تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د ذوالحجي لس طلایي ورځي
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  June 24, 2023
  0

لیکوال: علي الله متوکل الرحمن / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

د ذوالحجي لس طلایي ورځي


انسان لږ عمر لري، بیا پدې خپل لږ عمر کي د ژوند په چارو هم بوخت وي، کله خوشحالي لمانځي، کله بیا د غمونو سره اخته وي، کله په تجارت پسي مسافر وي او کله بیا په کوم بل څه. مطلب دا چي د یوي خوا دنیوي کارونو کي انسان راګیر وي، او د بلي خوا بیا شیطان انسان ته دنیا ښایسته کوي او نه یې پریږدي چي د رب عبادت وکي.

 

د انسان و طبیعت او فطرت ته په کتو سره الله (جل جلاله) په لنډو وختونو کي د ډیر ثواب وعده کړي ده، د قدر یوه شپه یې په څه د پاسه دري اتیا کاله ورته شمارلې، د روژي میاشت یې ورکړې، د اخترونو شپې یې ورکړي او د ذوالحجي لس یې د ثواب ګټلو ښه موقع ورته ګرځولې ده. 

 

د ذوالحجي د لسو شپو فضیلت
الله (جل جلاله) قسم په کړی دی: په هر هغه څه چي الله رب العزت قسم وکړي هغه ډیر لوی او عظیم څه وي، نو ذوالحجه هم یو د هغو څخه ده چي الله (جل جلاله) قسم ورباندي کړی دی:

﴿وَالْفَجْرِ وَلَيَالٍ عَشْرٍ﴾ 


د ابن عباس رضي الله عنه څخه روايت دى چي له وليال عشر څخه د ذي الحجي لس ورځي مراد دي.

علامه ابن کثير رحمه الله ويلي: د (( ليال عشر)) په مصداق کي د ذوالحجې لس شپې اخیستل تر ټولو غوره مصداق ده.

ددې ورځو ثواب د شهېدیدو سره یو شان دي: عن ابن عباس رضي الله عنهما قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: (ما من أيام العمل الصالح فيها أحب إلى الله من هذه الأيام ـ يعني أيام العشر ـ قالوا: يا رسول الله، ولا الجهاد في سبيل الله؟ قال: ولا الجهاد في سبيل الله، إلا رجل خرج بنفسه وماله فلم يرجع من ذلك بشيء) [رواه ابوداود].

په دنيا کې ددې ورځو ( د ذوالحجي د اولو لسو ) په څیر نوري ورځي نه سته چي الله تعالى ته په کښي نيک عمل ډير خوښ وي، صحابه کرامو ورڅخه پوښتنه وکړه يا رسول الله ! د جهاد في سبيل الله نه هم ( په دې ورځو کي عمل کول ) ډير غوره دی؟ هغه ورته وفرمايل: جهاد في سبيل الله هم ددې ( ورځو نيک عمل ته )) نه سي رسيدلى ، مګر هغه مجاهد چي  جهاد ته له خپل ځان او مال سره لاړ شي او يو هم بيرته را نه وړي ( يعني ځان او مال قربان کړي).

 

علامه بدر الدين العيني رحمه الله د دې حديث په تشريح کي وايي چي: دا حديث پر دې دلالت کوي چي دا لس ورځي د ټول کال غوره ورځي دي، نو له همدي امله که چا نذر ومانى چي زه به د کال په غوره ورځو کي روژه نيسم نو پر دې سړي د دغو ورځو روژه لازمه ده؛ ځکه دا د ټول کال هغه غوره ورځي دي.

 

ټول عبادتونه په همدغو ورځو کي دي: حافظ ابن حجر رحمه الله د دې ورځو د فضيلت دليل داسي وايي: والذي يظهر أن السبب في امتياز عشر ذي الحجة لمكان اجتماع أمهات العبادة فيه ، وهي الصلاة والصيام والصدقة والحج ولا يتأتى ذلك في غيره.


ژباړه: د ذي الحجي د لسو ورځو د بهترۍ سبب دا دى چي په دې کي لوى لوى عبادتونه را جمعه سوي دي لکه لمونځ، روژه، صدقه، او حج له دې څخه پرته په نورو ورځو کي داسي عبادتونه نه دي راغلي.

 

د ذوالحجي د لسو ورځو نیک اعمال:


پدې ورځ هر نیک عمل کول ثواب لري خو علماء کرامو په خپلو کتابونو او ویناوو کي دغه لاندي ذکر کړي دي:

 

الف. حج او عمره ادا کول: پدې لسو ورځ کي ځانګړی عمل حج او عمره ده که چیري یې څوک توان او طاقت ولري نو حج او عمره دې وکړي ځکه رسول الله (صلی الله عليه وسلم) فرمایي: العمرة إلى العمرة كفارة لما بينهما، والحج المبرور ليس له جزاء إلا الجنة (متفق عليه).

 

ب. روژه نيول: نبي کريم صلى الله عليه وسلم د دې ورځو د عمل صالحه ترغيب کړى دى او روژه تر ټولو غوره عمل دى. عن هُنَيدَة بنِ خالدٍ عن امرأته قالت حدثتني بعضُ أزواج النبي صلى الله عليه وسلم : أن النبي صلى الله عليه وسلم كان يصومُ تسعا من ذي الحجة ويوم عاشوراء وثلاثةَ أيام من كل شهر ... (امام أحمد او أبو داود او النسائي)

 

ژباړه: هنيده ابن خالد د خپلي ښځي څخه روايت کوي چي هغي ويل چي وماته د نبي صلى الله عليه وسلم ځينو بي بي ګانو ويلي دي چي نبي صلى الله عليه وسلم د نهو ورځو د ذي الحجې، د عاشورا  او د هري مياشتي څخه درې ورځي روژه نيوله.

 


علامه نووي رحمه الله د ذوالحجې د روژو په هکله وايي: صيامها مستحبٌ استحباباً شديداً.


ژباړه: د دې ورځو روژه ډيره ټنګه مستحب ده.

 

رسول اکرم (صلی الله عليه وسلم) فرمایي: صيام يوم عرفة احتسب على الله أن يكفر السنة التي قبله والتي بعده. (رواه مسلم)


ژباړه:  زه د الله نه اميد لرم چې د عرفې په روژې باندي د مخکيني کال او ورستني کال ګناهونه معاف سي.

 

ج. تکبیرونه او اذکار ویل: په د غو ورځو کي د تکبير، تهليل او تحميد ويل په احاديثو کي راغلي دي. د ابن عمر رضي الله عنهما څخه روايت دی چي نبي کريم صلى الله عليه وسلم وفرمايل: ما من أيام أعظم عند الله ولا أحب إليه العمل فيهن من هذه الأيام العشر، فأكثروا فيهن من التهليل والتكبير والتحميد (رواه احمد)

 

ژباړه: تر دې ورځو پر الله عزتمني ورځي نسته او نه په دغو ورځو کي تر عمل کولو بل محبوب عمل سته، نو په دغه ورځو کي تهليل، تکبير او تحميد ډير واياست.

www.taleemulislam.net
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته