تازه سرليکونه
د (اسلام او ساينس) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د کیمبریج پوهنتون د بیولوژی یو ماهر مسلمان سو (۳)
  تعلیم الاسلام
  August 25, 2016
  0

 د کیمبریج پوهنتون د بیولوژی ماهر ډاویډ فوکس چي ملحد وو مسلمان سو. (۳ برخه)

 لیکنه: عبدالغفار جُبیر / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

د انسان د بدن د حجرو ورځنی کار ځیني حجرې اوسپنه، ځیني پوتاشیم، ځیني کلسیوم، ځیني فاسفورس او ځیني نور مواد د انسان بدن ته رسوي، د حجرو مختلف ګروپونه دي، هر ګروپ خپل ځانته کار کوي. څنګه حجره پوهیږي چي دا اوسپنه ده او زه باید د انسان بدن ته اوسپنه ورسوم؟ ولي هغه حجرې چي سودیم بدن ته رسوي بل شی نسي رسولای؟ او یا هم نسي کولای چي بل شی یا نور مواد ورسوي؟ 

 
دا ځکه چي الله جل جلاله چي کومه وظیفه ورکړې او ورته ټاکلې ده صرف هغه ترسره کوي او بس. 
 
ددغو حجرو اندازه
 
 دغه حجره صرف پروتینونه، الیکترونونه او مرکز لري او اندازه یې 0.001 ملي متر څخه زیاته نه ده، نه سترګې لري، نه دماغ لري، خو ددې باوجود الله جل جلاله داسي توان ورکړیدی چي د هر شي حس کولای سي، خپله ورکړل سوې دنده په ښه ډول سره ترسره کولای سي او په ډیر سرعت او صداقت سره د الله عزوجل حکم مني.
 
 
 البومین (Albumin) او دنده یې
 
 البومین په وینه کي حرکت کوي، دا په وینه کي کولسترول، زهرجن مواد او نور مضر مواد جذبوي، البومین چي کله وینې (ځیګر) ته ورسي ینه ورڅخه ګټور مواد اخلي او مضر مواد ورڅخه جلا کوي، البومین دومره پوه لري چي زهرجن مواد، غذایي مواد او دارو درمل سره جلا کوي، او پیژني یې.  اوس پوښتنه دا ده چی ودې البومینو ته دا پوهه چا ورکړیده، چي دغه مواد سره بېل کړه؟ البومین څنګه کولای سي چي زهرجن مواد، غذایي مواد او درمل سره بېل کړي؟ دا هر څه صرف د الله جل جلاله واک دی، چي البومینو ته یې دا واک ورکړیدی، چي دغه دي دنده ده، او البومین بیا د الله عزوجل امر مني او نه درغلي کوي او نه هم خیانت کوي.
 
 
 
لایزوزوم (Lizozom) څه دنده لري؟
 
د انسان په بدن کي تر ۲۰۰ ډوله زیاتي حجرې شتون لري، چي هر ګروپ حجرې خپله دنده په پوره مهارت، صداقت او امانتدارۍ سره تر سره کوي، تر ۱۰۰ میلیارده زیاتي حجرې په تیزۍ سره خپل فعالیت کوي، ځیني حجرې انرژي پیداکوي، ځیني حجرې معدني مواد راټولوي او ځیني نور کارونه ترسره کوي.
 
 د حجرې ځیني برخي دي چي تخریبي عمل ترسره کوي، او هم دغه تخریبي عمل د انسان د پوره صحت ضمانت کوي، لکه په حجره کي لایزوزوم (Lizozom) چي د حجرې ودې برخي ته مېچن یا ژرنده هم ویل کیږي، د حجرې دا برخه څو کارونه سرته رسوي، چي انسان ورته حیران سي او عقل کار پریږدي، په عمومي ډول سره د بدن ځیني برخي غټوي او بیا یې کوچنۍ کوي، په ډېر مهارت سره دغه کار ترسره کیږي، چي دا هر څه د ښه صحت په موخه سره تر سره کیږي، د بېلګي په ډول سره د ښځي رحم (Womb)  چي د جنین په حالت کي مختلفې اندازې خپلوي، په کومه اندازه سره چي ماشوم په رحم کي غټیږي په هغه اندازه سره لایزوزوم (Lizozom) رحم غټوي، لایزوزوم ته الله جل جلاله داسی پوهه ورکړیده، چي د ماشوم اړتیا درک کولای سي، که دوه ماشومان وه بیا رحم زیات غټوي، که درې یا زیات ماشومان وه له هغه څخه یې زیات غټوي، او کله چي ماشوم یا ماشومان پیدا سي بیرته لایزوزوم (Lizozom) مکلف دی چي دغه رحم بیرته کوچنی کړي، چي تر ۱۰ ورځو پوری بیا لایزوزوم (Lizozom) بیرته تخریبي عمل تر سره کوي، او بیا په تدریجي ډول سره رحم و خپل اصلي حالت او اندازې ته راولي، چي دا ټوله کار د لایزوزم دی.
 
 
 یا مثلاً ، کله چي د نر کروموزوم د ښځې بیضه القاح کړي، بیا لایزوزم (Lizozom) وظیفه لري چي دغه القاح سوې هګۍ غټه کړي، په دې ټولو مرحلو کي لایزوزوم (Lizozom) پوره ونډه لري، په کوم ځای کي چي اړتیا نه وي هلته تخریبي عمل تر سره کوي او هر څه له منځه وړي. 
 
اوس پوښتنه دا ده چي و دغه لایزوزم ته چا دا پوهه ورکړېده چي حمل صورت ونیوﺉ نو رحم غټ که؟ بیا دغه پوهه چا ورکړېده چي ماشوم پیدا سو نو بیرته دغه رحم خپل اصلي حالت ته راوله؟ و دغه لایزوزم ته دغه پوهه چا ورکړېده چي یو ماشوم ته په یوه اندازه او دوو او درو ماشومانو ته په بله اندازه سره رحم غټ که؟ که چیري حمل صورت و نه نیسي ولي لایزوزوم دغه رحم نه غټوي؟ دا هر څه د الله په واک کي دي، دا د الله واحد ذات مخلوقات دي، چي پیدا کړي یې دي، او مختلفې دندي یې ور په برخه کړیدي، او دغه هر څه چي په مځکه او اسمانو کي دي ټوله د الله مخلوق او د الله عزوجل تابع دي لکه په قرآن کریم کي چي راځي: 
 
كُلٌّ لَهُ قَانِتُونَ. (سورة الروم: ۲۶)
 ټول مخلوقات د الله تابع دي
 
 
ان شاءالله نور بیا...
 
--------------------------
مخکنۍ برخي:
لومړۍ برخه
دهمه برخه
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته