رَسُولَ اللَّهِ!
یوه سړي وویل: آیا هرکال یا رسولَ الله!
 
 فَسَكَتَ حَتَّى قَالَهَا ثَلاَثًا.
رسول الله صلی الله علیه وسلم  چپ سو د سړي جواب یې و نه وایه، څو سړی دغه پوښتنه درې واره تکرار کړه. 
 
فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلی الله علیه وسلم  « لَوْ قُلْتُ نَعَمْ لَوَجَبَتْ وَلَمَا اسْتَطَعْتُمْ ».
 
بیا نو رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمایل: که مي و ویل هو، نو هر کال درباندي فرض سو او بیا به مو په وسه نه وي پوره.
 
نو حج په عمر کي یو وار فرض دی، مګر د نفلي حج آداء کول هم طاعت او عبادت دی او داسي ثواب دی چي انسان و الله جل جلاله  ته نژدې کوي.  خو خلک د حج په آداء کولو کي و څو قسمو یا څو ډولو ته وېشل کېدلای سي. 
 
- ځيني یې هغه مالداره کسان دي چي د عُمر او اجتماعي موقف په لحاظ د نورو مېلو او چړچو سره علاقه نه لري نو حج ته د سیاحت او مېلې په نیت ځي.
- ځیني کسان بیا د تجارت په نیت رهي سوي وي
- ځيني یې د حج په موسم کي په سوال او فقر کولو سره مال پیدا کوي
- ځينی یې د غلا او د حاجیانو د جېبو لوټولو دپاره ځي
- او ځيني کسان د عبادت کولو او ثواب حاصلولو په نیت رهي کیږي.
 
 نو ځکه په اثر کي داسي جمله راغلې ده چي وايي «سپاره ډیر دي او حج کوونکي لږ دي» 
 
نو هر مسلمان چي د بیت الله الحرام پر لور رهي کیږي پر ده دا لازمه ده چي د خپل حج په باره کي فکر وکړي چي دﺉ په کومه ډله کي شامل او داخل دی.
 
 
د هغو کسانو مسؤلیت چي حج یې اداء کړی وي
 
دا معلومه خبره ده چي د سعودی عربستان حکومت هیڅ حج کوونکی د حج کولو څخه نه منعه کوي او هر حاجي چي هوايي ډګر ته راورسیږي د هغه په پاسپورټ کي دخول ور وهي، خو هلته په اسلامی او غیر اسلامي مملکتو کي په میلیونو انسانان سته چي تر اوسه یې د فرضي حج آداء کول نه دي په نصیب سوي، نو ځکه اسلامي کنفرانس د هر دولت او هر مملکت د پاره په هر کال کي د حج کوونکو یو معین شمېر د دې دپاره ټاکلی دی چي هغه کسان چي تر اوسه یې فرضي حج نه دی آداء کړی و هغو ته د حج د آداء کولو چانس ور ورسیږي.
 
نو هر هغه څوک چي یوار یې حج آداء کړی وي د حج په تنظیمولو او د حاجیانو د خدمت کولو دپاره څو اړخیزه لوی لوی مسئولیتونه پر غاړه لري چي په لاندي ډول سره به تشریح سي:
 
اول: باید د خپل ملک او وطن و هغو کسانو ته د حج کولو موقع ورکول سي چي تر اوسه یې فرضي حج نه دی آداء کړی.
 
دوهم: دا چي دغه کسان چي تکراري حجونه کوي که حج ته نه سي ولاړ هلته به د نه ازدحام یا رش نه جوړولو په سبب د حاجیانو حج منظم او پر ترتیب برابر وي.
 
 
درېیم:
- د دغه مکرره حج کولو خرڅ او مصرف که د خپل مسلمان او محتاجه وروڼو د ضروریاتو په پوره کولو کي مصرف سي
- که د کونډیانو او یتیمانو د روزني د پاره مصرف سي
- که د اسلام په نشرولو کي و ښندل سي
- که د دیني کتابو په چاپولو کي په کار واچول سي
- یا د هغو کسانو سره مرسته وسي چي د واده کولو توان او مصارف نه لري
- یا هغه مسکین مسلمانان حج ته ولېږل سي چي تر اوسه یې حج نه وي کړی
 
 دا ټول به تر دغه تکراري حجو ښه او افضل وي، تاسي پوهیږی چي په عبادتو کي مفضول او فاضل سته، یعني ښه او تر هغه ښه سته، خو په ځینو وختو کي ښايي دغه ذکر سوي مرستي تر تکراري حجو ښې او افضله وي. (دا هغه بیان ؤ چي فضیلة الشیخ صالح السدلان لیکلی ؤ)
 
زموږ افغاني ټولنه
 
که زه هم د شیخ سدلان پر خبرو په دغه ځای کي زموږ د وطن د حال سره مطابق او زموږ د ټولني د ضروریاتو په هکله څه و وایم بېځایه به نه وي، هغه دا چي موږ د ټوله ښار د مساجدو او مدرسو و څنګ یا بغل ته د قضایِ حاجت د پاره که یې تشناب بولې که بیت الخلاء هیڅ ځای نه لرو، خلګ لمن پر څټ د دېوالو و څنګ ته ناست وي، همدارنګه په بازارو، پارکو او عمومي ځایو کي د مسافرو او دکاندارانو د قضاء حاجت د پاره هیڅ ځای نه لرو، که دغه کسان چي هرکال تکراري حجونه کوي د یوه کال د حج پیسې پر دغو عمومي تشنابو خرڅي کړي آیا رب عزوجل به ځني راضي نه سي؟
 
په مساجدو کي د اودس تازه کولو دپاره نولې نه لرو، د غسل کولو د پاره غسل خانې نه لرو، حتّْی د نولو ګروپ چي وسوځل سي په هفتو نه ورته راوړل کیږي، خو د هغې محلې څخه په لسهاوو حاجیان تکراري حجونه کوي، که د دغو حجو په پیسو سره د غریبانو په محله او منطقه کي برمې و وهل سي آیا دغه کار به خیرباقي نه وي؟ د ویلو دپاره ډیر څه لرم خو زه به څه نه وایم تاسي په خپله په دغه باره کي فکر او غور وکړی.  
 
فضیلة الشیخ ابراهیم الحمود
اوس د فضیلة الشیخ ابراهیم الحمود خبري هم واوری چي وايي:
 
هغه چي ما ته را معلومیږي هغه دا ده: په داسي وخت کي چي هلته په حرمینو شریفونه کي رش، ګڼه ګوڼه او ازدحام زیات وي که یو مسلمان د نفلي حج کولو پر ځای و بل عبادت یا بل د خیر کار ته توجه وکړي اجر او ثواب به یې زیات وي، دا ځکه چي په دغه کار کي د مسلمانانو د آزار پرېښوول او د مختلفو عبادتو کول دي، دا چي الله جل جلاله  په ټول عمر کي یو وار حج کول فرض کړي دي په دې کي هم الْهي حکمت او پر مسلمانانو رحمت دی، نو پر یوه مسلمان دا لازمه ده چي دغه الْهي حکمت ته د اعتبار په سترګه وګوري او د نورو مسلمانانو د مشاعرو مراعت هم وساتي، ځکه د یوه مسلمان آزارول په خپل ځان کي یو حرام کار دی خو دوهم او درېیم وار حج کول یو نفلي او ښه کار دی، نو دا چي یو څوک مکې مکرمې ته د نفلو د آداء کولو او د نفلو د ثواب د حاصلولو دپاره ځي او هلته بیا حرام کار ځني پيښیږي دا نو تر فاضل د مفضول د مخه کول دي، یعني: ښه کار  تر ډیر ښه کار دمخه کول دي.
 
نو فضیلة الشیخ ابراهیم الحمود وايي: زما په نظر د تکراري حجو تر کولو به دا ښه او بهتره وي چي مسلمان دغه د حج مصرف د خیر په نورو کارو کي او د محتاج مسلمانانو د قسم قسم احتیاجاتو د پوره کولو د پاره مصرف کړي، الله جل جلاله  د صدقې او خیرات ورکولو د پاره ډیري لاري را ښوولي او بیان کړي دي او د خیرات ورکولو یا مال مصرفولو د پاره تر ټولو ښه لار داده چي د محتاجو خلکو د حال مراعت وسي او د هغو ضرورتونه ور پوره سي، همدارنګه یو مسلمان باید پر خپل ځان، خپله کورنۍ او پر هغو کسانو چي د ده تر لاس لاندي دي د خرڅ او مصرف پراخي جوړه کړي. 
 
ځیني داسي خلک هم سته چي د خپل ځان او د هغو کسانو چي د ده تر لاس لاندي دي یا په بل عبارت چي دﺉ د هغو د نفقې مسئول دی خرڅ او مصرف په ښه ډول نه سي پوره کولای خو بیا هم نفلي حجونه کوي، دغه کسان د شکه وتلي خطاوتلي دي، ځکه حج د قدرت او طاقته سره په عمر کي یو وار فرض دی، نو دا چي دوی د خلکو څخه مال او پیسې په پور یا بله طریقه سره اخلي او بیا حج کوي د دغسي کسانو د پاره په طریقۀ اولْی سره دا نه ښايي چي د حج دپاره ولاړ سي. 
 
 
فضیلة الشیخ جمال قطب
 
د جامع أزهر د فتوْی د هیئت رئیس :  فضیلة الشیخ جمال قطب وايي:
 
 د دغه تکراري حج کولو مخه باید د دوو طریقو په عملي کولو سره ونیول سي:
 
۱-  پر ټولو اسلامي حکومتو دا لازمه ده چي په هغه معین شمېر خلک د حج و آداء کولو ته ولیږي کوم چي  دوی ته په هغه اندازه حصه ورکول سوې ده او په دغه شمېر کي هم باید اولویت یا وړاندي والی و هغو کسانو ته ورکول سي چي واقعاً وړاندي والی د دوی حق وي، چي هغه هغه کسان دي چي د فرضي حج د آداء کولو دپاره ځي او هغه کسان پای ته پرېښوول سي چي د نفلي حج د آداء کولو دپاره ځي.
 
۲-  پر علماوو دا لازمه ده چي خلک د صحيح حج په آداء کولو هغه چي ډیرو کسانو ته نه دی ورمعلوم پوه کړي، همدارنګه خلک د عباداتو په درجو پوه کړي چي دغه کار تر دغه ښه او افضل دی او دا باید ور وښيي چي پر یوه مسلمان دا لازمه ده چي د بل مسلمان ورور سره د هغه د حج په آداء کولو کي مرسته او کومک وکړي نه دا چي د هغه د حج کولو په لار کي خنډونه او مشکلات ورته پیدا کړي.
 
نو هر هغه څوک چی د دوهم او درېیم وار دپاره حج کوي او دﺉ په دې پوهیږي چي دغه د ده په حج کولو سره د یوه بل مسلمان د فرضي حج کولو فُرصت او موقع د لاسه وزي دغه سړﺉ ګنهکاره دی که څه هم حج یې صحيح وي او د دغه مثال عیناً داسي دی لکه یو څوک چي تر خپل ضرورت زیات د بازار موجود خواړه ټول رانیسي او د نورو خلکو د مصلحت د تاوان سبب وګرځي.
 
ښايي یو څوک و وايي چي د خوړو رانیول خو حلال کار دی، موږ وایو: هو مګر خلکو ته ضرر رسول حرام دي، نو ځکه هغه څوک چي دغه کار کوي هغه باید د دغه کار په ضرر پوه کړل سي او ورته و ویل سي چي د دغه کار په کولو سره ښايي په ګناه کي ولوېږې او د دغه کار نه کول ښه او بهتر دي.
 
د نبي کریم صلی الله علیه وسلم او صحابه وو عمل
 
ښايي یو څوک و وايي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  تر یوې عمرې زیاتی عمرې کړي دي او اصحاب کرام رضي الله عنهم هم د حج کولو دپاره څو واره راوتلي دي، خو د دې خبري جواب دا دی چي هو په خپله تکراري حج کول نه حرام دي نه ناروا، مګر د دغو ظروفو یا حالاتو په اساس چي زموږ په اوسني عصر او زمانه کي پیدا سوي دي تکراري حجونه کول خلاف د اولْی دي.
 
 همدارنګه رسول الله صلی الله علیه وسلم  د مدینې منورې څخه د حج یا عمرې کولو دپاره نه دی راوتلی مګر د هر یوه د پاره یو وار راوتلی دی، مګر الله جل جلاله  دا مقدره کړه چي د اولي عمرې څخه منعه کړل سو او د هغې عمري په عوض کي یې عُمرة القضاء آداء کړه، او دوهمه عُمره یې هغه وخت آداء کړه چي د هوازن د غزاء څخه راوګرځېدی او مدینې منورې ته تلی نو په لار کي پر مکه مکرمه ورغلی، او درېیمه عُمره یې هغه عمره ده چي د حجّةُ الوداع سره یې یو ځای کړي ده.
 
او دا چي خلفاء الراشدین او تر هغو وروسته چي صحابۀ کرامو رضي الله عنهم اجمعین تکراري حجونه کول هغو دغه د حج موسم او د حج آداء کول د مسلمانانو یو ځای کوونکی کنفرانس باله او دغه د حج موسم یوه داسي موقع وه چي خُلفاوو به د خپلو والیانو او د خپلو رعیتو سره د هغو د مشکلاتو او شکایاتو د اورېدلو دپاره لیدنه کتنه کول، او د هغه عصر ظروفو او حالاتو هم دا نه منعه کول چي د حج موسم دي د دغو کارو دپاره مناسبه موقع نه وي. 
 
دا د جامع أزهر د فتوْی د هیئت د رئیس :  فضیلة الشیخ جمال قطب خبري او بیان ؤ.
 
دکتور محمد رأفت عثمان
 
دکتور محمد رأفت عثمان په جامع أزهر کي د شرعیاتو د فاکولتې پخوانی مدیر دا ښه بولي چي د نفلي حج کولو دپاره دي شرطونه او قیدونه کښېښوول سي، دﺉ وايي: د دوهم او درېیم ځل د پاره حج کول فرض نه دی بلکه دا یو نفلي کار دی خو د خلکو په مابین کي داسي ګرځېدلی دی چي تر فرضو یې هم اړولی دی، نو دﺉ وايي: ځینو علماوو حاکم او آمر ته دا حق او اختیار ورکړی دی چي د مباح کار دپاره په دې شرط قیدونه او شرطونه کښیږدي چي په دغو قیدو او شرطو کي د بندګانو او وطن مصلحت پروت وي، او حاکم حق لري چي یو مباح کار منعه یا په داسي شکل سره منظم کړي چي پر ځینو کسانو یې حرام کړي، دا هغه وخت چي د دغه کار په نه تنظیمولو سره ځینو کسانو ته ضرر رسیږي یا یې حقوق ضایع کیږي یا په یوه واجب کي خلل پیښیږي، دا حکم د هغه شرعي قانون تر رڼا لاندي کیږي چي وايي: «لاضَررَ و لا ضِرار»
 
 
د رش لکبله وفات سوي حاجیان
 
نو که چيري دغي عامي اجازې (یعني دا چي و ټولو هغو کسانو ته د حج کولو اجازه ورکول سي چي د حج اراده لري که یې دا دوهم حج وی که درېیم) و هغو کسانو ته چي اول فرضي حج کوي د ګڼي ګوڼي، رش او ازدحام په سبب یا په بل سبب ضرر رساوه، دلته نو موږ د حج پر مځکه دوه قسمه خلک لرو، یوه ډله هغه کسان دي چي نفلي حج کوي او یوه ډله هغه کسان دي چي فرضي حج په تکلیف او مشکلاتو سره آداءکوي، دلته نو د وخت حاکم دا حق لري چي مداخله وکړي او هغه کسان چي د مخه یې حج کړی وي د دې دپاره د حج کولو څخه منعه کړي چي دغو کسانو ته چي حج یې نه دی کړی دا موقع برابره سي چي خپل فرضي حج په آساني سره آداء کړي، او هغه کسان چي د دوهم او درېیم وار حج کولو څخه منعه کیږي د اعتراض کولو حق نه لري او دا حق هم نه لري چي د حکومتي مقرراتو د پاره چم او حیله جوړه کړي، که چیري څوک دغه کار وکړي هغه د شرعي امورو مخالفین بلل کیږي.
 
په اضطراري حالت کي د فرضي او نفلي حج یو ښه مثال
 
د دغي مسئلې مثال داسي دی: یوه ډله بې اودسه خلک په داسي ځای کي دي چي هلته اوبه قحطي او نیستي دي خو دغه خلک بیا پر دوه قسمه دي ځيني یې هغه دي چي فرضي لمونځ یې نه دی کړی او ځيني بیا هغه دي چي فرضي لمونځ یې کړی دی خو غواړي چي نفل لمونځ وکړي، د دغو خلکو سره دومره اوبه ورسره دي چي د دغو دوو ډلو څخه یوه ډله اودس په تازه کولای سي، یا به هغه کسان اودس تازه کوي چي فرضي لمونځ یې نه دی کړی، یا به هغه کسان اودس تازه کوي چي غواړي نفلي لمونځ آداء کړي، نو د دغو دوو ډلو څخه کومه ډله حقداره ده چي په دغو اوبو اودس تازه کړي؟
 
 په دغه مسئله کي قاطع او روښانه جواب دا دی چي دغه اوبه د هغو کسانو حق دی چي فرضي لمونځ یې نه دی آداءکړی او پر هغه نورو دا لازمه ده چي د زړه په خوشالي سره دغه اوبه ور پریږدي او که داسی ونه کړي دغه ډله چي نفلي لمونځ کوي ګنهکاره ده.
 
نفلي حج د ګناهو د مخنیوي د پاره کول
 
همدارنګه دکتور محمد رأفت عثمان وايي: ما ته دا رامعلومه ده چي هلته د خلکو په منځ کي داسي یو فکر او نظر سته چي مالداره او بډایان خلک د تکراري حج او مکرره عمرو و کولو ته تشویقوي او دوی وايي په دغو عبادتو سره د دوی مشغوله کېدل تر دې ښه دي چي شیطان یې په نورو داسي ګنهو سره مشغوله کړي چي دوی د هغو ګنهو د کولو وس او قدرت د مال د درلودلو په سبب لري، مګر زه د دغه رأيي او نظر و خلکو ته وایم: موږ نه غواړو چي د یوه مشکل علاج په بل مشکل سره وکړو او اسلام داسي و فهموو چي جنت فقط په دغه یوه عمل کي دی، موږ ولي د دغه استعداد درلودونکي غني همت د صدقاتو او خیراتو، لمنځو او روژو، اعتکاف او عمرو و طرف ته نه ور اړوو، چي د حج په موسم کي پر نورو مسلمان وروڼو تنګي را نه ولي.
 
هغه غریبان چي نفلي حج کوي
 
په دغه ځای کي چي د غنیانو و دغه تکراري حجو ته اشاره وسوه غواړم چي د مسکینانو او غریبانو هغه حجونه هم یاد کړل سي چي د حج کولو دپاره خپل ځانونه په مالي تکالیفو او مشکلاتو کي اچوي، د خلکو څخه مال او پیسې په قرض او پور سره اخلي او بیا حج او عمرې ته ځي او بیا د خپل مسکنت په سبب هلته داسي کارونه ځني پيښیږي چي الله جل جلاله  یې خوښ نه لري، لکه حرام اختلاط یا د نامحرمو نارینه او ښځو سره ګډ ژوند کول، هو ما په خپلو سترګو داسي کسان لیدلي دي چي په لسهاوو نامحرمه او پردي نارینه او ښځي په یوه کوټه کي سره اوسیږي، دا ځکه چي دوی تر دغه زیات مالي قدرت او طاقت نه لري، پر دغسي خلکو په دغسي حال او شرایطو کي حج نه دی فرض.
 
نو که هغه بډایان چي تکراري حجونه کوي او هغه غریبان چي د حج په آداء کولو کي نور ناخوښه کارونه ځني پیښيږي په خپل دین خبر سي دوی به پوه سي چي دغه شریعت د آسانۍ د پاره راغلی دی نه د مشکلاتو د جوړولو د پاره او پر موږ دا نه ده لازمه چي پر خپلو ځانو هغه درانه بارونه کښیږدو چي الله جل جلاله  نه دي راباندي ایښي.  (دا د دکتور محمد عثمان رأفت بیان ؤ)
 
وروڼو! دغه بیان د هغو حاجیانو په باره کي ؤ چي د سعودي عربستان د دباندي څخه د حج کولو د پاره راځي، خو نور هم ډیر داسي خلک سته چي دلته په سعودي عرب کي اوسیږي او هر کال حج ته ځي نو که د دغو کسانو په باره کي هم څه و ویل سي بېځایه به نه وي. 
 
سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
 
 
فقراء او مساکین
 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته