تازه سرليکونه
د (اسلام او ساينس) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
موسیقي د اسلام او معاصر طب له نظره
 
  September 25, 2016
  0
ترتيب کوونکی: اسد الله "فيضي" / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

د اسلام دښمنانو د مسلمانانو خصوصاً د ځوانانو د بې لاري کولو لپاره تر ټولو مهمه وسيله موسيقي ګڼلې او دا ګمراه کوونکې وسيله ئې د راډيو، ټلوېزيون، کمپيوټر، اينټرنيټ، سېنما او داسي نورو عصري وسايلو په واسطه د مسلمانانو په اکثره ټولنو کي عامه کړې؛ آن تر دې چي په اوسني عصر کي خو زياتره خلک ساز او سرود ته د ګناه په سترګه ګوري هم نه. حال دا چي الله تعالی موسيقي په قرآن کريم کي د لهوالحديث (بېهوده خبرو) په نامه يادوي او هغه کسان، چي په دې ناوړه عمل اخته دي، د شيطان پيروان ګڼي. قرآن کريم هغوی په سخت او دردوونکي عذاب وېروي. همدارنګه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: 

((موسيقي په زړونو کي نفاق داسي زرغونوي (پيدا کوي) لکه اوبه چي کښت او زراعت ته وده ورکوي.))

په يو بل ځای کي فرمايي: ((کله چي زما په امت کي موسيقي او سندري زياتي سي، نو د الله  جل جلاله  عذاب رانازلېدل به پرې شروع سي.))

د موسيقۍ دنيوي اضرار:

د الله  جل جلاله  د رحمت څخه د لېري والي لامل کيږي.
د الله  جل جلاله  له ذکر او ياد څخه د مخنيوي وسيله ده؛ ځکه په کوم زړه کي، چي د شيطان فاسد آواز ځای ونيسي، هلته بيا د الله  جل جلاله  ذکر قرار او آرام نه مومي.
د پرښتو د نازلېدو څخه مخنيوی کوي.
د کور څخه د خير او برکت د تلو او مسکينۍ باعث ګرځي.
د ظلم او جنايت سبب کيږي.
په زړه کي نفاق پيدا کوي.
د اخلاقي فساد لامل ده.
د زنا و طرف ته د تشويق وسيله ده.
د خپل ناموس په هکله د بې تفاوتۍ سبب ګرځي. 
په انسان کي د زړه سختي راولي.
د استعمارګرانو له خوا د خلکو د غلامولو يوه وسيله ده.

ځيني خلک په دې عقيده دي، چي موسيقي د روح غذاء ده؛ خو که حقيقت ته وګورو، نو د دوی دا دعوه بېځايه ده؛ ځکه که چېري موسيقي د روح غذاء وي، نو ولي په غرب او اروپا کي د موسيقۍ له زياتي خپرېدو سره-سره اخلاقي فساد او عصبي ناروغۍ ورځ تر بلي زياتېږي؟! همدارنګه اوس په نړۍ کي موسيقي د مخدره موادو په حيث پېژندل سوې؛ ځکه هغه کسان چي له موسيقۍ سره عادت سوي، ټول فکر ئې د موسيقۍ په هکله وي او پر اعصابو باندي ئې يو ډول سستي حاکمه وي؛ چي بيا دا خلک غير له شهوت، عشق بازۍ او ښکلا پرستۍ څخه نور څه نه پېژني. د دې خلکو عقل د موسيقۍ په واسطه داسي محاصره سوی وي، چي بيا نور له عفت او حياء، عدالت او انصاف، ورورولۍ او غيرت څخه خلاصېږي.

د موسيقۍ اضرار د معاصر طب له نظره: 
 
د انسان په بدن کي د سيمپاتيک او پارا سيمپاتيک په نامه دوه ډوله اتومات (خودکاره) اعصاب موجود دي؛ چي دواړه د تعادل (برابرۍ) په حالت کي دي او د دوی برابري د بدن د نظم سبب کيږي. هر کله چي د خارجي عواملو په نتيجه کي د دې عصبي سيسټم نظم له منځه ولاړ سي، نو انسان له زياتو جسمي او عصبي ضررونو سره مخامخ کوي. يو له دغو عواملو څخه، چي د دغه عصبي سيسټم نظم له منځه وړي، موسيقي ده.
 

ډاکټرانو دا ثابته کړې، چي موسيقي د اعصابو د ضعيفوالي باعث کيږي او د ډاکټرانو څو اتحاديو له حکومتونو څخه غوښتي، چي په عامه ځايونو کي له موسيقۍ او کنسرټ څخه مخنيوی وکړي؛ تر څو په نړۍ کي د عصبي ناروغيو مخه ونيول سي.

موسيقي د زړه د حملې او د زړه د درېدو باعث ګرځي.
 
طب وايي چي د زړه د درېدو يو مهم عامل هيجانات (زياته خوشحالي يا زيات خفګان) دی. دا چي د موسيقۍ د اورېدو په اثر په انسان کي يو ډول هيجاني حالت رامنځته کيږي، ځکه د زړه د حملې باعث ګرځي او ډېر ځله ليدل سوي، چي سندرغاړي د زړه د حملې له امله مړه سوي.

موسيقي د ويني د فشار د لوړېدو او ټيټېدو سبب کيږي.
 
په دې هکله يو اروپايي پروفېسور خپله تجربې کړي او نتيجه ئې دا ده: نوموړي ډاکټر د يو مريض د فشار د کتلو پر وخت هغه ته آرامه موسيقي واوروله؛ نو په تعجب سره ئې وليدل، چي د مريض د ويني فشار له نارمل حالت څخه ډېر کښته سو. کله چي ئې سخته يا غليظه موسيقي ورته واوروله، و ئې ليدل، چي د مريض فشار له عادي حالت څخه ډېر لوړ سو. همدارنګه يو بل آلماني ډاکټر دا ثابته کړې، چي موسيقي د روحي او فکري خستګۍ او سردردۍ لامل هم ګرځي.

موسيقي لېونتوب او جنون منځته راوړي.
عمر لڼدوي.
د ليدو او اورېدو حسونه ضعيف کوي.
د ځان وژني لامل کيږي.

  د نړۍ په ځينو ښارونو کي خلکو د مظاهرو او غونډو په ترڅ کي له حکومتونو څخه وغوښتل، چي د موسيقۍ او کنسرټونو مخه ونيسي. په ماليزيا کي د يو ښار مسئول موسيقي منع اعلان کړې او وايي، چي موسيقي او سندري په خلکو کي د فساد او فحشاء باعث ګرځي. د ايټاليا يو مشهور سندرغاړی چي اوس ئې دا ناوړه عمل پرې ايښی، وايي چي موسيقي يوه شيطاني لوبه ده.

 نو اې مسلمان ورور او خوري! اوس چي په دې حقيقت باندي پوه سوې، چي موسيقي ډېر زيات تاوانونه لري او ستا د خوږ ژوند د بربادۍ سبب ګرځي. آيا اوس هم غواړې، چي ځان په خپل لاس د هلاکت کندي ته وغورځوې؟! آيا غواړې چي ستا په زړه کي د الله  جل جلاله  د ذکر پر ځای د شيطان آواز ځای ونيسي؟

د هغو بې دينه خلکو په درواغجنو شعارو غلط نسې، چي موسيقي د روح غذاء ګڼي. حال دا چي د مؤمن د روح غذاء خو د الله  جل جلاله  ذکر دی. که ته په دې ناوړه عمل ککړ (ه) يې، نو پر ځان رحم وکړه! که ته د شيطان په دې دام کي راګير (ه) يې، نو له دې دام څخه د الله  جل جلاله  د رحمت پراخي غېږي ته پناه يوسه! همدا نن له دې ناوړه عمل څخه ځان وژغوره او د هغو خاينو، فاجرو او نړيوالو فساد پلورونکو تجارانو خولې له خاورو ډکي کړه؛ چي غواړي ستا آرام ژوند په کړاوونو او بدبختيو بدل کړي.

 د اسلام او مسلمانانو د سرلوړۍ او د کفري نړۍ د ذلت په هيله!

ماخذ: تعلیم الاسلام مجله: ۱۸ ګڼه
 
موسیقي په اسلام کي
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته