تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د روژې استقبال !
  تعلیم الاسلام
  May 5, 2019
  0

 بسم الله الرحمن الرحیم

لیکوال: نثار احمد صمد واصفي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه 2016-06-08
 
 درنو لوستونکو ، د الله له خوا مسلمانانو ته د میلمستیا میاشت راورسېدله . رسول الله صلی الله علیه وسلم خپلو صحابهً کرامو ته داسي وفرمایل: پر تاسي باندي د روژې مبارکه میاشت راغله، هغه چي د برکت میاشت ده او د دې میاشتي ټولي روژې پر تاسي فرض دي. په دې کي د جنت دروازې خلاصیږي او د جهنم دروازې بندیږي او شیطان تړل کیږي، په دې میاشت کی یوه داسی شپه ده چې د ۱۰۰۰( زرو ) میاشتو څخه بهتره ده ، نو هغه څوک چي د دې له اجر او ثوابه محروم سي په واقعي ډول ترې محروم سو ( رواه : احمد ) .
 
څنګه چی دا د روحي او فلاحي ګټی میاشت ده نو بختور به هغه وي چي د راتلونکي ژوند له پاره په دې میاشت کي سرمایه ګذاري وکړي ، یعنی له دې میاشتي لویه ګټه واخلي .اوس هر مسلمان ته دا فکر پکار دی چي:
 
څنګه د روژې استقبال وکړم ؟ 
څنګه د روژې میاشت په عباداتو، حسناتو او ښو کارونو تیره کړم ؟ 
او داسي یو حالت ځانته غوره کړم چي انسانان زما له شر او تکلیفه په امن سي او غریبان زما له فیض او ګټي برخمن سي؟
پوهانو ویلی دي چي د بدن غذا خوراک دی خو د روح غذا بیا عبادت دی . نو ځکه روژه زړه او روح دواړه صفا کوي . روژه یو الهي نعمت ، عبادت او امانت دی . نو الله تعالی موږ امتحانوي چی آیا په دې امانت کي صادقان یو که خاینان ؟!
 
روژې ته الله تعالی ځکه د نورو یوولسو میاشتو په نسبت ډیر اهمیت ورکوي چي اول خو یې دا خپله میاشت بللې ده ، او دوهم دا چي هدف یې دا دی چي که یې بندګانو په دا نورو ۱۱ میاشتو کي په خپلو دیني عباداتو او نیکیو کي غفلت ، سُستي او بې پروایي کړې وي نو په دې میاشت کي هغه جبران کړي او دا یوه بهترینه موقع ده چي هره نیکي او عبادت څو چنده عوض لري .
 
د روژې هدف او پیغام:
 
د انسان متقي کېدل او د ایمان ټینګېدل دي. 
روژه د بدن زکات دی،
د ګناهونو سوځول دي،
د روح پیاوړتیا ده،
د الهی امر مراعاتول او منل دي،
له شیطانی وسوسو څخه ژغورنه او د الهی عذاب څخه ساتنه ده،
د نفساني حاکمیت ځپنه ده، 
د الهی رحمت حاصلوَنه ده،
د مغفرت ګټنه ده،
د توبې قبلېدنه ده،
او د جنت ژمنه ده.
 
 نو ښه دا دی چي د الله تعالی او رسول الله (صلی الله علیه وسلم) ارشادات عملأ تعمیل او تسجیل کړو او دا په اثبات ورسوو چی نور نو د خولې څخه علاوه د زړه مسلمانان هم یو. بس یوه صادقانه اراده او فیصله غواړي. 
 
متدینو دوستانو ، څنګه چی په دې میاشت کي هر ښه عمل او هر عبادت څو چنده عوض لري ، نو افسوس په هغه  مسلمان چي دا میاشت د نورو ۱۱ میاشتو غوندي د موسیقی په لیدو یا اورېدو ، د ناوړو ټلویزیوني چینلو او پروګرامو په لیدو او یا هم د انټرنیټ د بد اخلاقه او حرامو خپرونو په لیدو ، قطعه بازیو ، قمار ، ګېم او نورو خبایثو او مفاسدو سره ضایع کوي .
 
 که هوس دی نور دې بس دی !
 
نو له روژې وړاندې ځکه بايد توبه وباسو، چی د ژوند ټول چاپېريال مو له فتنو ډک دی . هر ځای قتلونه ، وژني ، بې لارۍ او ګمراهۍ خپرې دي . د منع کولو يې څوک نسته او له دې شره د خلاصون يوازينی حل الله تعالی ته په اخلاص رجوع کول دي او بس .
و ما ذالک علی الله بعزیز !
تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته