تازه سرليکونه
د (ماشوم روزنه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د ماشومانو سره محبت
  تعلیم الاسلام
  July 20, 2016
  0

 لیکنه: مولوي محمد نادر حنفي

 
که چیري موږ خپلي ټولني ته، په خاصه توګه ماشومانو ته رسول الله  صلی الله علیه وسلم  دهغه د انساني خصوصیتونو سره وروپېژنو، نو کولای سو، چي په اسانۍ سره ئې دده محبت په زړونو کي ډېر کړو، د ترمذي او أبوداود په یوه ګډ روایت کي هغه د لوړ مقام خاوند نبي کريم  صلی الله علیه وسلم  داسي ویلي دي:.
 
(څوک چي زموږ پر کوچنیانو باندي رحمت نه کوي او زموږ د مشر حق نه پيژني، هغه زموږ څخه نه دی.) [سنن أبي داؤد، ۴/۲۸۶]
 
یوځل صحرايي خلکو ورڅخه وپوښتل، چي آیا ته خپل ماشومان مچوې؟
 
ده  صلی الله علیه وسلم  ورته وویل: چي هو! دوی وویل: قسم په الله  جل جلاله  موږ ئې نه مچوو، نبی  صلی الله علیه وسلم  داسي جواب ورکړ:
 
که چیري الله تعالي ستاسو د زړونو څخه رحمت ایستلی دی، زه به څه وکړم؟ (ابن ماجه)
 
رسول الله  صلی الله علیه وسلم  به تل د ماشومانو سره لوبي کولې، د خپل ځان اوماشومانو تر منځ ئې هیڅ واسطه او مانع نه وو وضع کړی. د ټولو هغو حرکاتو څخه ئې ځان ساته،چي د ماشومانو د خجالت او ویري سبب کېدل.
 
داسي کړنو ته به ئې اهمیت ورکاوه، چي پرته له وېري د ماشومانو د نږدېوالي سبب کېده. رسول الله  صلی الله علیه وسلم  ماشومان دریحان د ګل سره تشبیه کړي دي اوداسي ئې فرمايلي دي:
 
(د ماشومانو بوی د جنت بوی دی.)
 
 
 
کله به چي دی  صلی الله علیه وسلم  په یوځای کي ماشومانو ولیده، دهغه لوري ته به ئې وردانګل او تر شاوخوا به ئې راټولېدل. ده  صلی الله علیه وسلم  به هم د هر یوه سره روغبړ کاوه، د هر یوه د حال پوښتنه به ئې کوله، ددوی د محبت په مقابل کي به ئې ورسره محبت کاوه.
 
 ددې سنت بیا راژوندي کول زموږ د راتلونکي نسل لپاره ډېر مهم دی‼ راځئ، چي په دې هکله لږ تر لږه هغه ته د ورته کېدو هڅي وکړو، د خپل حال او کړنلاري په واسطه ماشومانو ته رسول الله  صلی الله علیه وسلم  ور یاد کړو، انس بن مالک رضی الله عنه داسي وايي:
 
 یو ځل رسول الله  صلی الله علیه وسلم   د سجدې په حال کي وو، چي حسن او حسین رضی الله عنهما راغلل د پيغمبر  صلی الله علیه وسلم  پر شا ور وختل، د دوی تر کښته کېدو پوري رسول الله  صلی الله علیه وسلم  خپله سجده اوږده کړل، هلته موجودو کسانو پوښتنه وکړه، چي اې دالله رسوله!  آیا سجده دي ډېره اوږ ده نه کړله؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم  ورته وویل:
 
کله چي زما زوی زما شاته جګ سو؛ نو د عجلې څخه ووېرېدم.
 
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۱۸ ګڼه
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته