تازه سرليکونه
د (روغتيا پالنه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د روژې طبي ګټي - اوبه
  تعلیم الاسلام
  April 10, 2019
  0

 لیکنه: عبدالغفار جبیر/تعلیم الاسلام ویب پاڼه

پروفیسر ایم ایم حسیني M.M.Hussaini :

پروفیسر حسیني دا په ثبوت ورسول چې روژه د خوار ځواکۍ سبب نه ګرځي، دا ځکه چې روژه نیونکي هم په پیشلمي او هم پر روژه ماتي باندې هغه څه خوري چې محدودیت نلري، ده د روژې په میاشت کې پر دوه ډوله شاګردانو باندې خپله تجربه کړې، چې مسلمانان او غیر مسلمانان وو، ده راپور ورکړ چې د هغو شاګردانو د غذا نسبت، چې روژه یې وه او د هغو شاګردانو د غذا نسبت چې غیرمسلمانان وو او روژه یې نه وه، هیڅ توپیر نه ؤ، بلکې د مسلمانانو دغذا انرژي تر غیر مسلمانانو ډیره وه، دا ځکه چې مسلمانان هم په روژه ماتي او هم په پیشملي کې هره غذا په پوره اشتها سره خوري، چې د ارواپوهنې د علم په اساس، دغه خواړه بیا نسبت هغو خواړو ته ډیر ګټور وي، چې په پوره شوق او اشتها سره ونه خوړل سي.

 
دا چې هر مسلمان روژه پخپله خوښه نیسي، د دماغ هغه برخه چې ټول بدن کنترولوي، هغه په روژه کې چې انسان تږي او یا هم وږی سي ډیر ژر خبریږي او پر بدن باندې فشار راولي چې د بدن اوبه او انرژی کمه نسي چې دا پخپله وزن کموي او هغه حجرې چې له فعالیته غورځیدلي وي، هغه له منځه وړي.
 
په روژه کې یواځي ټاکلي خوراکونه نه خوړل کیږي، لکه پروتین، شحمیات او داسې نور... بلکې په ځانګړي ډول سره په روژه ماتي باندې خواږه شیان خوړل کیږي، لکه خرما، جوس، میوې او نور...چې دا پخپله هایپو ګلسمیا صورت نیسي د خوراک وروسته .
 
کله چې له روژه ماتي نه وروسته لمونځ کیږي نو میتابولیزم صورت نیسي، دا چې په روژه کې ۲۰ رکعته تراویح کیږي نو هغه کالوري چې لاسته راغلې ده، هغه په تراویحو کې سوځول کیږي، پاتې انرژي په مفاصلو ا و بندونو کې پاتې کیږي.
 
سلمان بن عامر رضی الله عنه وایي چې رسول الله صلی علیه وسلم وفرمایل: کله چې یو څوک د روژې د ماتولو تکل وکړي؛ نو په خرما دې روژه ماته کړي، دا ځکه چې د برکت سبب دی؛ که چېری خرما نه وه نو په ابو سره دې ماته کړي، دا ځکه چې پاکې په کې ده۔ (ترمذی، مشکوة شریف)
 
 
روژه ماتی په اوبو سره کول
لکه څنګه چې مخکې مو یادونه وکړه، چې فخرالموجودات حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د روژه ماتي لپاره دوه شیان یاد کړې وو: لومړی په خُرما سره روژه ماتول چې په پوره تفصیل سره د خُرما په ګټو باندې د قرانکریم ، احادیث نبوی صلی الله علیه وسلم او د نوې ساینس له نګاه نه ورباندی پوره رڼا واچول سوه، دوهم شی چې خاتم الانبیاء صلی الله علیه وسلم ورباندې روژه ماته کړې او امر یې هم کړی دی چې هغه اوبه دي؛ نو اوس غواړوچې د اوبو پر ارزښت باندې یو څه رڼا واچوو او پاتې دې نه وي چې فخرالموجوادت صلی الله علیه وسلم چې د هرشي امر کړی دی؛ هغه له ګټو، لورینو او رحمت نه ضرور ډک دی او دا یو نړېوال واقعیت هم دی، ځکه چې د نړۍ ټول ساینس پوهان، فیلسوفان، حکیمان، طبیبان، روڼ اندي، مفکرین، سیاستوال، علمی شخصیتونه او مخور کسان ورباندې په یوه خوله دي.
 
اوبه په قرانکريم کي:
په عربي ژبه کی اوبوته (مآء) ویل کیږي، چې په قرانکریم کي د (مآء) توری د نطفې لپاره هم استعمال سوی دی او  کله بیا د (مآء) توری د دوزخ د ایشولو او ګرمو اوبو لپاره هم استعمال سوی دی۔
په قرنکریم کي د اوبو توری (۶۵) ځلې راغلی دی، اوس زه غواړم چې یو څو ځایه يې ذکر کړم:
 
۱:  وَجَعَلْنَا مِنَ الْمَاءِ كُلَّ شَيْءٍ حَيٍّ ۖ أَفَلَا يُؤْمِنُونَ. (سورت الانبیاء ۳۰)
له اوبو څخه مو هر ژوندی شی پیدا کړی دی؟ نو ایا دوی ایمان نه راوړی؟
 
۲: الَّذِي جَعَلَ لَكُمُ الْأَرْضَ فِرَاشًا وَالسَّمَاءَ بِنَاءً وَأَنزَلَ مِنَ السَّمَاءِ مَاءً فَأَخْرَجَ بِهِ مِنَ الثَّمَرَاتِ رِزْقًا لَّكُمْ ۖ فَلَا تَجْعَلُوا لِلَّـهِ أَندَادًا وَأَنتُمْ تَعْلَمُونَ. (البقره ۲۲)
 هغه (الله) چې ځمکه يې درته غوړولې ده او اسمان يې درته چت کړی او له اسمانه ئې اوبه راورولې او په همدې (اوبو) يې ستاسو د روزۍ لپاره هر ډول میوې را بهرکړي؛ دا چې تاسې په دې پوهیږئ، نو د الله سره سیالان مه ګرځوئ.
 
۳:  وَإِنَّ مِنَ الْحِجَارَةِ لَمَا يَتَفَجَّرُ مِنْهُ الْأَنْهَارُ ۚ وَإِنَّ مِنْهَا لَمَا يَشَّقَّقُ فَيَخْرُجُ مِنْهُ الْمَاءُ ۚ (البقره ۷۴)
 له دې تیږو څخه سته چې وچوی او اوبه (چینې) ترې را ووځي.
 
۴:  وَهُوَ الَّذِي أَنزَلَ مِنَ السَّمَاءِ مَاءً فَأَخْرَجْنَا بِهِ نَبَاتَ كُلِّ شَيْءٍ فَأَخْرَجْنَا مِنْهُ خَضِرًا (الانعام ۹۹)
 او دغه (الله) همغه ذات دی چې له اسمانه ئې اوبه راکوزې کړي او بیا موږ د هغه په وسیله ټول زرغونېدونکي شیان (نباتات) را ایستلي دي او بیامو له هغه څخه شین کښت را ایستلی دی۔
 
۵: وَيُنَزِّلُ عَلَيْكُم مِّنَ السَّمَاءِ مَاءً لِّيُطَهِّرَكُم بِهِ (الانفال ۱۱)
او پر تاسې يې له اسمانه اوبه نازلې کړې دي چې تاسې ورباندې پاک کړي.
 
۶:  أَنزَلَ مِنَ السَّمَاءِ مَاءً فَسَالَتْ أَوْدِيَةٌ بِقَدَرِهَا فَاحْتَمَلَ السَّيْلُ زَبَدًا رَّابِيًا. (الرعد ۱۷)
 الله له اسمانه اوبه وورولې او په هر لښتي کې د هغه د وړتیا په اندازه اوبه روانې سوې، بیا کله چې سیلاب راپور ته سو نو پر سر يې ځګ هم راپورته کیږي.
 
۷:  وَتَرَى الْأَرْضَ هَامِدَةً فَإِذَا أَنزَلْنَا عَلَيْهَا الْمَاءَ اهْتَزَّتْ وَرَبَتْ وَأَنبَتَتْ مِن كُلِّ زَوْجٍ بَهِيجٍ (الحج ۵)
 او ته وینې چې ځمکه وچه کلکه پرته وي، بیا چې پرې باران نازل کړو؛ په ناڅاپی ډول وخوځیږی، ډډه سي او د هرې جوړې ښیرازه شینکې را وټوکوي.
 
۸:   أَلَمْ تَرَ أَنَّ اللَّـهَ أَنزَلَ مِنَ السَّمَاءِ مَاءً فَأَخْرَجْنَا بِهِ ثَمَرَاتٍ مُّخْتَلِفًا أَلْوَانُهَا. (فاطر ۲۷)
ایا دوی نه لیدل چې الله له اسمانه اوبه راورولې دی؟ نو د هغو په وسیله مو میوې په بېلا بیلو رنګونو را ایستلي
 
۹:  وَاللَّـهُ خَلَقَ كُلَّ دَابَّةٍ مِّن مَّاءٍ. (النور۴۵)
اوالله هر ساکښ (ژوندی موجود) له یو ډول اوبو څخه شته کړی.
 
۱۱:   وَفَجَّرْنَا الْأَرْضَ عُيُونًا فَالْتَقَى الْمَاءُ عَلَىٰ أَمْرٍ قَدْ قُدِرَ ﴿١٢﴾ (القمر۱۲)
 او له ځمکې څخه مو چینې جارې کړي دي، نو (دغه) ټولې اوبه د هغه کار (د سر ته رسولو) لپاره چې ټاکل سوی و۔
 
۱۲: وَأَنزَلْنَا مِنَ السَّمَاءِ مَاءً فَأَنبَتْنَا فِيهَا مِن كُلِّ زَوْجٍ كَرِيمٍ (لقمان ۱۰)
او له اسمانه مواوبه وورولې بیا په ځمکه کې مو رازر از په زړه پورې شیان شنه کړل۔
 
۱۳: اللَّـهُ الَّذِي خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ وَأَنزَلَ مِنَ السَّمَاءِ مَاءً فَأَخْرَجَ بِهِ مِنَ الثَّمَرَاتِ رِزْقًا لَّكُمْ. (ابراهیم ۳۲)
 الله دی چې اسمانونه او ځمکه یې پیدا کړي دي او له اسمانه یې اوبه راتوې کړي دي او د هغه په وسیله یې تاسې ته له میوو نه روزې را ایستلې ده۔
 
۱۴:  هُوَ الَّذِي أَنزَلَ مِنَ السَّمَاءِ مَاءً ۖ لَّكُم مِّنْهُ شَرَابٌ وَمِنْهُ شَجَرٌ فِيهِ تُسِيمُونَ (النحل ۱۰)
 دی هغه ذات دی چې له اسمانه یې اوبه را ورولې چې ستاسې څښل له دې (اوبو) څخه دي او له هغې څخه (ستاسې) ونې (او واښه هم) سته چې په دغو وښو کی (خپل څاروي) څروئ۔
 
۱۵:  وَأَنزَلْنَا مِنَ السَّمَاءِ مَاءً بِقَدَرٍ فَأَسْكَنَّاهُ فِي الْأَرْضِ ۖ وَإِنَّا عَلَىٰ ذَهَابٍ بِهِ لَقَادِرُونَ (المومنون ۱۸)
او موږ له اسمانه په یوه ټاکلی اندازه اوبه وورولې  نوهغه مو په ځمکه کښې تم کړې او موږ چې څنګه وغواړو له منځه یې وړلی سو.
 
۱۶:  وَنَزَّلْنَا مِنَ السَّمَاءِ مَاءً مُّبَارَكًا فَأَنبَتْنَا بِهِ جَنَّاتٍ وَحَبَّ الْحَصِيدِ (ق ۹)
او له اسمانه مو برکتناکې اوبه نازلې کړي دي او په هغو سره مو باغونه او د رېبلو وړ کښتونه، غلې دانې رازرغونه کړي.
 
۱۹: وَجَعَلْنَا فِيهَا رَوَاسِيَ شَامِخَاتٍ وَأَسْقَيْنَاكُم مَّاءً فُرَاتًا (المرسلات ۲۷)
 او په هغې کې مو ټینګ او لوړغرونه ځای پرځای کړل او پر تاسې مو خوږې اوبه وڅښلې.
 
۲۰:  وَأَنزَلْنَا مِنَ الْمُعْصِرَاتِ مَاءً ثَجَّاجًا (النبا ۱۴)
 او له وروونکو وریځو نه مو تویېدونکې اوبه راښکته کړي دي.
 
۲۱:  وَالْأَرْضَ بَعْدَ ذَٰلِكَ دَحَاهَا ﴿٣٠﴾ أَخْرَجَ مِنْهَا مَاءَهَا وَمَرْعَاهَا ﴿٣١﴾ (النازعات ۳۰، ۳۱)
 او له هغه وروسته يې ځمکه وغوړوله، له هغې نه یې د هغې اوبه او څړ ځایونه را وویستل.
 
 
هرشی په اوبو سره ژوندی دی، یقینا که انسان د ځمکې کُرې ته ځیر سي، لږ فکر پکښي وکړي او د ښکلي تصور مزي وغزوي؛ نو دا به ورته جوته سي چې د حیوان او نبات په شمول دهر ساکښ ژوند په اوبو پورې تړلی دی او دا یو نړیوال ساینسي، انساني او عقلي واقعیت هم دی چې هیڅوک ورڅخه سترګې نسی پټولای.
 
 د انسان بدن که څه هم غوښه، هډوکي، مالګه اونور څه لري، خو زیاته ونډه پکښي د اوبو ده او هرڅه چې دی خوري، زیاته برخه يې اوبه دي. که چیرې په یوه انسان کی اوبه کمې سي، یعنې د اوبو د کموالي (Dehydration) سره لاس او ګرېوان سي؛ نو انسان د پښتورګو په ناروغۍ (Nephritis) اخته کیږي.
 
لومړۍ برخه
 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته