تازه سرليکونه
د (د نبوت دلايل) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د نبوت دلایل: رسول الله ﷺ په اړه د بایبل وړاندویني
  تعلیم الاسلام
  August 23, 2016
  0

 په مخکنيو کتابونو  کې  د رسول الله  ﷺ  د راتګ په اړه وړاندوينې

راټولونه او اوډنه: نوید احمد / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 
 د نبي کريم  ﷺ د مخه چي کومو انبياء عليهم السلام دنيا ته د الهي پيغام سره تشريف راوړی وو په هغو  کې  تقريباً هر يوه دا زيری ورکړی وو چي په اخر زمان  کې  به يو داسي پيغمبر تشريف راوړي په هغه باندي به د نبوت د مقدسي سلسلې تکميل کيږي، همدا وجه ده چي ټولو اهل کتابو د اخر زمان نبي د راتګ انتظار کاوه.  بعضي انبياوو عليهم السلام د رسول الله   ﷺ   ډيري علامې بيان کړي وې بلکې  بعضو خو د نبي کريم   ﷺ نوم هم ياد کړي وو.  په دې اړه الله  تعالی  فرمايي:
 
(الَّذِينَ يَتَّبِعُونَ الرَّسُولَ النَّبِيَّ الْأُمِّيَّ الَّذِي يَجِدُونَهُ مَكْتُوبًا عِنْدَهُمْ فِي التَّوْرَاةِ وَالْإِنْجِيلِ...) (۱)
هغه كسان چې متابعت كوي دوى د ( دين د) هغه رسول چې امي نبي دى، هغه رسول چې مومي دوى ( نوم اوصفت د) ده ليكلى شوى په نز د دوى په تورات او ( په ) انجيل كې...
 
او بل ځاي فرمايي:
(وَإِذْ قَالَ عِيسَى بْنُ مَرْيَمَ يَا بَنِي إِسْرَائِيلَ إِنِّي رَسُولُ اللَّهِ إِلَيْكُمْ مُصَدِّقًا لِمَا بَيْنَ يَدَيَّ مِنَ التَّوْرَاةِ وَمُبَشِّرًا بِرَسُولٍ يَأْتِي مِنْ بَعْدِي اسْمُهُ أَحْمَدُ فَلَمَّا جَاءَهُمْ بِالْبَيِّنَاتِ قَالُوا هَذَا سِحْرٌ مُبِينٌ.) (۲)
 
او( ياد كړه اى محمده! هغه وخت) كله چې وويل عيسى د مريمې ځوى داسې چې اى بني اسرائيلو (اولاده يعقوب) بيشكه زه رسول ليږلى شوى د الله، يم تاسې ته ( حال دا چې ) تصديق كوونكى يم د هغه كتاب چې وړاندې ځما دى له تورات څخه  او زيرى كوونكى يم په هغه رسول سره چې رابه شي وروسته له ما څخه چې نوم د هغه احمد دى . بيا ( وايي الله ) كله چې راغى هغه ( رسول ) دوى ته په ښكاره ؤ معجزو سره وويل ( بني اسرائيلو) دا ( قرآن ) ښكاره سحر كوډي دي. 
 
همدارنګه نبي کريم   ﷺ فرمايلي دي چي زه د خپل پلار ابراهيم علیه السلام دعاء او د عيسي علیه السلام زيری او د خپلي مور هغه خوب يم چې دې ليدلي وو. (۳)
 
دا چي قرانکريم  کې  دا خبر ورکول سوی دی چي د رسول الله   ﷺ په اړه معلومات اهل کتاب په خپلو کتابونو  کې  موندي نو په اوسني بايبل  کې  د ډيرو تحريفونو سربېره د نبي کريم   ﷺ په اړه ډير زيري، نښي او وړاندويني سته چي بېله نبي کريم   ﷺ څخه د بل هيچا په اړه صدق نه کوي.
 
 دا چې يهود د بايبل په پخوانۍ عهدنامه (Old Testament) باندې ايمان لري او بل لور ته عيسايان بيا پر ټول بايبل (عهدنامه جديد او عهدنامه قديم)  (New Testament Old Testament) باندې ايمان لري؛ نو ځکه دلته د دوی دواړو وړاندوينې را اخلو؛ اوس  هغو وړاندوينو ته راځو چې په اوسني تحريف سوي بايبل کې موندل کيږي، په اوسني بايبل کې داسې يادوني هم سته، چې د حضرت محمد مصطفي  ﷺ  د نبوت زيري په روښانه ټکو ښکاره کوي،(۴) مثلاً: 
 
نوې عهد نامه New Testament
 
د بايبل په نوې عهدنامه کي (چي ۴ انجيلونه پکښي شامل دي) د نبي کريم صلي  ﷺ په هکله روښانه وړاندوينې داسي راځي:
 
لومړۍ وړاندوينه
 
د يوحنا انجيل ليکې چي حضرت عیسی علیه السلام داسي وفرمایل :
 
( خو بيا هم زه تاسو ته رښتيا وايم چې دا ستاسو د بهترۍ لپاره دي، چې زه ستاسو څخه جلاکېږم، که چېرې زه له تاسو څخه ولاړ نسم نو مددګار به رانسي او که چېري زه ولاړ سم نو هغه به زه را واستوم، کله چې هغه راسي نو هغه به دنيا د ګناه او د صداقت او انصاف په باب کښې ملامته کړي، ...خوکله چې دحقيقت روح (پېغمبر) راسي نو هغه به تاسو ته دا ټول حقيقت وښيي ځکه چې هغه به له خپله ځانه هيڅ نه وايي، خو هغه څه به وايي کوم چې هغه اوري او هغه به تاسو په راتلونکو واقعاتو خبر کړي.) (۵)
 
که موږ د يوحنا  ۱۶ باب او د ۳- ۱۴ اياتو ته راسو نو ډېره ښکاره خبره ده چې دا ټولې وړاندوينې د فخرالموجودات حضرت محمد مصطفي  ﷺ په هکله دي، په انګليسي بايبل کې د نبي کريم  ﷺ لپاره (Comforter) کامفرټر (تسليت ورکوونکی او راحت بخښونکی) راغلی دی، چې په ځينو عربي بايبلو کې ورته (المعزی) او په نورو عربي بايبلو کې (فارقليط) راغلی دی، په اصلي سرياني انجيل کې (تحمنَا) راغلی دی چې معنا يې په عربي کې (محمد) دی، له دې څخه وروسته بيا دغه توري په يوناني انجيل کې په (Periclytos) پريکلايتوس سره لیکلی دی چې معنا يې ( هغه څوک چې تعريف يې سوی وي) او د (محمد) د لفظ هم دغه معني ده. 
 
بيا کليسا دا توري هم ونسو زغملای بير ته يې پاراکليتوس (Paracletus) ته بدل کړ. دا چي عيسايي مذهب د مشهور يهودي پولس لخوا تحريف سو نو ځکه پولس د عيسايانو د کمزوري حالت څخه په استفاده د بايبل ډير اړين معلومات تحريف کړل چي په هغو  کې  دا نومونه او الفاظ هم وه.
 
دوهمه وړاندوينه
حضرت عيسي عليه السلام يهودو ته وايي چې سردار راتلونکی دی، د يوحنا انجيل ليکې :
( زه به تاسو ته زياتي خبرې ونکړم؛ ځکه چې ددې دنيا سردار راتلونکی دی.) (۶)
 
يعنې تر اوسه لانه دی راغلی اینده کي راتلونکی دی، هغه څوک چې حضرت عيسي عليه السلام ورته سردار وايي او تر ده وروسته به راځي هغه به څوک وي؟ هغه حضرت محمد  ﷺ دی.
 
دريمه وړاندوينه
 
په لوقا انجیل کي راځي چي حضرت عيسي عليه السلام فرمايي: 
 
( داسې کس راتلونکی دی چې له ما څخه ډېر طاقتور دی او زه د هغه د څپلو د تسمو د پرانستلو جوګه هم نه يم.) (۷)
 
ډېره ښکلې وړاندوينه ده، آيا تر حضرت عيسي عليه السلام بل څوک وروسته په ټوله نړۍ کې طاقتور راغلی دی؟ په عيسايي نړۍ کې تر پولس غوره شخص نسته خو بيا هم پولس تر حضرت عيسي عليه السلام غوره نه ګڼي،  نو عيسويان به ضرور دا اعتراف کوي چې د سيدنا حضرت عيسي عليه السلام د دې وړاندوينې څخه يواځې او يواځي فخرالموجودات حضرت محمد صلي الله عليه وسلم مراد دی او بس.
 
عيسايان ادعا کوي چي ددې وړاندوينو څخه خپله عيسي عليه السلام او يا نور مذهبي کسان مراد دي خو دا ادعا ډيره بې بنسټه ، د عقل خلاف او د بايبل د الفاظو سره په ټکر  کې  راځي ځکه نو زموږ علماوو دوی ته په دې اړه ډير قناعت بخشه جوابونه ورکړي دي او موضوع يې ډيره روښانه کړې ده. (وګورئ اظهار الحق)
 
 
نوري وړاندويني
 
د اوسني بايبل په دواړو عهدنامو  کې  ډيري زياتي وړاندويني سته چي انبياء عليهم السلام خصوصاً حضرت عيسي عليه السلام د يو ډيري لوړي درجې د نبي د راتلو زيري خلګو ته ورکوي چي په لنډ ډول يې دلته یو څو زیري یا وړاندویني را نقلوو:
 
• تاسو به تر هغه وخته ما ونه وينی چي ترڅو دا ونه وايی چي: مبارک دې وي هغه څوک چي  د رب په نوم راځي.
 
• له مانه پس به هغه سړی راځي چې له ما نه زيات زورور دی زه ددې لايق هم نه يم چې ټيټ سم او د هغه د پيزار تسمې پرانيزم...
 
• لکه چې تاسو ته معلومه ده چې يحيي عليه السلام به په اوبو د تعميد غسل ورکوي؛ خو تاسو ته به په روح القدوس د تعميد غسل درکړل سي، او دا به لږې ورځې پس وي. 
 
• خداي  تعالی  موسی عليه السلام ته وويل: هغه به د موسی عليه السلام د وروڼو (عربو) څخه وي او د خداي په نوم به خبري کوي. (بسم الله او د الله حمد لکه الحمدلله ویلو ته اشاره ده).
 
• هغه څه به وايي چي زه امر ورته کوم... ( قرانکریم  کې  هم فرمايي چي: وَمَا يَنْطِقُ عَنِ الْهَوَى (۳) إِنْ هُوَ إِلَّا وَحْيٌ يُوحَى. الاية)
 
او د زاړه عهدنامې (اوسني تورات) په مشهور کتاب اشعيا  کې  د حرا د غار د لومړنيو وحيو انځور ته اشاره سوې ده:
 
( او هغه ته کتاب ورکول سوی دی چي هغه ويل نه سي کولای، چي کله ورته وويل سي چي دا ووايه، هغه به ووايي: زه لوستونکی نه يم.) (۸)
 
په دې  کې  دا وضاحت دی چي: کتاب ورکول سوی دی، ويل نه سي کولای (اُمي دی) او هغه به وايي: زه لوستونکی نه يم!! حضرت جبرائيل عليه السلام چي کله د حرا غار ته وحي راوړې نو نبي کریم  ﷺ ته یې امر وکړی چي: اقْرَأْ یعني ووایه! رسول الله   ﷺ وفرمايل: ما انا بقارئ يعني زه لوستونکی نه يم.
 
په اوسني انجیلو کي نوري زیاتي وړاندویني هم سته، د اوږدوالي به وجه همدومره کفایت کوي او د اوسني تورات څخه صرف یوه ډیره حیرانونکې وړاندوینه په لاندي سرلیک کي رانقلول کفایت کوي.
 
 
 

 

د رسول الله   ﷺ مبارک نوم (محمد) په اوسني بايبل کې 

 

 
د بايبل په يوه مشهور کتاب د سليمان د غزلياتو په پنځم باب، ۱۶ کرښه  کې  په عبراني ژبه داسي راځي:
 
 (טז  חִכּוֹ, מַמְתַקִּים, וְכֻלּוֹ, מַחֲמַדִּים; זֶה דוֹדִי וְזֶה רֵעִי, בְּנוֹת יְרוּשָׁלִָם.) (۹)
 
په انګليسي حروفو دا کلمات داسي ادا کيږي:
 
(Hikko Mamittakim we kullo Muhammadim Zehdoodeh wa Zehraee Bayna Jerusalem.)
 
پښتو ژباړه: د هغه خوله ډيره خوږه ده، هغه محمد دی (سر تر پايه مينه)، دا زما محبوب دی او دا زما دوست دی ای د بيت المقدس لوڼو!
 
تاسو ويني چي د رسول الله   ﷺ نوم مبارک (محمد) په واضح ډول ذکر سوی دی او د IM (يم) لفظ د احترام لپاره ورسره اضافه کيږي. خو دا چي د اهل کتابو په کتابونو کي لاسوهنه او تغیر په دوی کي د پخوا څخه یو عام رواج دی نو ځکه کوښښ کوي چي ددې کتابو په ژباړلو  کې  اسمِ خاص هم يو ډول معني کړي حال دا چي اسمِ خاص بايد معنی نسي بلکی پر خپل حال پرېښول سي ځکه نو عيسويانو اوس دا لفظ انګليسي ته په (سر ترپايه مينه) ژباړلی دی خو د يهودو په اصلي عبراني تورات  کې  اوس هم د (محمد) لفظ خپله وجود لري او د حیرت خبره خو لا دا ده  چي خپله يهود دا لفظ عيناً همدغسي (محمد) قرائت کوي!!
 
الله تعالی فرمايي چي یهود په تورات کي تحریف کوي او کلمات يې اړوي:
 
يُحَرِّفُونَ الْكَلِمَ عَنْ مَوَاضِعِهِ (المائده: ۱۳)
دوی (د تورات خصوصاً محمدي نعت) د خپلو ځایونو څخه اړوي.
 
(کله چي خپله د عبراني ژبي دغه توري (מַחֲמַדִּ) د عبراني بايبل د ويب پاڼي څخه را واخيستل سي او انلاين قاموس  کې  انګليسي ته واړول سي نو محمد نوم په لاس راکوي .)
 
 خپله اوسني يهود چي دغه کتاب قرائت کوي نو په ډيره واضح ډول محمد لفظ پکښي تلفظ کوي چي دغه قرائت هم په انټرنيټ  کې  ترلاسه کیږي او په لاندي ډول يې دوی تلفظ کوي:
 
د اورېدلو لپاره دلته کلیک وکړئ
 
(Hikko Mamittakim we kullo Muhammadim Zehdoodeh wa Zehraee Bayna Jerusalem.)
 
تاسو په ښه واضح ډول واورېدل چي یهود چي کله خپل تورات تلاوت کوي نو د محمد رسول الله ﷺ نوم په واضح ډول ذکر کوي.
 
 
د برناباس په انجيل کې  وړاندوينې
 
او د برناباس په انجيل  کې  تر دې لا هم په واضحو الفاظو څو واره د رسول الله   ﷺ يادونه سوې ده.
 
په اولسمه ميلادي پېړۍ  کې  د پنځم اسکټس پاپ په پټ کتابتون  کې  د برناباس حواري يو انجيل ترلاسه سو چي په دې انجيل  کې  ډير لوی حقايق ذکر سوي دي او د اوسنيو عيسويانو کفري عقايد او بدعتونه يې غندلي دي او په دې کتاب  کې  د نبي کريم   ﷺ په اړه ښکاره زيري هم راغلي دي. عيسويانو ډير کوښښ وکړی چي دا کتاب د منځه يوسي او په پنځمه عيسوي پېړۍ  کې  جيلاشيس پاپ دا امر صادر کړی چي ددې کتاب مطالعه کونکی مجرم دی.(۱۰) په دې انجيل  کې  تر لس ځله زيات د نبي کريم   ﷺ نوم مبارک، فضايل، اوصاف او حالات بيان سوي دي.(۱۱ ) مثلا په ۱۶۳ ايت  کې  راځي:
 
(The disciples answered, "O Master, who shall that man be of whom you speak, who shall come into the world?" Jesus answered with joy of heart: 'He is Muhammad;, Messenger of God, and when he comes into the world, even as the rain makes the earth to bear fruit when for a long time it has not rained, even so shall he be occasion of good works among men, through the abundant mercy which he shall bring, for he is a white cloud full of the mercy of God, which mercy God shall sprinkle upon the faithful like rain.)
 
ژباړه: حواريينو وويل: اي سرداره (عيسي عليه السلام)! د کوم چا په اړه چي تاسو خبره کوی هغه به څوک وي؟ څوک به (تر تا وروسته) دې نړۍ ته راځي؟ عيسي عليه السلام د زړه په خوشحالۍ وويل: هغه محمد دی! د الله رسول، کله چي هغه دې نړۍ ته راځي نو لکه باران چي هغه مځکه د ميوې جوګه ګرځوي چي ډير وخت باران نه وي پر سوی همدغه ډول به هغه ( ﷺ ) دا وخت د خلګو په منځ  کې  نيک کارونه راولي، دا د خپل هغه پرېمانه رحمت په وجه چي دی به يې راوړي. هغه د خدای د رحمت څخه ډکه سپينه وريځ ده! خدای به رحمت پر مؤمنانو باندي لکه باران داسي واوروي.
 
په بايبل  کې  د رسول الله   ﷺ په اړه ډيري زياتي وړاندويني سته چي دلته همدومره کفايت کوي. 
 
د اسلامي نړۍ د تقابلِ اديان مشهور عالم شيخ احمد ديدات صاحب وايي چي د رسول الله   ﷺ په اړه د بايبل وړاندويني داسي برابري دي چي موږ هيڅ دې ته اړتيا نلرو چي په وچ زور د بايبل ويناوي و رسول الله   ﷺ ته منسوب کړو.
 
ټولو اهل کتابو د حضرت عیسی علیه السلام وروسته د اخر زمان نبي انتظار کاوه.
 
همدا وجه وه چي کله د عيسايت مشهور عالم ورقه بن نوفل رضی الله عنه د رسول الله   ﷺ د ابتدايي وحيو حالات وليدل نو سمدستي يې د هغه تصديق وکړی او د يهودو مخکنی لوی عالم حضرت عبدالله بن سلام رضی الله عنه د رسول الله   ﷺ وړاندويني په تورات  کې  ليدلي وې نو ځکه يې ايمان قبول کړی. حضرت سلمان فارسي رضی الله عنه ته لویو راهبانو ویلي وه چي اخر زمان نبي راتلونکی دی او دغه يې نښي دي، کله چي سلمان فارسي رضی الله عنه تر ډير اوږد سفر وروسته مدینې ته راغلی او نبي کریم علیه السلام یې ولیدی نو هغه نښي یې ټولي پکښي پیدا کړې بالاخره ایمان يې قبول کړی.
 
 ددې ترڅنګ د روم مشهور عيسايي پاچا هرقل هم د نبي کريم   ﷺ په نبوت اقرار وکړی .
 
اوس هم زیات شمېر راهبان چي کله د نبي کریم ﷺ سیرت مطالعه کړی نو دې نتیجې ته ورسیږي چي اسلام قبول کړي.
 
ماخذ: د رسول الله ﷺ د نبوت دلائل، لیکنه: نوید احمد 
 
د نبوت دلایل: ډولونه او شمیر (۱برخه)
 
------------------------------
۱: سورة الاعراف: ۱۵۷
۲: سورة الصف: ۶
۳: دلائل النبوة: ابي بکر احمد بن الحسين البيهقي، تحقيق: عبدالمعطي قلعجي، ناشر: لومړۍ چاپ ۱۴۰۸هـ، دارالکتب العلمية-بيروت، ج۱، ص۸۰ 
۴: دا وړاندويني اکثره د هيواد د تکړه مناظر ښاغلي عبدالغفار جبير صاحب د کتاب (رسول الله  د غيرمسلمانانو په آند) کتاب څخه اخذ دي.
۵: انجيل: يوحنا: ۱۶ باب ۳- ۱۴، لومړي جيبي چاپ ۱۹۹۶
۶: انجيل يوحنا: باب ۱۴: ۳۰
۷: انجيل لوقا:  ۳باب ۱۶
۸: اشعيا/يسعيا: ۲۹:۱۲
۹: دا متن او ږغ یې د يهودو د Mechon Mamre مرکز د ويب پاڼي څخه را اخيستل سوی ی چي په عبراني ژبه د اوسني بايبل (تورات) متن او ږغ وړاندي کوي.
۱۰: بايبل سي قران تک (د اظهار الحق اردو ژباړه او شرحه): علامه مفتي محمد تقي عثماني، ناشر: مکتبة دارالعلوم کراچي، ج۱، ص۱۵۹
۱۱: د برناباس انجيل په اړه څېړنه د علامه مفتي محمد تقي عثماني صاحب په کتاب (بايبل کيا هي؟) کتاب  کې  لوستلاي سي.
 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته